ارواپوهنه – DawatMedia24 http://www.dawatmedia24.com Mon, 11 May 2020 20:50:15 +0000 en-US hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.4.1 http://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2020/03/cropped-logo-dm-3-32x32.png ارواپوهنه – DawatMedia24 http://www.dawatmedia24.com 32 32 د فیسبوک د ملګرو څخه یوه انتباهی کیسه د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d9%81%db%8c%d8%b3%d8%a8%d9%88%da%a9-%d8%af-%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%88-%da%85%d8%ae%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d9%87%db%8c-%da%a9%db%8c%d8%b3%d9%87-%d8%af/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d9%81%db%8c%d8%b3%d8%a8%d9%88%da%a9-%d8%af-%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%88-%da%85%d8%ae%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d9%87%db%8c-%da%a9%db%8c%d8%b3%d9%87-%d8%af/#respond Tue, 12 May 2020 03:45:38 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=118427 وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بوخت وو ، او د اخبار مطالب هم یو د بل پسي په زړه پوري وو ، نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم ، ډیری پوښتنې ترې کولي ، شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود ، نو سړی هم د دي د پاره […]]]>

وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بوخت وو ، او د اخبار مطالب هم یو د بل پسي په زړه پوري وو ، نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم ، ډیری پوښتنې ترې کولي ، شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود ، نو سړی هم د دي د پاره چې ماشوم بوخت کړي ، د همدې اخبار یوه بله ګڼه یې راواخیسته او اخبار کې چاپ شوي د نړۍ نقشه یې څیري څیري کړه ، او ماشوم ته یې ورکړه چې دا جوړه کړه ، غوښتل یې ګوندی په دي پلمه ماشوم بوخت کړي ، ماشوم څیري شوي ټوټي واخیستی ،او نقشه یې ژر روغه کړه، او سړي ته یې وښوده ، سړی حیران شو او ډیر په تعجب یې ترې پوښتنه وکړه ، چې دا دومره ژر دي دا څرنګه جوړه کړه ؟

ماشوم وویل : د نقشی تر شاه بنیادمانو عکسونه می سره ترتیب کړل، او جوړ می کړل ، نو نقشه خپله جوړه شوه ، نو وایي ، ما دا انتباه ترې واخیسته ، چې که د ځمکي پر مخ د انسانانو ځایونه بدل کړو ،او هر څوک د خپل فهم او پوهی په اندازه په خپل ځایونو کښیناوو ، نو دا ستونزی به نه وي. دا ستونزی له دي امله مونږ هم ګالو چې واقعی انسانان لا په خپل ځای نه دي نصب شوي ، یا نه دي کښینول شوي ، یعنی که انسانان اصلاح کړو ، او د علم او معرفت په ګاڼه یې سمبال کړو نو د ځمکي پر مخ به ډیري ستونزی حل شي.

 

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d9%81%db%8c%d8%b3%d8%a8%d9%88%da%a9-%d8%af-%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%88-%da%85%d8%ae%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d9%87%db%8c-%da%a9%db%8c%d8%b3%d9%87-%d8%af/feed/ 0
موخه ټاکل مو بریا ته رسوي http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%85%d9%88%d8%ae%d9%87-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%84-%d9%85%d9%88-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7-%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%b3%d9%88%d9%8a/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%85%d9%88%d8%ae%d9%87-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%84-%d9%85%d9%88-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7-%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%b3%d9%88%d9%8a/#respond Thu, 07 May 2020 07:13:11 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=118294 ايا تاسو خپل د ژوند څخه خسته ياست؟ ايا تاسو د خپل ځان څخه يو کتونکی جوړکړئ؟ ايا تاسو غواړئ د نورو په څېر يو مقام ته ورسیږئ؟ ژوند اسانه نه دی، بلکي د ژوند اسانه جوړول په کار دي. ملګرو! يو تجار تجارت په دوه شيان بدلولای سې، پر يوڅه زياته بوديجه مصرف کول […]]]>

ايا تاسو خپل د ژوند څخه خسته ياست؟ ايا تاسو د خپل ځان څخه يو کتونکی جوړکړئ؟ ايا تاسو غواړئ د نورو په څېر يو مقام ته ورسیږئ؟ ژوند اسانه نه دی، بلکي د ژوند اسانه جوړول په کار دي.

ملګرو! يو تجار تجارت په دوه شيان بدلولای سې، پر يوڅه زياته بوديجه مصرف کول او دوهم په تجارت کي په چټکۍ سره پرمختلل. دلته بودجه ستاسو دماغ او چټکي ستاسو وخت دی. آيا تاسو پوهېږی؟ ناکام او کامياب شخص دواړو ۲۴ ساعته وخت لري، دواړه دماغ لري، دواړه هغه څه لري کوم څه چي بايد يو انسان ولري. خو بيا هم ولي موږ ناکام او هغوی کامياب دي؟ کله مو د ژوند په اړه فکر کړی، کله مو خپل موخي شمېرلي او کله مو هم خپلو وړتیا وو ته کتلي؟ د ځان د پرمختګ، د خلکو له لوري د ستایني او د ځان د بریا احساس دي کله هم کړی دی؟ هیڅکله هم نه! موږ یوازي د نورو و پرمختګ ته ګورو او بس. راپاڅه! پر ځان باور دي په وجود کي را ژوندی کړه، کار وکړه او بریا ته ځان ورسوه. خپل د ژوند لپاره دوه ډوله موخي و ټاکه: لومړی:Long therm goals (ltg) دوهم: short time goals (stg) لومړی: هغه ډول هدفونو چي تاسو يې اراده لری تر څو په راتلونکي پينځه، لس او شل کلونو کي يې ترلاسه کړئ.

دوهم: هغه ډول هدفونو چي تاسو اراده لری تر څو په روان کال کي يې ترلاسه کړئ. زموږ په ژوند کي د ناکامۍ تر ټولو عمده او اساسی لامل دادی: چي موږ اينده کي فکر نه کوو، هر څه مو تقدير ته پريښي، موږ په ژوند کي بې هدفه يو همدا لامل جوړسوی تر څو په ژوند کي ناکامه واوسو. هو د تقدير ټاکلي هيڅکله تغير نکوي، ژور نه ځم صرف يوڅه وايم: په لویه لاره موټر ته ودريږه ترڅو موټر دي ووهي، د بام څخه ځان راواچوه تر څو خوږ سې ځکه ته خو فکر کوي دا ستا په تقدير کي ليکلي وه؟! د يوې څيړني په ترڅ کی ښودل سوي چي د نړۍ اتيا فيصده خلک خپل د ژوند لپاره هدف نه لري.داسي خلک صرف خوراک، څښاک او خوب کوي. تاسو چي کوم هدف په ژوند کي ټاکی بايد لوی يې وټاکئ. ځکه د چاپيريال حالات، د خلکو خبري او د خلکو طبيعتونه ستاسو پر هدف لږ اغيز کوي او ستاسو هدف را ټيټوي.

يو مثال درته وړاندي کوم؛ تير انداز(غشی غورځونکی) چي کله خپل هدف په نشان کي نيسي نو نشان تر خپل هدف لوړ کوي ځکه يو ښه تير انداز فکر کوي چي زما پر هدف باندي د ځمکي جاذبه قوه تاثير کوي او ټيټوي يې. فکر وکه اوس ۲۰۲۰ ميلادي کال دی په ۲۰۳۰ ميلادي کال کي به تاسو پر کوم مورال او مقام باندي ياست؟ خامخا به ووایاست چي زه خبر نه يم، زه خو د راتلونکي هفتې د ميلې پلان جوړوم او ته زما څخه د لس کالو وروسته پلان پوښتې؟ او ځيني خو بيخي وايې خدای خبر زه لاهم راتلونکی ساعت ژوندی يم!!

تر کوم وخت چي ته ژوندی يې ستاسره د هري ثانيې حساب کيږي. ځان‌ په دې‌ ډول خبرو خطايستل داسي مثال لري لکه خپل د ځانه پور کول. بریالي خلک خپل نن، سبا، پنځه کاله بعده او لس کاله بعده ژوند ته ګوري. خو موږ میلې کوو، د پوهنتون له درس څخه ځان ګوښه کوو، له ستړیا او خواری څخه مو نفرت کیږي. بس، دغه زموږ د شاتګ، ناکامی او وروسته والي ستر او تر ټولو ستر لامل دی.

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%85%d9%88%d8%ae%d9%87-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%84-%d9%85%d9%88-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7-%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%b3%d9%88%d9%8a/feed/ 0
رواني ستونزي او د حل لارې چارې http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%86%d8%b2%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%ad%d9%84-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%86%d8%b2%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%ad%d9%84-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90/#respond Mon, 27 Apr 2020 02:53:22 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=117918 که څه هم د روانو ستونزو په هکله لیکنه د ارواپوهانو او ځانګړو اشخاصو کار دی چې په دې برخه کې تخصص لري، خو ما دې کار ته ځکه زړه ښه کړ چې زموږ تاسو ګڼشمیر هیوادوال له رواني ستونزو کړیږې، چې له بده مرغه د ګران هیواد دننه د دې ستونزو د حل لپاره […]]]>
که څه هم د روانو ستونزو په هکله لیکنه د ارواپوهانو او ځانګړو اشخاصو کار دی چې په دې برخه کې تخصص لري، خو ما دې کار ته ځکه زړه ښه کړ چې زموږ تاسو ګڼشمیر هیوادوال له رواني ستونزو کړیږې، چې له بده مرغه د ګران هیواد دننه د دې ستونزو د حل لپاره په کافي اندازه خدمات نه شته او نه هم په دې هکله کوم عامه پوهاوی موجود دی. نو ځکه یې درملنه هم ټکنی کړې ده.
په دې لیکنه کې مې خپله تجربه، د ملګرو سپارښتنې، او د ارواپوهانو لارښوونې ذکر کړې دي، که خدای (ج) کول د رواني ستونزو په لري کولو کې به خورا ګټورې وي.
تر ټولو مهمه دا ده چې خپل ځان ته پاملرنه وکړئ او ترڅنګ یې د رواني ستونزو علایم په ګوته کړئ. البته په هر انسان کې کیدای شي نښې د یو او بل سره توپیر ولري، خو تاسو په خپله پر ځان پوهیږئ چې په احساساتو، عواطفو او خیالاتو کې مو څرګند بدلون راغلی.
د بیلګې په ډول تاسو کیدای شي ځینې داسې علایم ولری: د خولې وچوالی، ویره (اضطراب)، خپګان، سر خوږ، د زړه ټکان ډیریدل، لوړ فشار، ژر غوسه کیدل او داسې نور.
پاس یاد شوی علایم د ناامنو پیښو په وړاندې د بدن اټوماټیک غبرګون دی، هر کله چې تاسو کوم خطر احساس کړ او یا هم کومې ستونزې سره مخامخ شوی نو کیدای شي پاس یاد شوي علایم درسره  پیدا شي. د رواني ستونزو عواملو باندې نه غږیږو ځکه چې هغه باندې مونږ تاسو ټول پوهیږو، راځو راسا” د رواني ستونزو د حل لارو ته چې له نیکه مرغه ډیری کسان ترې رغیدلی او ښه شوی دي.
لومړۍ تعمق (Meditation) میتود دی چې په ورځني ژوند کې باید وکاروئ لکه: په یو ارام ماحول کې کښینئ او یاهم څملئ، سترګې مو پټې کړئ او د پنځو دقیقو لپاره ژوره ساه واخلئ او بیرته یې بهر کړئ.
دوهم: هر سهار د نیم ساعت لپاره ورزش وکړئ، دا که مزل کول وي، بایسکل چلول، مڼډه وهل، سینه کشي کول( Push up) وي او داسې نور بدنې او فزیکي فعالیتونه وي تر سره یې کړئ، چې دا کار به د رواني ستونزو په کمولو کې خورا اغیزمن وي.
دریم: کوم منفي سوچونه که درسره وي هغه په یوه کتابچه کې درسره ولیکئ. ځان مه تیر باسئ پریږدی چې منفي فکر راشي او بیرته ولاړ شي. فکرونه او خیالات که هغه منفي وي یا مثبت دا داسې وګڼئ لکه یو سیلاب چې ستاسو په ماغزو کې څپې وهې، کله د خپګان او کله هم د خوشحالی چورتونه وي، خو په دواړو حالتو کې یې پریږدی چې درباندې راشي او بیرته مو له ذهن څخه ولاړ شي. د فکر کولو وروسته هڅه وکړئ چې منفي فکرونه له ماغزو څخه اوباسئ او مثبت فکرونو ته وده ورکړئ.
څلورم: په ژوند کې ځینې شیان داسې وي چې د هغه کنټرول ناشونی وي، خپل ځانته داسې قناعت ورکړئ چې زه ټول شیان نه شم کنټرول کولای او هڅه وکړئ چې خپل احساسات کنټرول کړئ او غبرګون مه ښکاره کوئ.
پنځم: ځانته سالمه بوختیا پیدا کړئ اوس چې د قرنطین ورځې دي، هڅه وکړئ د کور  په کارونو کې وڼډه واخلئ دا به مو پام بلکول بل خوا واړوي.
شپږم: خپل غذایې رژیم ته مو د وس مطابق پاملرنه وکړئ چې په کافي اندازه مینرالونه او ويټامینونه مو په بدن کې وي. دا ځکه چې کیدای شي د ځینو ويټامینونو کموالی په بدن کې ستونزې پیدا کړي.
اووم: تفکر  ( Mindfulness)
دا هغه طریقه ده چې خلک دیته هڅوي تر څو خپل پام او هوس اوس ته واړوي چې همدا شیبه څنګه ساه اخلي، څنګه احساس کوي پرته له دې چې قضاوت ورباندې وکړئ. لاندې څو اوصول لري چې یادول او اجرا کول یې ستاسو د ستونزو په له مینځه وړلو کې خورا ګټور دي.
– مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ.
ـ حوصله وکړئ.
ـ هرې ورځې ته د یوه نوي فرصت په سترګه اوګورئ.
ـ کلک باوري اوسئ.
ـ ځانته داسې موخه مه ټاکئ چې تاسو به هرومرو دا کار نن ترسره کوئ.
ـ  قناعت ولرئ.
ـ ډیرو خبرو پسې مه ګرځئ، تشویش مه کوئ او ځان خوشحاله وساتئ.
لنډه داچې تاسو ته دا لیکنه کې څو مهم ټکې ذکر شول لمړئ تعمق ( Meditation)کول،  دوهم ورزش کول، دریم سالمه بوختیا او وروستی د تفکر کول ( Mindfulness) طریقه ده.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ تاسو الحمدالله  په الله ( ج) ایمان لرو، د هر لمانځه څخه وروسته هڅه وکړئ چې د الله ( ج) څخه خپل د حاجاتو غوښتنه وکړئ او تل د خپلو ستونزو د حل لپاره  دوعا کوئ بې شکه چې الله (ج) ستاسو د دوعا اوریدونکی او قبلونکی دی.
که چیرې مو رواني ستونزه حل نه شوه نو بیا یو مسلکي ارواپوه ته مراجعه وکړئ. پاک الله ( ج) مو له ټولو نارغیو په امان کې لره، په دا هیله چې ستاسو رواني ستونزي د پاس یاد شویو لارښونو له لارې ژر تر ژره حل شي او له خپګان پرته، هوسا او خوشحاله ژوند ولرئ.
ماخذونه:
( Accessed: 20 April 2020).
]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%86%d8%b2%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%ad%d9%84-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90/feed/ 0
څنګه د کورونا له امله د رامنځته شوي ډار او روحي فشار مخنيوی وکړو؟ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%b1%d8%a7%d9%85%d9%86%da%81%d8%aa%d9%87-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%da%89%d8%a7%d8%b1/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%b1%d8%a7%d9%85%d9%86%da%81%d8%aa%d9%87-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%da%89%d8%a7%d8%b1/#respond Sat, 25 Apr 2020 03:17:31 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=117846 کورونا د وايروسونو يوه کورنۍ ده چې په تي لرونکو او مرغانو کې بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي. په دغه کورنۍ کې ډير وايرسونه شتون لري چې تر ټولو خطرناک يې کويډ – ۱۹ ناروغي ده. دغه ناروغي له حیواناتو څخه انسانانو او له انسانانو څخه نورو انسانانو ته انقاليدای شي. ولې د کورونا له ويرې […]]]>

کورونا د وايروسونو يوه کورنۍ ده چې په تي لرونکو او مرغانو کې بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي. په دغه کورنۍ کې ډير وايرسونه شتون لري چې تر ټولو خطرناک يې کويډ – ۱۹ ناروغي ده. دغه ناروغي له حیواناتو څخه انسانانو او له انسانانو څخه نورو انسانانو ته انقاليدای شي.

ولې د کورونا له ويرې په رواني ستونزو اخته کېږو؟

ځکه چې هره خوا د کرونا خبر اورو، په تلويزيون کې د کورونا بحث، په راډيو کې دکرونا بحث ، په فيسبوک کې د کرونا بحث ، په موټر يا په مجلس کې د کرونا بحث ، دا هغه څه دي چې له کرونا څخه بلا جوړوي او په مقابل کې يې شخص ډار پيدا کوي چې ګویا زه په کرونا اخته ونه اوسم.

د کورونا په اړه له غلطو سرچینو خبرونه اورېدل يا ليدل، لکه فيسبوک کې خلک د یو چا عکس پورته کوي چې په ځمکه ګډوډ پروت وي او خلک ورته نیږدې نه ورځي. ممکن دا شخص د پوډرو له امله نشه وي، يا عادي ضعف پرې راغلي وي، يا بله ناروغي ولري خو يو کس يې فیسبوک کې اچوي او وايې چې دا شخص په فلاني ځای کې کرونا ووژلو.

همداسې یو بل کس هم عکس اچوي. دا ټول غلط خبرونه د دې باعث کيږي چې شخص د کرونا له ويرې ډار پیدا کړي، په ځان شکمن شي چې ګويا زه پرې اخته ونه اوسم. په همدې اساس ورته تشويش پيدا شي او رواني ستونزه پيدا کړي.
هر څه فنا کېدونکي بلل، یعنې شخص د کرونا له امله دومره ډار اخيستی وي چې فکر کوي دنيا همدومره وه او د کرونا له امله به دنیا فنا شي. ژوند ختم شو دی اوس څه وکړی، نن دی که سبا دی کرونا يې نيسي او د کرونا له امله دا هم مري.

دا هم د رواني فشار سبب کيدلی شي.

اقتصادي زیان څخه ويره. د بېلګې په توګه یو شخص سوداګر دی، فکر کوي کرونا راغله ، بازارونه په ټپه ولاړ دي، دی خپل سوداګريز توکي څنګه کړي، دی خو به تاوان وکړي.

يا یو غريب دی وايې په کور ناست یم، له وظيفې هم رخصت یم، زما معاش به څنګه شي، زما کورنۍ او اولادونه به څنګه شي، د کور کرایه څنګه پيدا کړم.

یا یو محصل دی خپلو درسونو ته تشويش کوي چې سمستر به څنګه شي، که درسونه شروع نه شي نو یو سمستر به وروسته پاتې شم. دا ټولې اندېښنې هم د رواني ستونزې د رامنځته کېدو سبب کيږي.

څنګه د کورونا له امله د رامنځته شوي ډار او روحي فشار مخنيوی وکړو؟

۱ – ذهن مو بوخت وساتئ. که په کور کې ياست نو په یو کار مو ځان مصروف کړئ، لکه په فلم کتلو، ورزش کولو، که ملګرو پسې خفه یاست نو ورته زنګ ووهۍ، ټوکې وکړئ، شوخي وکړئ تر څو ذهن مو مصروف وساتۍ، کچيري ذهن مو خالي پاتې شو نو حتماً په کې منفي فکرونه ځای نيسي او تشويش درته پيدا کيږي.

۲- د کورونا په اړه غلط اطلاعات مه اورئ، مه ګورئ او مه يې لولئ، یواځې د کره سرچينو په خبرونو باور وکړئ. ځکه په فيسبوک کې خلک ممکن د يو پوډري عکس واچوي او ووايې چې کرونا وژلی دی، ممکن د بلې ناروغۍ له امله ضعف شوی وي، خلک يې عکس خپروي او وايې کرونا وژلی دی. دلته خبر، هلته خبر، دلته کرونا، هلته کرونا، له کرونا څخه غوغا جوړه شي، نو په داسې حالت کې طبيعي ده چې اندېښنه مو زیاتيږي. بايد د کرونا په اړه د ناکره سرچینو په خبرو باور ونه شي.

۳- هڅه وکړئ چې له ګل او نباتاتو سره مو تماس زيات کړئ، یعنې کوشش وکړئ شنو ځايونو کې وګرځئ.

کورونا له منځه تلونکې او ټولې چارې بيرته سميدونکي وبولئ.

که په تلويزيون یا راډيو کې د خبرونو اورېدلو حوصله نه لرئ، یعنې هر ځای کرونا خبرونه اوريدل او ليدل نشئ تحمل کولی نو خبرونه مه ګورئ، په ځای يې يوه موسيقي واورئ، يو فلم وګورئ، طنز وګورئ. همداشان فيسبوک کارول کم يا بند کړئ.

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%b1%d8%a7%d9%85%d9%86%da%81%d8%aa%d9%87-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%da%89%d8%a7%d8%b1/feed/ 0
څه ډول پر ځان باور زيات کړو؟ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d9%87-%da%89%d9%88%d9%84-%d9%be%d8%b1-%da%81%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%d9%88%d8%b1-%d8%b2%d9%8a%d8%a7%d8%aa-%da%a9%da%93%d9%88%d8%9f/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d9%87-%da%89%d9%88%d9%84-%d9%be%d8%b1-%da%81%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%d9%88%d8%b1-%d8%b2%d9%8a%d8%a7%d8%aa-%da%a9%da%93%d9%88%d8%9f/#respond Sat, 28 Mar 2020 02:36:37 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=115185 ګن شمير کسان په خپلو کارونو کې هڅه کوي، چې بريالي شي; خو بريا ته رسېدل ورته ستونزمن وي، ځکه چې دوى په ځان باور نه لري. د باور پيدا کېدو لپاره سوال دا ده: څه ډول پر ځان باور پيدا کړو، چې خپلو کارونو کې بريا ته ورسېږو؟ کېداى شي تر ډېره حده لاندې […]]]>

ګن شمير کسان په خپلو کارونو کې هڅه کوي، چې بريالي شي; خو بريا ته رسېدل ورته ستونزمن وي، ځکه چې دوى په ځان باور نه لري. د باور پيدا کېدو لپاره سوال دا ده: څه ډول پر ځان باور پيدا کړو، چې خپلو کارونو کې بريا ته ورسېږو؟

کېداى شي تر ډېره حده لاندې کارونه کول ستاسو باور زيات کړي:

مطالعه کول:

مونږ وينو چې مطالعه کول زمونږ او ستاسو په ټولنه کې په زياته ټيټه درجه کې کيږي او زيات شمير کسان له مطالعې کولو څخه نفرت ښي.

خو هغه کسان چې زيات مطالعه کوي هغوى به ډېر بريالي کسان وي، ځکه چې مطالعه کول نه تنها ستاسو معلومات ډېروي بلکې ستاسو باور زياتوي. کله چې ستاسو باور زيات شي، وروسته تاسې د هر کار پر وړاندې پياوړي کېږى، چې دا پياوړتيا تاسو ته برياوې در په برخه کوي.

که غواړئ چې تاسو هم د برياليو کسانو په شان په هر کار کې پرمختګ وکړئ نو د خپلو کړنو په اړه د برياليو کسانو ژوند مطالعه کړئ.

دبرياليو کسانو ژوند مطالعه کول ستاسو باور زياتوي؛ چې دغه باور زياتېدل به ستاسو د هر کار په کولو کې مرسته وکړي.

دا په ډاډ سره وايم، که تاسې هره ورځ د مطالعې کولو فرهنګ تعقيب کړئ؛ د باور زياتېدو سر سره به ستاسو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي، ځکه مطالعه کول تاسو ته د بريالي کېدو لارې چارې ښي او تاسو نه پرېږي چې خپلو کارونو کې پاتې راشئ، لا مو هسوي چې پرمختګ وکړئ.

د بريا په اړه فکر کول:

د کار په کولو کې يو شمېر کسانو ته ډېر ښه فرصتونه پيدا کيږي، خو هغوى ډېر بې باوره وي داسې فکر کوي چې (زه يې نشم کولاى) ــ (زه بريالى کېداى نشم ) يا له ځان سره داسې وايي: (کېداى شي د دې کار وړ ونه اوسم)؛ داسې بې باوري په اصل کې خپله ناکامي ده.

تاسې د بې ځايه باڼو څخه لاس واخلئ، د باڼو پر ځاى داسې ووايي 🙁 چې زه يې کولاى شم ) ځکه پر ځان باور درلودل تاسو ته قوت درکوي چې خپلو کارونو کې بريالي شئ او لامو د کارونو په اړه ښه فکر وکړئ.

تاسې چې څنګه فکر کوى، همغه شان جوړېږئ. که تاسې د کارونو په اړه منفي فکر ولرئ؛ کارونه به مو منفي نتيجه درکوي او که مثبت فکر ولرئ، کارونه مو مثبته نتيجه درکوي، ځکه مثبت فکر تاسې بريا ته رسوي او همدارنګه د هرې بريا سره ستاسو باور زياتيږي، چې دغه باور زياتېدل مو لا نورو کارونو ته هسوي.

شکر ايستل:

لوړ فکر لرونکي کسان تل شکر ويستونکي وي هر څه چې الله تعالى ور کړي وي په همغو شکر باسي، خو له شکر ويستلو سره سره کوښښ کوي چې په خپلو شته کارونو کې لا بريالى وي او همدارنګه کوښښ کوي چې د هر کار په پيل کولو سره ځان بريالى ثابت کړي …..

ناهيلې کېدل :

ناهلي يو ډول لټي ده، که د ددې لټى مخه ونه نيول شي، ويلى شم چې ستاسو هر کار به په سمه توګه پاى ته ونه رسيږي؛ ځکه ناهلي تاسو بې باوره کوي او بې باوري تاسو ناکامى خواته سوق کوي تاسو نه پرېږدي چې خپلو کارونو کې بريالي شئ.

همدارنګه ناهيلي کسان داسې فکر کوي چې زه هيڅ کار هم نشم پيل کولى؛ بلکې همدغه ناهلي ستاسو انګېزه وژني تاسو نه پرېږدي چې خپل کارونه په بشپړه ( بريالي ) توګه پاى ته ورسوئ.

شوارتز ( د لوى فکر جادو ) کتاب کې ليکي : يو ملګرى مې د کلف ښه لوبغاړى دى. يو ورځ مې ورته ويل : خلک په دواړو لاسونو لوبه نشي کولاى، ته په يوه لاس دومره تکړه يې، ځواب يې ډېر جالب و، راته ويل يې: (( زما تجروبو ثابته کړه چې ( د يو لاس سم فکر ) د ددواړو لاسو له ناسم فکره لوبه ګټي.) که تاسو ښه فکر او د فکر تر څنګه باور ولرئ، زه ويلئ شم چې ستاسو هر کار به په بريالي توګه پاى ته رسيږي.
]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d9%87-%da%89%d9%88%d9%84-%d9%be%d8%b1-%da%81%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%d9%88%d8%b1-%d8%b2%d9%8a%d8%a7%d8%aa-%da%a9%da%93%d9%88%d8%9f/feed/ 0
اروا پیژندنه http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7-%d9%be%db%8c%da%98%d9%86%d8%af%d9%86%d9%87/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7-%d9%be%db%8c%da%98%d9%86%d8%af%d9%86%d9%87/#respond Mon, 23 Mar 2020 03:59:38 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=115921 طبیعت په خندا و، هر څه ځان سره مسک وو، هرې خواته ښکلا خوره وه. لمر هم د غرونو شاته مغرور و. مرغانو آسمان ښکلاوه. د اوبو شرهار ساز ته، خپله ځانګړې مستي وربښله. آسمان مست شو، لکه وحشي ښکاري چې ښکار په سې ووځي. په ژړا یې پیل وکړ. ژوندي ټول پنا ښول. باران […]]]>

طبیعت په خندا و، هر څه ځان سره مسک وو، هرې خواته ښکلا خوره وه. لمر هم د غرونو شاته مغرور و. مرغانو آسمان ښکلاوه. د اوبو شرهار ساز ته، خپله ځانګړې مستي وربښله. آسمان مست شو، لکه وحشي ښکاري چې ښکار په سې ووځي. په ژړا یې پیل وکړ. ژوندي ټول پنا ښول. باران لا زور واخیست. څه شېبه ورسته، ظالم باد په نڅا پیل وکړه. وریځ یې تار په تار کړه. لمر هم د هسک غره پر سر ودرېد او هر څه ته یې بیله ښکلا وروبښله. د سمندر غاړه کې هر څه مست شول..

موږ هم، د دې ښکلا څخه د خوند اخیستلو لپاره، د ساحل غاړې ته ولاړو، او خپلې روح ته مو څه سکون ورکړ. د ځوانۍ مستۍ ته مو هستي وکړه. د طبیعت هرې ښکلا ښکل کړو، هر غرور یې غرور را څخه پناه ګړ. هر څه ښه ؤ. زه او ملګري مې هم خوشحاله وو او تل مسک او ځلانده برېښېدو.

زه او ځلاند ډېر نږدې ملګري وو. تل به مو یو او بل ته په مرسته کې نه نه ویل، هر څه مو په ګډه او مشوره ترسره کول. خپلې ورځنۍ چارې مو په پوره غور تر سره کولې. کله به چې اوزګار وو؛ نو لوبې به مو کولې، او کلي ته به په چکر تلو. د ځلاند په شنډو تل مسکا خوره وه. هیڅ کله یې، چاته د خپلو ستونزه په هکله شکایت نه کړو، هر غم یې په مسکا تېرایستا. دی ډېر ښه لامبوزن وو؛ کله نا کله، دواړه دې لامبو لپاره، د سمندر غاړې ته تلو.

نه پوهېږم، ولې یوځل طبیعت بې رحمه شو.هر څه یې وران کړل. په هر څه کې ښکلا ورکه شوه. هر څه مغرو ښکاریدل. سکون ورک شو.هر ښه بد شول. په هر څه کې مې تعیر احساس کړ.

په ځلاند کې ډېر بدلونونه ښکاریدل؛ ځلاند پخواني ځلاند نه وو. د هغه ګل په شان وو، چې خزان پرې راغلي وي. هر څه بدل وو؛ نور ځلاند نه ځلېد. د ده په ښنډو خندا بیګانه وه.

پوه نه شوم چې، ځلاند ولې دومره زر بدلون وکړ. تل به یې، ځان په یوه پلمه له موږ څخه بیلوو. کله به یې ویل: سر مې خوږشي او کله به یې ویل: بې خوبه یم.
اشتحایې هم خرابه شوې وه او وزن يې هم روځ تر بله  ډېرېدو.

ډېر مې کوښښ وکړ تر څو ستونزه یې په ډاګه کړم، خو وونه توانېدم. ده کومه ځانګړې کورنۍ ستونزه هم نه درلوده. د اقتصادي پلوه هم ښه وو. د ده، دې وضیعت اندښمند کړی وم. د کورنۍ غړو یې هم سر ته نې ټکولو. څوځله مې، ورته سپارښتنه وکړه چې ډاکټر ته لاړ شي؛ خو ده نه منله، او ځان یې تېرایستا.

بلاخره، مجبور شوم؛ چې اروا پوه ته ورشم. او د ده د وضیعت په هکله مشوره ورسره وکړم. اروا پوه ته ورغلم؛ او د ده وضیعت مې ورته بیان کړو. راته یې وویل: دی د خپګان په ناروغۍ اخته  شوی. په ده کې د خپګان نښه نښانې ښکاري.
ـ وېې پښتل څونه وخت کېږي؟

ـ څه کم دوې اونۍ.

ـ دا ښه خبره ده. چې د دوو اونیو له تېریدو څخه مخکې پرې پوه شوې.  ځکه دی تر اوسه په موقعیتي خپګان اخته ده؛ که یې مخه و نه نیول شي، په غبرګوني اوړي، د غبرګوني خپګان کابو کول ستونزمن کار ده.
ـ داکټر صیب! دی ولې په دې ناروغۍ اخته شوي؟
هم ځوان ده هم لوستی او کومه خاصه ستونزه هم نه لري.

ـ دا داسې ناروغۍ ده، چې په ځوان او زوړ، بډایه او بېوزله، لوستی او نالوستی، تور او سپین، ښځه او نر، دینداره او بې دینه رحم نه کوي.

ډېری ستونزې لکه کورني، اقتصادي، طلاق، مسافرت، کینه، حسد، رقابت چې په خپل وخت کابو نه شي نو د خپګان لامال ګرځي. کله هم، پرته له کم ځانګړي لامل څخه سړی په خپګان اخته کېږي؛ چې باطني خپګان یې بولي.
کله داسې هم کېدا شي، چې د موسم په بدلون سره کس په خپګان اخته شي. دا ډول خپګان بیا موسمي عاطفي ګډوډي یا خپکان بولي، ډېری د ژمي په موسم کې خلک ورسره مخ کېږي.

یو بل ډول خپګان، چې ښځې ورسره مخ کیږي؛ تر حامله ګۍ دمخه د خپګان نښه نښانه دي. چې هورموني ریښې لري. او ښځه د خپل راتلونکي ماشوم د مسوولیتونو په هکله اندېښمنه وي.

ـ داکټر صیب! څنګه کوی شو چې، په خپګان اخته کسانو سره مرسته وکړو؟

ـ زه ځینې سپارښتنې لرم، د هغه په مرسته کولی شې په خپګان اخته کس سره مرسته وکړئ.

1. د توان تر حده د خپګان په برخه کې مطالعه وکړئ
2. خپله دایمي مرسته له خپل ملګري څخه مه سپموئ
3. د هغه لپاره یو غوره ژوند چمتو کړئ
4. کوښښ مه کوئ، چې د ناروغ  کس خپګان کنټرول کړئ.
5. د خوشحالۍ شبه ځان ته چمتو کړئ
6. خپل احساسات درک کړئ
7. له نورو څخه مرسته وغواړئ
8. کلک او پر یوه ځای اوسئ
9. د اړتیا وړ درمل وپېژنئ
10. د څانګه والو پر توصیو ډه ډه ولګوئ
11. د خپل ناروغ له ګواښ یا ځان وژنې څخه خبر اوسئ
12. د آرامۍ او خوشۍ په تمه اوسئ

د دې توصیو په عملی کولو ځلاند بېرته ځلاند شو.

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7-%d9%be%db%8c%da%98%d9%86%d8%af%d9%86%d9%87/feed/ 0
د ژوند (۱۳) هغه حقیقتونه چې باید موږ ټول ویې منو! http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%db%b1%db%b3-%d9%87%d8%ba%d9%87-%d8%ad%d9%82%db%8c%d9%82%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%87-%da%86%db%90-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%d9%85%d9%88%da%96-%d9%bc%d9%88%d9%84-%d9%88/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%db%b1%db%b3-%d9%87%d8%ba%d9%87-%d8%ad%d9%82%db%8c%d9%82%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%87-%da%86%db%90-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%d9%85%d9%88%da%96-%d9%bc%d9%88%d9%84-%d9%88/#respond Mon, 23 Mar 2020 03:36:51 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=115648 ژوند لکه هنداره؛ څونه چې ورته خاندئ؛ هغومره به غوره پایلې لاس ته راوړو. شل کاله وروسته د هغو کارونو په پرتله چې کړي مو دي د هغو کارونو لپاره زیات خواشیني کیږو چې هېڅ مو نه دي کړي. هیڅکله مو ځان له نورو سره په پرته کوئ، که  مو دا کار وکړ نو د […]]]>

ژوند لکه هنداره؛ څونه چې ورته خاندئ؛ هغومره به غوره پایلې لاس ته راوړو.

شل کاله وروسته د هغو کارونو په پرتله چې کړي مو دي د هغو کارونو لپاره زیات خواشیني کیږو چې هېڅ مو نه دي کړي.

هیڅکله مو ځان له نورو سره په پرته کوئ، که  مو دا کار وکړ نو د ځان مو سپکاوی مو وکړ!

څه مو چې ذهن کې دي، تر هغه زیات په بهرنۍ نړۍ کې په لاس نشي راوړلی.

ژوند د ستورو او سپوږمۍ په شان ښکلی دی پرته له هغو  ورځو چې آسمان ورېځ وي.

شمعی اورلګیت ته وویل:

  • له تا وېریږم ځکه ته زما قاتل یې

اورلګیت وویل:

  • له ما څخه نه بلکه د هغه تار څخه وویریږه په خپل وجود کې د ځای ورکړی!

(  انسانانو د نابودي دلیل خپل منفي فکرونه دي نه بهرنی عوامل)

څېړنکو ثابته کړې ده چې هر څومره یوه موضوع چا ته ډېره واضح کړی او کوښښ وکړی قناعت ورکړی، هغه کس به لږ قانع او ډیر به په خپلو خبرو ټینګار کوي.

بیخي کم، یانې په سلو کې یو کس په دې ارزي چې بحث ورسره وشي، نور پریږدئ څنګه یې چې زړه غواړي هغسې خبرې وکړي ځکه هر څوک دا اخیتار لري چې احمق واوسي…!

که د چا په یاد یو دا زمونږ هنر نه بلکه د هغوی هنر دی؛ څومره ښه  ده چی له خلکو سره ددیې لپاره مینه ولرو چی ارزښت یې لري نه د اړتیا،  یوازیتوب او یا هم د مجبوریت له امله!

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%db%b1%db%b3-%d9%87%d8%ba%d9%87-%d8%ad%d9%82%db%8c%d9%82%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%87-%da%86%db%90-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%d9%85%d9%88%da%96-%d9%bc%d9%88%d9%84-%d9%88/feed/ 0
د ښځمنو د خبرلوڅۍ بنسټیز لامَل (مورولي)  ده http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%9a%da%81%d9%85%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%84%d9%88%da%85%db%8d-%d8%a8%d9%86%d8%b3%d9%bc%db%8c%d8%b2-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8e%d9%84-%d9%85%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%84%d9%8a/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%9a%da%81%d9%85%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%84%d9%88%da%85%db%8d-%d8%a8%d9%86%d8%b3%d9%bc%db%8c%d8%b2-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8e%d9%84-%d9%85%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%84%d9%8a/#respond Mon, 23 Dec 2019 15:30:23 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=114220                                                                                                                                                 کابل- ۱مرغومی ۹۸ د ژب- ساپوهنې او  ژب- ټولنپوهنې  په رڼا کې د ښځمنو د خبرلوڅۍ بنسټیز لامَل (مورولي)  ده تر ورته سرلیک لاندې اغلې آمنې مایار دغه سکالوڅېړلې او یا له کوم انټرنېټي پاڼې، ویکېدیا، دیجيتال کتابتونه… راژباړلې.  هرګوره، ما د(ْښځې) پرځاي (ښځمنې)کارول ځکه  غوره  وبلل، چې کوشنیانې هم تر هلکانو ډېرې غږېږي! […]]]>

                                                                                                                                                کابل- ۱مرغومی ۹۸

د ژب- ساپوهنې او  ژب- ټولنپوهنې  په رڼا کې

د ښځمنو د خبرلوڅۍ بنسټیز لامَل (مورولي)  ده

تر ورته سرلیک لاندې اغلې آمنې مایار دغه سکالوڅېړلې او یا له کوم انټرنېټي پاڼې، ویکېدیا، دیجيتال کتابتونه… راژباړلې.  هرګوره، ما د(ْښځې) پرځاي (ښځمنې)کارول ځکه  غوره  وبلل، چې کوشنیانې هم تر هلکانو ډېرې غږېږي!

داچې اغلې آمنې یې رواني او عاطفي یا  خلق وخوی لاملونه وړاندې کړي یاچې وایي، په خبرو کې یې عاطفه، احساس او مهرباني ډېره لیدل کېږي، لاملونه، نه بلکې  ځانګړتیاوې یاښېګڼې يې دي او د چا خبره د (لطیف جنس) ښکارندویي یې کوي. ځکه دا پرخپل وار پر لاملونو او دکونو دلیلونو ټیکاو لري؛ بیولوژیکي یا نېورولوجېستي دلیل یې چې ښځمنې د مغزو  پر کیڼه خوا سربېره  له ښۍ خوا هم کاراخلي او په دې توګه یې د خبرو برخه(تر نارینه وو) پراخه ده، هم له (ولې) سره مخامخېږي. ځکه دغه برخه چې فرانسی طبیب (بورکه) رابرسېره کړې او په همدې نامه (بورکه) نومول شوې او همدې کیڼې خواته  ورسره پتلیزه مانیزه برخه هم الماني بیولوجېست (ورنېکې) نومېرلې (تشخیص) کړې او د همده په نامه نومول شوې ده.نوداچې آمنه جانې د مغزو یا سر ښۍ خوا هم دښځمنو دخبرو پر اوېجه ورسرباري کړې،د بیولوجېستانو، د ژب-ساپوهانو او  ژب- ټولنپوهانو له خوا په کلکه ردېږي. پرځای یې دلیل (مورولي) راوړي، یانې د ښکاره يا پټتوان (بالقوه یا بالفعل) مور په توګه ورته اړتیا لري!

نوي پسرغښتي ( Post-structural)ژبني ساینس یا ساینتېفیکې ژبپوهنې زباده کړې چې کوشنی له ټولنیز چاپېریال سره سمه په ړومبیو ۴-۵کلو کې مورنۍ یا لومړنۍ ژبه د پېښو له لارې نیم اګاهانه زده کوي .  داسې چې له زېږېدا سره د مور یا تیمور (دایې) خولې ته ګوري او څه چې ترې اوري، د هغه د پېښو هڅه کوي، نو له دې کبله ورسره مور یا تیمور ډېره غږېږي، بې له دې چې پوه شي، هغه پرې پوهېږي یا نه. ناګاهانه ورته ګډه وي، که نه، ژبزدکړه یې هرو مرو ځنډنۍ کېږی او ورسره یې له وړکتونه تر پوهنتونه د ښوونې روزنې بهیر ترخپلو همزولو  روسته کېږې. داهم ازمایل شوې چې یوه کوشنۍ له زیاتې غږېدا سره تو کوشني ژبه ژر زدکوي، ځکه راتلونکې ته (مورکېږي)!

هسې خو له لویه سره پلرونه او د کورنۍ نور  نارینه غړي له کوشنیانو سره دومره نه غږېږي، او دا میندې  او نورې ښځینه غړې دي چې له ټولو هغو سره ډېرې غږېږي او په ژبزدکړه کې ورسره مرسته کوي.زموږه په روسته پاتې نرواکي ټولنه کې چې ډېرې کليوالې او ښارمېښتې  ښځمنې د کور څلوردېوالۍ دننه تېروي، د ډېرې خبرلوڅۍ له لامله نږه- زړه او کمپېښې پانګه او پښوييز (ګرامري) رغښتونه ښه ترا کاروي او خوندي یې ساتي، په داسې ترڅ کې چې پر وړاندې یې  نارینه ترکور بهر د پردیو ژبو تر اغېز لا ندې،ناسوچه پانګه او پښوييزې ښويېدنې ځایناستې کوي.

ما  سوچه پانګه اوپښویه له مور او مشرې خور ځنې زده کړې، په تېره له هغې راهېسې چې  له ځانګړې او بیاد (افغانستان ژبپوهنې اطلس پروژې) په رسمي چوکاټ کې) له ګړدود څېړنې سره بوختیا پیدا کړې، ډېره ارکاییکه او کمپېښې ګړدودي پانګه مې  له سپینسرو  ښځو څخه، سیده، او بیا  ناسیده، د پوښتنغاړي (انفارمېنټ) په وسیله ترلاسه کړې ده؛  او لا چې کله به پوښتنغاړی د یوې پوښتنې په ځواب کې  پاتې راغی، کورته به یې منډه کړه او له مور یا مېرمنې به يې وپوښتل.

د ۱۳۴۲ په پسرلي ول کې  چې د نیمژواندې دردي تیرو یا تیرایي ژبې د پاتشونو په لټه کې کوټ درې ته ولاړم،لومړی مې د ډواڼو دلوی کلي په یوه ګډه لویه اوجره کې له سپینږیروڅخه د شپې تر ناوخته یو شمېر وییونه، ځاینومونه، ټوکې ټکالې او متلونه یادښت کړل. پر سبا او بل سبا مې په میتراڼو کې د یو مخور په مټ له  داسې  دوو خو بوډیو  خویندو سره مخ کړم چې  مورنۍ تېرو یې لا پر یاد پاتې وه، څه له پاسه ګړۍ دوې مې ترې یو لړ وییونه فونیمیکي ولیکل او بیا مو راوهڅولې چې په خپلو منځو کې سره  په تیرو وغږېږي اوماهم غږنیونی (ټایپرېکاډر) ور ته چالان کړ. په دې ډول مې ترې یو څو سوه وییونه او نور ژبني توکي تر لاسه کړل. ماچې ترې دا لامل وپوښت چې په ټوله سیمه کې څنګه  یوازې دوی دواړو خویندو د پښتو تر څنګ مورنۍ ژبه لا نه ده هېره کړې، را غبرګه یې کړه: د (اودرامان) باچاهۍ کې موږ دواړې له کوره بهر له پښتنو یا پښتانه شو یو ماشومانو سره تر لوبو  راستنې شوې او په خبرو کې به مو یو نیم پښتو ټکی وکاراوه، مور و پلار به وګواښلو. له دې سره مو تر وسې وسې له خپلو تیرو ژبیو سره لوبې کولې او که به پر پښتنو ماشومانو واوښتو،  له پښتو ټکو په مو ډډه کوله، نو ځکه مو  د پښتو تر څنګ خپله  تیرو هم تراوسه ژوندۍ ساتلې ده!

له دې ټولو غریزی(رواني، عاطفي، لوښیزو) ځانګړتیاوو او بیا  د راخپل کړو کورنيو او ټولنیزو لارو چارو او سرښندنو سره سره د نارینه وو او په ځانګړې توګه د مېړونو لپاره د مېرمنو خبرلوڅي کله ناکله نازغموړه پرېوځي،  او  تر تاوتریخوالي او  ان خورا سختو پایلو ته یې رسوي!

هرګوره،  دابه د مېړونو ستره مېړانه وي چې له ټولو غریزي او کسبي ښېګڼو او کارندوییو په پار د خپلو مېرمنو ډېرې خبرې وزغملای شي او خپل ګډ ژوند او بیا د بچیانو ژوند ژواک او راتلونکې له کړکېچ سره مخامخ نه کړي. هرګوره، پر وړاندې یې مېرمنې هم پرخپل وار تر وس وسې د نرمښت او سازښت لاره راخپله کاندې!

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%9a%da%81%d9%85%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%84%d9%88%da%85%db%8d-%d8%a8%d9%86%d8%b3%d9%bc%db%8c%d8%b2-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8e%d9%84-%d9%85%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%84%d9%8a/feed/ 0
د خوشحاله ژوند مهم ټکي http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%b4%d8%ad%d8%a7%d9%84%d9%87-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%85%d9%87%d9%85-%d9%bc%da%a9%d9%8a/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%b4%d8%ad%d8%a7%d9%84%d9%87-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%85%d9%87%d9%85-%d9%bc%da%a9%d9%8a/#respond Sun, 08 Dec 2019 03:07:28 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=113328   که چېرې غواړئ په خپل ژوند کې تل خوشحاله و اوسیږئ، نو لاندې «۱۰» مهمو ټکو ته جدي پام وکړئ او پر ځان یې عملي کړئ. له نورو خلکو سره په اړیکه کې اوسیږئ!25 په خوشحاله ژوند کې له نورو سره دوستانه اړیکې پالل مهم رول لري. هغه کسان چې پراخې او بېلابېلې ټولنیزې […]]]>

  که چېرې غواړئ په خپل ژوند کې تل خوشحاله و اوسیږئ، نو لاندې «۱۰» مهمو ټکو ته جدي پام وکړئ او پر ځان یې عملي کړئ.

له نورو خلکو سره په اړیکه کې اوسیږئ!25

په خوشحاله ژوند کې له نورو سره دوستانه اړیکې پالل مهم رول لري. هغه کسان چې پراخې او بېلابېلې ټولنیزې اړیکې لري، تر نورو ډېر خوشحاله دي او اوږد ژوند کوي. له ملګرو او کورنۍ سره نیږدې اړیکې په ژوند کې د مینې لامل کېږي او همداراز د ملاتړ احساس او پر ځان اعتماد زیاتوي. خپلې اړیکې غښتلې کړئ او نوې اړیکې جوړې کړئ. دا په ژوند کې د خوشحالۍ لپاره ډېره اړینه او مهمه ده.

له خلک سره مرسته وکړئ!

له نورو سره مرسته کول او د هغوی لاسنیوی زموږ په خوشحالۍ کې اساسي ونډه لري. نورو سره مرسته د دې لامل کېږي څو موږ هم خوشحاله او تندرسته و اوسیږو. د نورو خلکو پر وړاندې سخاوتمندي اړیکې پیاوړې کوي او د یوې خوشحاله ټولنې جوړولو کې هم مرسته کوي. دلته یواځې پیسې مطرح نه دي، موږ کولای شو خپل وخت او انرژي خلکو ته ورکړو. نو په دې اساس، که چېرې غواړو په ژوند کې ښه احساس ولرو، باید ښه کارونه ترسره کړ.

د خپل بدن د سلامتیا په فکر کې و اوسیږئ!

جسم او روان دواړه سره په اړیکه کې دي. د جسم او روان فعاله اوسیدل د خوشحالۍ لامل کېږي او زموږ د جسمي سلامتیا لپاره هم ګټه رسوي. که چېرې موږ خپل خوی او عادات ښه کړو، ان موږ کولای شي له رواني ناروغیو هم ځان وژغورو. ډېر ساده مسایل شته چې موږ کولای شو هغه هره ورځ ترسره کړو. د بېلګې په ډول: له پخوا ډېر د باندې ولاړ شئ او ځان ډاډه کړئ چې په کافي اندازه خوب کوئ.

په ژوند کې ځانته اهداف وټاکئ!

د راتلونکې لپاره مثبت فکر کول زموږ د خوشحالۍ لپاره خورا مهمه خبره ده. موږ هغو موخو ته اړتیا لرو چې موږ ته انګیزه راکړي، اما دا اهداف باید ترلاسه کېدونکي وي نه خیالي. که چېرې ځان لپاره نا ممکنه اهداف وټاکو، نو په ناحقه پر ځان فشار راوړو او په پایله کې روحي او رواني ناروغیو سره مخامخ کېږو. لوړ اهداف زموږ ژوند ته لوری ورکوي او کله چې موږ هغه ته لاس رسی پیدا کوو، له ځان څخه د رضایت احساس کوو.

د خپل ژوند چاپیریال ته پام وکړئ!

ایا تر اوسه پورې مو دا احساس کړئ چې ژوند باید ډېر نور شیان وړاندې کړي؟ ښه خبر: ډېر نور شیانه شته. موږ باید یواځې د خپل ژوند چاپیریال ته پام وکړو او له هغه سره په ښه ډول چلند وکړو. ښه پاملرنه په ژوند کې د رفاه د زیاتېدو لامل ګرځي. هر هغه څوګ چې له خپل ماحول سره ښه سلوک او چلند کوي هغه په خپل ژوند کې تر ټولو خوشحاله کس دی.

مثبت فکر وکړئ!

مثبت احساسات لکه: خوشحالي، قدر داني او رضایت، نه یواځې د لنډ مهال لپاره ښه ده، بلکه څېړونو ثابته کړې که چېرې دا موارد د اوږدې مودې لپاره بیا بیا تکرار شي، زمو ژوند به مثبت لوري ته سوق شي. که څه هم موږ به په ژوند کې ډېرې لوړې او ژورې تجربه کړي وي خو دا له موږ سره مرسته کوي چې د پيښو په اړه مثبت قضاوت وکړو.

زدکړو ته مو دوام ورکړئ!

زدکړې زموږ پر سلامتیا مثبت اغیز لري. زدکړې کول موږ ته دا وړتیا را کوي چې په ژوند کې خلاقه او د یو څېړونکي په څېر تل د یو نوي شي په لټه کې و اوسو. زدکړې زموږ د څېړنې حس پیاوړی کوي او پرځان زموږ باور زیاتوي. د نویو شیانو د ترلاسه لپاره ډېرې لارې چارې شته. لکه: یو نوی مهارت، ژبه، د سندرو ویل، یو نوی ورزش او داسې ډېر نور شیان.

له سختیو او ستونزو وروسته، بېرته عادي ژوند ته را ګرځېدل!

هر څوګ په ژوند کې له سختیو سره مخامخ کېږي. موږ ټول په خپل ژوند کې ځانته نیږدې خلک له لاسه ورکوو یا په ژوند کې مو داسې پيښې رامنځته کېږي چې موږ په رواني ناروغیو اخته کوي. خو دا چې موږ له دې سختیو او ستونزو سره څه ډول چلند کوو، زموږ د بدن پر سلامتیا او روغتیا ډېر اغیز لري. پيښې زموږ په اختیار او واک کې نه دي او په همدې دلیل موږ نشو کولای له هغه مخنیوی وکړو، خو موږ کولای شو د پيښو په مقابل کې خپل رفتار کنټرول او اداره کړو.

له ځانه راضي اوسیږئ!

هېڅ څوګ تکمیل نه دی، خو ډېری وخت موږ ځانه پرتله کوو. که چېرې زموږ فکر داسې وي چې د خپلو شته شیانو پر ځای د نشتو شیانو په اړه فکر وکړو، دا ډېره سخته ده چې موږ به خپله خوشالي بیا ترلاسه کړو. که چېرې موږ دا زده کړو چې له خپلو شته شیانو خوښ، له ځانه راضي او له ځان سره دوستانه چلند کوو، ان که چېرې کومه منفي پيښه هم رامنځته کېږي نو دا په خپله د خشوحالۍ د زیاتېدو لامل کېږي. دا له موږ سره مرسته کوي چې نور خلک هم لکه څنګه چې دي قبول کړو.

خپل ژوند ته معنی ورکړئ!

هغه کسان چې ژوند د معنی ډک بولي، ډېر خوشحاله دي. هغوی همداراز تر نورو کم فشار او افسردګي تجربه کوي. ډېر داسې مسایل شته چې زموږ ژوند ته معنی وربښي، لکه: دیني عقاید، مور او پلار، د دندې درلودل او …….چې ژوند ته معنی وربښي، ممکن زموږ هر یو لپاره متفاوته وي.

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%b4%d8%ad%d8%a7%d9%84%d9%87-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%85%d9%87%d9%85-%d9%bc%da%a9%d9%8a/feed/ 0
ساديزم http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%b3%d8%a7%d8%af%d9%8a%d8%b2%d9%85/ http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%b3%d8%a7%d8%af%d9%8a%d8%b2%d9%85/#respond Fri, 29 Nov 2019 01:01:24 +0000 http://www.dawatmedia24.com/?p=113471 په خپل ورځني ژوند کې به مو د ساديزم کلمه اورېدلی وي، ياهم د داسې يو شخص سره مخ شوي ياست چې په خپلو خبرو کې يې دا کلمه کارولې وي، په هر صورت د ساديزم کلمه د ټولنې عام وګړو ته تقريبآ نوې  کلمه ده او د ټولنې ډېر شمېر وګړي ورسره اشنا نه […]]]>

په خپل ورځني ژوند کې به مو د ساديزم کلمه اورېدلی وي، ياهم د داسې يو شخص سره مخ شوي ياست چې په خپلو خبرو کې يې دا کلمه کارولې وي، په هر صورت د ساديزم کلمه د ټولنې عام وګړو ته تقريبآ نوې  کلمه ده او د ټولنې ډېر شمېر وګړي ورسره اشنا نه دي، خو بياهم د دې پديدې په اړه بحث او د خلکو خبراوی ځکه مهم دی چې له دې پدیدې سره په ورځني ژوند کې مخامخېدای شو ځکه چې د ټولنې وګړي يې په عملي ډول کاروي، پرته له دې چې د دې کلمې په ارزښت وپوهېږي، او ياهم دا پديده د يو ناوړه پديدې او رواني ناروغی په توګه ومني، په ټولنه کې شته شخصيت وژنې، فزيکې، پرته له کومې موخې، فزيکي، وژنې، او جنسي تېري د دې پديدې ښکاره بېلګې دي، د ساديزم کلمه  انګليسي ژبې sadism)) څخه مشتق ده چې په درى کې ورته ديګرازارى وايي او نور ځورولو په مانا دى، يا هم سادېزم، په رواني، جسمي او جنسي ډول د نورو ځورولو يا د نورو د ځورولو لېوالتيا ته وايي، چې ځوروونکی ترې د ضرر رسولو په حالت کې خوند اخلي، د ساديزم کلمې ته ځکه ساديزم وايي چې په ۱۸ پېړی کې د مارکي دوسا په نوم عالم غوښتل د دې ډول

افرادو شخصيي ځانګړنې بيان کړي، د ساديزم کلمه د (دوسا) څخه مشتق دی چې دوسا د همدې فرانسوي ليکوال تخلص وو، دوسا د دې افرادو د شخصيتي ځانګړنو په اړه وايي: دا افراد د نورو د تمسخر، تحقير او يا هم جنسي او جسمي ازار او اذيت څخه خوند اخلي او په ځينو مواردو کې تاوتريخجن او تېری کوونکي رفتارونه له ځانه څرګندوي، دا ناروغي د رواني ناروغيو تشخيصي او اماري کتاب DSM-3 کې چې د څو کاله وړاندې چاپ شوی وو، يوه ګډوډي ګڼل کېده مګر د همدې کتاب په بل چاي ( DSM-4) کې د شخصيتي ګډوډي په توګه وپېژندل شو، سره له دې چې دا ناروغي د نورو رواني ناروغيو په پرتله عام نه دی، مګر بياهم له بده مرغه د دې ناروغی نښه تر ډېره د ناروغانو سربېره په عام وګړو کې هم ليدل کېږي.

د دې پديدې عام او ورځني بېلګې:

الف:  د ملګرو ترمنځ:

 ډېری وخت ډېر خواږه ملګري په شکل د اشکالو هڅه کوي چې خپل مقابل لوری د ځان په وړاندې کم راولي، او په دې ډول د هغې تېروتنه ور په  ګوته کوي، د بېلګې په توګه ته په ښوونځي کې ناکام شوی يې، يا داچې تا له فلاني سره اړيکې لرلی، ياهم په کوچنيوالي کې دې داسې کوم کار کړی وو، دلته د فاعل موخه داوي چې مقابل لوری ځانته کم راولي او په دې ډول ځان د هغه په وړاندې ځواکمن او قوي ښکاره کړي، اوسمهال داپديده د نارينه په پرتله په ښځو کې ډېر ليدل کېږي، نجونې يو د بل په وړاندې د ځان غوره ګڼلو لپاره د مقابل لوري د سپکولو هڅه کوي، لکه د هغه يو ظاهري عيب د دې لپاره ورپه ګوته کوي چې دا ترې خوند واخلي.

ب: په کورنۍ کې:

تاسې به د داسې حالتونو سره مخ شوي ياست چې ډېری ميندې يا پلرونه د نورو په وړاندې خپل اولادونه سپکوي او په دې ډول دوي ورپورې خاندي، په همدې ډول د ميلمنو په وړاندې د ښځې لخوا د خاوند او يا د خاوند لخوا د ښځې د کم راوستلو هڅه او د دې حالت څخه رواني خوند اخيستل د ساديزم ښکاره بېلګې  دي، په همدې ډول په يو شمېر کورنيو کې بيا دود داسې وي چې ټوله کورنۍ يو د بل په ملاتړ دا پديده د نورو په وړاندې څرګندوي پرته له دې چې پوه شي چې دا د ناروغی نښه ده، د بېلګې په توګه: د خپل کاکا ځامنو په يادولو سره د کورنۍ هر غړی د هغوی په وړاندې د هغوی يوه نيمګړتيا د هر چا لخوا بيانول، او دې ته خندل، يا هم سپک کتل او له دې څخه خوند اخيستل، چې دا په ټولنيز ډول د نورو ازارول دي چې ساديزم ګڼل کېږي.

ج: په اداره کې:

ډېری اداري کارکوونکي خپل اداري مقام ځانته امتياز ګني او د همدې په ګټنې سره نور خلک د مختلفو اړخونو څخه سپکوي، د بېلګې په ډول ترې  د تمثيل غوښتنه کوي او د خپل مقام له مخې فشار پرې اچوي، او ياهم اداري کارکوونکي په خپلو کې د يو نيمګړتياوې بيانوي او په ترتيب سره د هغه نيمګړتيا په بيانولو سره خوند  اخلي، په ټولنيزه اصطلاح کې دې ته ګپ لګول او ياهم د نورو پازابول بلل کېږي.

د: په ټولنه کې:

د خلکو د ټولنيز موقف سپکول او ياهم د يو چا د نه زغملو په بدل کې د هغه سپکاوي کوي که هغه په هر ډول وي خو د خپل اړتيا تر پوره کېدو پورې مقابل لوري په هر نوم سپکوي، د بېلګې په توګه: په تېرو ټاکنو کې د يو شمير کمپايني ډول کارکوونکو پورې د همجنسپالنې او ياهم د جنسي فقيرانو خطاب او دې کلمې ته لمن وهل يې ښه بېلګه ده.

د ساديزم کلمه يواځې دا نه ده چې شخص نور وځوروي په هر ډول چې وي د نورو په وړانډې د ترسره شويو  کړنو څخه ناروغ (فاعل) د رواني اړخه مشبوع کېدل ساديزم دي، د ساديزم مشخص لاملونه تراوسه په دقيق ډول مالوم نه دي، مګر بياهم څرګند لاملونه يې کورني او جنیټیکي لاملونه ګڼل شوي دي، دا ناروغي د ماشومتوب دورې د تېرېدو وروسته د نوی ځوانی پرمهال څرګندېږي او د جسمي ناروغيو اواعتياد سره هېح ډول اړيکه نه لري، د ساديزم ناروغي د ټولنيز ضد شخصيت  سره توپير لري او توپير يې په دې کې دی چې ټولنيز ضد شخصيت لرونکي افراد د نورو د ځورولو څخه خوند نه اخلي، مګر په ساديزم اخته کس په ټولنه کې د نورو د ځورولو څخه خوند اخلي.

د دې ناروغي د درملنې او مخنيوي په برخه کې رواني تحليلي، رفتاري او کورنۍ  درملنه تر نورو ډېره کارنده او اغېزمنې لارې دي، ياده دې وي چې د دې ناروغی درملنه د افردو د ځانګړنو په اساس هم کېږي، دا ځکه چې په دې ناروغی ټول اخته ناروغان د يو شان ځانګړنو لرونکي نه وي، په دې ډول ناروغانو کې تر ډېره ګډې ستونزې، ګوښه ګيري، پرځان د باور نشتون، او نه پاملرنه د عمده و ګډو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي، په دې ډول ناروغانو کې د ټولنيز استرس کمښت د عام د سترس او خپګان کمښت سبب کېږي، دا راز ځينې وخت د دې ناورغی په درملنه کې د درمل څخه هم ګټه اخيستل کېږي، خو د درملو نا انډوله کارونه د ځان وژنې او يا هم د استرس د ډېر والي لامل کېږي، د دې ناروغی په پايله کې اخته کس د خپل کار او دندې په وړاندې د نه لېوالتیا او ياهم د فعاليت د کمېدو سبب کېږي، دا راز د وخت په تېرېدو سره د خپلو همنوعانو څخه لېريوالی اختياروي، چې د جنسي او جسمي اړخ په لرلو سره اخته کس د قانون سره هم مخ کولی شي.

]]>
http://www.dawatmedia24.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%b3%d8%a7%d8%af%d9%8a%d8%b2%d9%85/feed/ 0