Daily Archives

April 7, 2020

په هرات کې د کرونا ویروس تستونه درېدلې دي

په هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص په لابراتوار کې د یوې وسیلې( پلاستیکي تیوب) د نشتوالي له امله له یوې نیمې ورځې را په دیخوا د کرونا ویروس هیڅ تست نه دی شوی. د هرات د عامې روغتیا ریاست یو لوړ پوړی مسول وایي لسګونه شکمن ناروغان د معاینې…

ټرمپ غوسه دی چې ولې یې د افغانستان د جګړې د حل نمایش ناکام شو

نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډولډ ټرمپ غوښتل چې د نوبل جایزه واخلي او هغه ژمنې یو ډول عملي شوې وښیي چې د ټاکنو پروخت کې کړې وې. ان بي سي شبکې د امریکایی چارواکو له قوله ویلي چې ټرمپ په خپلو همکارانو فشار راوړی و چې د…

امريکا: نړيوال نور … له سياسي ناندريو ستړي شوي دي

امريکا: نړيوال نور ... له سياسي ناندريو ستړي شوي دي : امريکا اوس خپلې ملي ګټې د رياست، طالب و عبدالله په خوشالولو، او د افغانستان په وېشنه کې ويني د طالب وعبدالله + رياست موخه د شته نظام ړنګونه او وېشنه ده. له مرستو يې مننه، خو دا مرستې…

د کرونا ویروس په اړه د دولت د عامه پوهاوي کمېټې د خپلو دوه اونیو د لګښتونو په راپور

د کرونا ویروس په اړه د دولت د عامه پوهاوي کمېټې د خپلو دوه اونیو د لګښتونو په راپور کې ویلي چې نژدې ۲۸ میلیونه افغانۍ یې مصرف کړي دي، په دې رقم کې یوازې څه کم ۱۳میلیونه افغانۍ لسو تلویزیونونو ته ورکړل شوي دي. په راپور کې راغلي چې هر…

د یوه هیواد پال افغان لخوا د پاکستان لومړۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛

د یوه هیواد پال افغان لخوا د پاکستان لومړۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛ دریمه برخه شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ د افغانستان د ملي خپلواکۍ نومیالی غازي شهید ببرک خان ځدراڼ کشر زوی، د مرزک خان ځدراڼ لمسۍ او د سردارفتح خان ځدراڼ…

د غازیانو او اتلانو یاد کتاب چاپ شو

افغانستان د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو د سلم تلین په ویاړ د غازیانو او اتلانو یاد کتاب چاپ شو د کتاب پېژندنه : د کتاب نوم : د غازیانو او اتلانو یاد لیکوال : څېړنپوه محمد عارف غروال د اسنادو مدارکو عمده تهیه کوونکی قضاوتپوه قاضي…

آیا د کرونا ویروس درمل مخکي لا موجود ول؟

د واکسین د جوړولو تر څنګ په ټوله نړۍ کي څيړونکي دا څیړنه هم کوي چی آیا د سارس کووید ۲ پرضد موجود درمل به د کرونا د نوي ویروس په وړاندي هم مرسته وکړي او که څنګه؟ دا به د یوې خوا وخت وسپموي او له بلي خوا به ژوند وژغوري.  ښایی د کووید ۱۹ د…

په تورخم زرګونه کسان له پلټنې او پېژندنې پرته راواوښتل

په تورخم زرګونه کسان له معاینې پرته په خپل سره هیواد ته راستانه شول. دغو زرګونو مسافرو نه پاسپورت کتل شوی او نه یې هم د کرونا د نښو په اړه روغتیایی کتنه شوې ده. د تورخم ښاروال  زیارمل افغان هم وایي چې نن پاکستان زرګونه مسافر په یوه وار را…

!عبدالله بیا «دوه سری »حکومت غواړي

ما لږ مهال مخکې د «ګډ حکومت» تر سرلیک لاندې، یوه لیکنه په رسنیو کې خپره کړې وه. هلته مې د عبدالله د ناحقه لوړې غونډه کې د نوموړي د موازي حکومت په اړه چې عبدالله ورته د «ټولشموله حکومت» نوم ورکوي، لیکلي ول چې داسې موازي حکومت افغانانو او…

ولې اسمانڅکالی د کورونا او نورو وژونکو ناروغیو لامل دی؟

کله چې موږ ماشومان وو، مشرانو به ویل: له اسمانڅکالي څخه ځان ساتئ، ورته مه نږدې کیږئ ځکه د ډیرو ناروغیو د انتقال سبب کېږي، زموږ په ټولنه کې له نیکه مرغه ډیری خلک له اسمانڅکالي څخه ځان ساتي، له بلې خوا اوسنی پرمختللې ساینس ثابتوي چې له دې ژوي…