د افغان سولې په اړه یو نظر

هلمند پردېس

0

هسې يو نظر ليکم، خو د کلي شړل به په کې نه وي:
په 2001 کې چې کله د سپتامبر 11 مه پېښه رامنځ ته شوه،تر ټول ستر او اول خطر پاکستان ته(چې د القاعده ځاله) متوجې و،دووهم خطر د القاعده له وجې افغانستان ته پېښ و.
مګر پاکستان چې يو اتومي قوت،هوايي ځواک، پريمانه پوځ، اقتصادي پرمختګ او سياسي برلاسي لرله د امريکا سره د خپلو ملي ګټو په خاطر ښکر په ښکر نه شوه،او برعکس يې لاس ورسره يو کړ،او افغانستان يې د بلا خوله کې ورکړو.
مګر هغه وخت افغانستان چې د امارت اسلامي په نوم دولت لرلو خو؛نه يې هوايي ځواک و،اتوم خو افسانه ده،اقتصاد صفر و،د پرمختګ هېڅ څرک نه ښکاريده،ملي اوردو هم نه وه،بس د امارات اسلامي مسؤلينو د څو ورځو مشورو او فيصلو وروسته دغې خونړۍ بلا (امريکا) ته غيږ ورکړه.
چې نتيجه کې يې امريکا؛ افغانستان د پاکستان په ګټه نولس کاله له ځمکې،ځمکې راوويشته او افغان وژنې او ورور وژنې سلسله لا هم روانه ده،مګر اوس يو زرين فرصت (د افغانانو تر منځ د سولې خبرې) لاس ته راغلى دى،افغانان باید نوره دا دې لسيزو،لسيزو غلطۍ او اشتباهات تکرار نه کړي.
اوس لاندې ليکنه د پاکستان په اړه؛ چې څنګه پرويز مشرف د بلا له خولې ژغورلى دى،د ده د کتاب (د اور پرکرښه) له غورچاڼ سره ولولئ او که مو زړه و،له نورو ملګرو سره يې هم شريک کړئ.
*********************************************
هغه يوه ورځ چې نړۍ ورسره بدله شوه.
د 2001 کال د سپتمبر 11مه چې لږ تر لږه په پاکستان کې د تر ماسپښين مخکې يوه عادي ورځ وه، خو زه څه خبر وم چې د نړۍ بل لوري ته يوه بله پېښه چې په هغوى کې هم الوتکو رول درلود زما او د پاکستان تقدير بدلوي.
زما ياور راغلو په غوږ کې يې راته وويل:
چې يوه الوتکه د نړيوال سوداګري مرکز له يوه برج سره ټکر شوى ده.
په 1993 کال کې چې ځينو ترهګرو د دې ودانۍ د الوزولو هڅه کړى وه، له هغه وخته زه پر دې خبر وم،هغوى ودانۍ ته ډېر زيانونه واړول او ډېر کسان يې بې ګناه ووژل،د هغه بريد يو ساتونکى رمزي يوسف پاکستان ته را تښتيدلى و.
چې کور ته راغلم سمدستي مې د کراچۍ د قول اوردو له قومندان سره مټينګ جوړ کړو.
زه د سي ان ان پر تلویزیون د يرغمل شوي الوتکې د غبرګو برجونو سره د ټکر او د وګډو حالاتو ليدلو څخه وروسته پوه شوم چې دا کومه تصادفي پېښه نه وه،بلکې د برالا ترهګرۍ يو سنجول شوى پلان و،دا د جګړې پيل و.
دا يوه ستره غميزه وه او د يوه ستر ځواک پر غرور ګوزار و.
امريکا به خامخا د يوې ټپي يږې په څېر ډېر دردونکى ځواب ورکاوو، که د دې پېښې مرکزي کرکټرونه القاعده وي،نو ټپي يږه به سيده زموږ په لور راځي.
زه د ولايت دفتر ته لاړم،زموږ د بهرنیو چارو وزارت مشوره راکړه چې يوه وينا خپره کړم،په بيړه مې وينا وليکله او پر ملي تلویزیون مې وينا وکړه ومې ويل:
موږ د دغه ډېر غير انساني حرکت غندنه کوو،موږ د هر ډول ترهګرۍ په خلاف يو او هر ډول مرستې ته چمتو يوو.
سبا ته مې د والي په ماڼۍ کې د يوه مهم مجلس مشري کوله،نو سکرتر مې راته وويل،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول د تېلفون پر کرښه دى،ما ځواب ورکړ چې وروسته به هغه ته تېلفون وکړم،خو ياور مې راته په ټينګار وویل چې يو ځل مجلس پريږده او د باندې راووزه او په تېلفون خبرې وکړه،کولن پاول صفا صفا راته وويل:
يا به تاسو زموږ سره ياست او يا به زموږ پر خلاف!
ما کولن پاول ته وویل :
موږ له امريکا سره ملګري يو او ستاسو له هېواد سره په ګډه د ترهګرۍ پر خلاف جګړه وکړو.
موږ هېڅ شرط کينښود، ما پر دې د فکر کولو لپاره وخت درلود چې ورورسته به څه کوو.
سبا ته په اسلام اباد کې وم،زموږ د استخباراتو د (اى اېس اى) د ادارې مشر چې هغه مهال په واشنګټن کې و د تېلفون زنګ وواهه،هغه ما ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستيال ريجرد ارميتاج سره د خپل ملاقات خبره وکړه.
ارميتاج زموږ د اى اېس اى ادارې مشر ته په ډېره غير دېپلوماتيکه لهجه د کولن پاول الفاظ تکرار کړى وو،چې ما پخوا داسې الفاظ له هغه څخه هېڅ نه وو اوريدلي،د اى اېس اى مشر راته وويل :
نه يوازې دا چې موږ باید دا پرېکړه وکړو چې له امریکا سره ملګري يو که له ترهګرو سره،بلکې که موږ پريکړه وکړو چې له ترهګرو سره ملګرتیا کوو نو؛ موږ به د ډبرو زمانې ژوند ته ورګرځوي.
ما له احساساتو پرته په پوځي روحیه د خپلې ښې او بدې په باب فکر وکړ.
هر مشر او لا ارښود په خپلو څېړنو کې دې ټکي ته ډېر پام کوي چې له دې پرېکړې سره د لکونو او ميليونونو انسانانو برخليک تړلى دى،په دغسې وختونو کې مشران ډېر يوازې وي،پر بې شمېره نصيحتونو،رايو، او مشورو سربېره به وروستۍ پرېکړه پخپله کوي،هغوى پر دې هم خبر وي چې وروستۍ پړه د ده پر غاړه ده او دا هسې بې ځايه خيالونه نه دي.
زما پرېکړه د خپل ولس د خوشالۍ او سوکالۍ او د خپل وطن د غوره ګټو لپاره وه،تر هر څه ړومبۍ پاکستان!
موږ له امریکا سره د يوه سيال په څېر لوبه کړى ده،که مو اوس ملګرتيا ورسره و نه کړه نو غبرګون به يې له غوسې او غضبه ډک وي،ايا موږ د هغوى د بريد مقابله کولى شو؟
د دې پوښتنې ځواب منفي او د هغې څو سببونه وو.
لومړي :موږ د امریکا په وړاندې په پوځي لحاظ کمزوري وو، زموږ پوځونه تباه کيدل.
دوهم:زموږ اقتصادي وضعیت کمزورى و،نه مو تېل درلودل او نه د امریکا د بريد په صورت کې زموږ اقتصاد ژوندى پاتې کيداى شو.
دريم :تر ټولو بده زموږ ټولنيزه کمزوري وه،موږ هغه يووالي نه لرو چې ټول قوم په شور او زور د دوښمن مخې ته خپل ټټر سپر کړي،موږ په هېڅ ډول هم د امرېکا مقابله نشواى کولى.
څلورم:طالبان د دې وړ نه وو،چې موږ د دوى سره مرسته کړى واى ځان او قام مو ورباندې برباد کړى واى او نه طالبان په دې ارزيدل چې موږ ورته ځان وژنه کړى واى.
نو زه چې پر دې پوهيدلى وم،چې د طالبانو له منځه تلل حتمي دي،نو موږ ولې پر خپلو ملي ګټو قمار ووهلى واى؟

(کتاب:د اور پر کرښه – لکيوال :پرويز مشرف – ژباړن :محمد زبير شفيقي -مخ 288-289-290-291-292-293-294–295)

Leave A Reply

Your email address will not be published.