ملا بهرام پاکستان ته خطاب کې: له دې وروسته د مرګ ځواب په مرګ درکوو

0 97

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی ملا بهرام وايي، ۷۰ کال کېږي چې پاکستان د پښتون وجود غوښې شکوي؛ خو دا ځل به یې د مرګ ځواب په مرګ او د سوک په سوک ورکوو.

هغه د عارف وزیر د وژلو غبرګون کې چمن کې د جوړ شوي لاریون پر مهال خلکو ته وینا کې ویلي، پاکستان پر پښتنو ظلم روان کړی دی او باید خپله ظلم او زور زیاتی ودروي.

د هغه په وینا، که یې زمونږ حوصله وروستۍ کړه، د پاکستان لپاره به بدې پایلې ولري.

هغه ویلي، د پاکستان د ظلمونو مقابل کې یووالي ته ضرورت دی او پي ټي ام ښه فرصت دی چې د ظلمونو مخنیوی پرې وکړو.

Comments
Loading...