ستونزه د نظام نه ده

سپين روان نورزی

0 130

نړۍ د سياسي نظامونو يوه اوږده مخينه لري، او هر نظام د يو لړ اصولو او قواعدو په چوکاټ کې سياستوالو ته موقع په لاس ورکوي چې په خلکو حاکميت وکړي. د حاکميت ساتلو لپاره هر وخت حاکم سياستوال د هغه نظام ښېګڼې بيانوي او ستاينه يې کوي، ترڅو موجوده حالت بدلون ونه کړي، چې دغه کړنې ته اډيالوژي ويل کېږي.

د نړۍ په هر هېواد کې چې کوم نظام حاکم وي، د حاکمانو له خوا د خلکو لپاره دومره ستايل کېږي چې خلک داسې فکر کوي چې که چېرې دا نظام مو له لاسه لاړ شي ښايي زموږ د هېواد ټولې هستۍ ور سره نيستې او نبودې شي، خو اصلي خبره داسې نه ده لکه څه ډول چې خلک فکر کوي. مخکې يادونه وشوه چې نظام د يو لړ اصولو او قواعدو مجموعه ده چې د سياسي حاکميت ليدلوری او تګلاره تشريح کوي ترڅو حاکمان له دې لارې له خلکو مشروعيت واخلي او د وينا پر مهال له ګمراهۍ وژغورل شي، خو نظامونه نه شي کولی چې ولسونو ته نيکمرغۍ او سوکالۍ راوړي، ځکه نظامونه بې روحه دي او اړتيا ده چې يو څوک هغه په حرکت راولي او ويې چلوي، په دې ځای کې ده چې د نظام څخه د ښېګڼې او بدګڼې صفت ساقط کېږي او مسؤليت يې چلونکي ته راجع کېږي.

د يونان لرغونی فيلسوف ارستو په دې اړه يو ډېر په زړه پورې بحث د ( سياست) په نوم کتاب کې کړی، او وايي چې درې ډلې خلک د حکومت کولو لپاره مناسب نه دي، ځکه د دوی حکومتونه مفسديږي او ټولنه په درد اخته کوي.

لومړۍ ډله بډايان او شتمن دي، ځکه دوی نه شي کولی چې د غريبانو او نيستمنو ستونزې درک کړي، تل په دې فکر کوي چې د خپل حکومت پر مهال خپله شتمني لا ډېره کړي او لا ځان خوشاله وساتي، په همدې وجه په ټولنه کې ستونزې ډېرېږي او ټولنه فساد ته مخه کوي.

دويمه ډله غريبان او بې شتمنۍ خلک دي، ځکه دوی د ژوند په هر ډګر کې ډېرې نيمګړتياوې او ستونزې ليدلي او لا يې هم لري، کله چې حکومت په لاس ورشي نو په دې فکر کوي چې څه ډول ځان له نيستۍ خلاص کړي، په همدې وجه د خپل ځان او صلاحيت ساتلو لپاره په دکتاتورۍ لاس پورې کوي، په دې حالت کې د هرې ورځې په تيرېدو د ټولنې ستونزې ډېرېږي او فساد ته زمينه برابريږي چې ښه رشد وکړي.

دريمه ډله عالمان او عارفان دي، ځکه دوی تل ځانونه له عامو خلکو لوړ او پوه ګڼي او نه شي کولی چې د انتقاد په مقابل کې حوصله ولري او ستونزې د عام ولس له عينکو وګوري، په همدې وجه د خلکو له مشورو او انتقادونو سره مخالفت کوي، په داسې حال کې چې په ټولنه کې ستونزې ورځ په ورځ په ډېرېدو وي او د فساد لپاره ټولنه په خپل لاس بستر برابروي. د ټولنيز فساد لپاره هلته ښه موقع مساعده کېږي چې همدا دريمه ډله خلک له غريبې طبقې وي، ځکه دوی له يوې خوا مشورې نه مني له بلې خوا کوښښ کوي چې خپله نيستي جبران کړي.

دی د حکومت کولو لپاره د ټولنې د منځنۍ طبقې خلک مناسب بولي.

که څه هم له دې وړاندې اپلاتون په خپلو بحثونو کې په نظامونو تاکيد کوي او د ټولنې نيکمرغي او بدمرغي د نظام محصول بولي، ولې هلته هم که لږ دقت وشي نو په ډېرې اسانۍ سره دا استنباط کولی شو چې خبره د افرادو په شخصيت او کرکټر کې ده او د هر نظام ستونزه د هغه په چلونکو پورې اړه لري.

په همدې دليل موږ وايو چې ستونزه په نظامونو کې نه ده، اصلي ستونزه د نظام په چلونکو کې ده، په همدې وجه انارشستان په دې نظر دي چې د هر حکومت پايله په خلکو ظلم او استبداد دی، حتا هغه انقلابي رهبران هم دوی ردوي چې د خلکو په مټ راځي انقلابونه کوي، دوی وايي چې بايد د حکومت واګې د انقلابي سوسيالستو رهبرانو په لاس کې ور نه کړل شي، ځکه هېڅ تضمين نه شته چې دوی دې دکتاتوران او استثمارګران نه شي.

لنډه دا چې په هره ټولنه او هر نظام کې تر هغې چې واکمن سپيڅلي نه شي او د چارو لپاره داسې ميکانيزمونه ايجاد نه کړي چې مامور په کې اضافي لاسوهنه نه شي کولی، تر هغې ګرانه ده چې ټولنې ته د نظامونو په ادلون بدلون نيکمرغي راشي. په معاصر عصر کې په امريکا کې سياسي نظام ډيموکراسي ده، په چين کې سوسياليستي ده، په سعودي عربستان کې شاهي ده او په ايران کې اسلامي ده خو ټول توانيدلي چې خپل ثبات چې، د خلکو په رضايت کې دی، وساتي.

افغانانو په تيره نيمه پېړۍ کې د نړۍ د شتو مشهورو نظامونو اکثريت تجربه کړل، خو نه له جګړو خلاص شول او نه له دې هېواده نيستۍ کډه وکړه، ځکه د هر نظام چلونکی ځاني ستونزې لري او نه شي کولی چې د ولس ستونزې درک کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.