زموږ اوسنی وضعیت او مسولیت

لیکنه: امان الله لودین

0 168

که د سړې جګړې د پای ته رسیدو را ورسته نړۍ ته و ګورو، د دریمې نړۍ په اکثره هیوادو کې په ښکاره توګه د نژادي ، قومي ، ژبني ، مذهبي انشقاق …او نورو ترعنوانونو لاندې د نفاق درزونه را منځ ته شویدي. د دې درزونوپه مختلفو خواووکې د جلاتوب شدت اوغلظت په مختلفو ځایونو کې له یو بل سره یو څه توپیرلري . په ځینو ځایونو کې دغو درزونوسیاست ته هم رخنه کړیده اوسیاسي ډلې هم په دې نا خوالو کې نښتي دي .  له بده مرغه له دغه وضعیت سره د ناسم چلند له کبله ډیر ولسونه د تاوتریخوالي، جګړو، بې رحميو او ناورینونو په تنور کې سوزي. هغه ولسونه چې په کلونو د یو بل په خوا کې په سوله ییزه توګه اوسیدلي نن د یو بل په مقابل کې د دښمنیو لومو کې را ګیرشویدي. له یوبل څخه د کرکې ، ویرو او انتقام اخیستو کې ورځې شبې سبا کوي.  ځینې سیاسي ډلې او دلالان  دد ښمنیو د لا ډیرغلظت ، کرکې او نفاق دلا زیاتوالي لپاره پخوانی تاریخ تحریف او په مبالغوي توګه کاروي.  د خپلو ډلو او ځوانانو په ماغزو کې دکرکې او انتقام حس لا زیات تحریکوي.  له بل اړخه دا هم ګوروچې نړۍ ورځ تر ورځي له یو بل سره نژدي اوله یو بل سره تړل کیږي او د فزیکي جلاتوب اولریتوب دیوالونه نړیږي. دا واقعیت له یوبل سره د ژوند کولو ، د یوبل د منلو،قبلولو اودیو بل د تحمل اړتیا اړینه ګرزي.

دا حالت موږ د یوې دوی لارې پرسر دروي ا وهغه دا چې:

 ۱ :-  آیا شاته ولاړشو او انسانان د مختلفو هویتي ، قومې، نژادي … مشخصاتو پر بنسټ په بیشماره ټوتو وویشو.

۲ :- آیا دا په داسې نړۍ کې چې له یو بل سره د تړل کیدو او نږدې کیدو په حال کې ده ، ددې سره سم له یو بل سره د یو ځای ژوند کولو استعداد ته وده ورکړو؟

  د دې پر ځای چې شاته ولاړ شو اوله و بل څخه جلا شو، د یوه  لوړقوي اوهمه شمول هویت د پراختیا او ودې لپاره کار وکړو. داسې کار چې له یوې خوا د ټولو انفرادي اوډله ییز هویت هم خوندي کړي اوله بلې خوا ټول د عمومي هویت په منځ کې د خوندیتوب اودرناوي احساس وکړي.

دانساني هویت (پیژندنې) مسله د یوې نړیوالې موضوع په توګه د انساني انکشاف او پرمختګ لپاره اړینه موضوع ده. او هرانسان د دې حق لري چې له داسې پیژندنې څخه برخمن وي چې عزت اوامنیت يې خوندي وي. الله تعالی  نه یوازې دهر انسان د جوړښت د واحدنو په دننه ( د حجروپه هستو) کې د دوی دهویت او پیژندنې بنسټونه په ( ډي – ان ـ ای ) کې کود ( نښه کړیدي)، بلکه دټولو ژوندیو موجوداتو دپیژندنې لپاره يې داسې بنسټونه د هغوی د وجود په دننه کې ځای پرځای کړیدي چې په طبیعي توګه پیژندل کیږي.  په دي نړی کې هرڅه دپیژندنې اوهویت طبیعي بنسټونه لري.

نن ورځ د ټولې نړۍ پر سطح  په هره ټولنه کې ډیرافراد ، ډلې اوټولنیزې ادارې د سوله ییزژوند لورته په کار کولولګیا دي څو تاوتریخوالی اوجګړې پای ته ورسیږي. د مثال په توګه د شخړوحل ، مدیریت، بدلون ، د ستونزو حل ، د انساني حقوقو اوچاپیریال ساتنې فعالیتونه د یادولو وړدي. په سیاسي او ټولنیزو سطحو کې د خپلمنځي سوله اییز ژوند د بنسټونو تقویه کول اړین دي. د مختلفو ټولنو سیاسي مشران اوپه خاصه توګه د نوموړو ټولنو ټولنیز او مدني کارکوونکي کولای شي په دې اړه بنسټیز رول ولوبوي. همدا رنګه ښوونه اوروزنه په ذهني اوعملي توګه د خپلمنځي سوله ییز ژوند لپاره بنسټیز او دوامداره چوکاټونه تهیه کولای شي.

د یو بل سره ژوند کول هغه وخت ممکن ګرځې چې موږ د خپلو مشابهتونو سره سره خپلمنځي تفاوتونه هم قبول کړو، تنوع اوتعدد تقدیراوتشویق کړو،  دا ومنوچې الله تعالی دځمکې پرمخ ډول ډول مخلوقات پیداکړیدي او انسانان یې هم په مختلفو بڼوڅیرو، رنکونو، نژادونو… سره دځمکې پرمخ خپاره کړیدي.که موږ ددې زده کړه وکړه چې څنګه له یو بل سره ژوند وکړو او خپلمنځي تفاوتونه قبول او ومنو. همدا رنګه که موږ د خپل شخصي تصور له بکسونوڅخه راووځو او د جدايي دیولونه اوخطونه مات کړو:

  • موږ کولای شو یو بل ووینواو په یو بل کې هغه ښایست او اړتیاوې ووینوچې تر دې دمخه مو نه لیدلې.
  • موږ به وکولای شو په ډیره آسانۍ له یو بل سره مثبتې اوسوله ییزې اړیکې جوړې اوخوندي کړو.
  • که لږ ځیر شو زموږ ټولو هویت اوپیژندنه ، وقار اوعزت د یوبل د موجودیت او حضور په منلو اود یوبل په قبلولوکې ممکن اوشونی دی.

له جګړو څخه سولې ته انتقال

کله چې د جګړې خواوې د جګړو څخه ستړې شي اویا خپلوموخوته د رسیدولاره اوږده شي  او یا داچې  تمویلوونکې اوپالونکي يې غواړي جګړه پای ته ورسیږي… په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د سولې لپاره د خبرو هڅې پیل کیږي. دغه هڅې له مختلفو پړاوونو څخه تیریږي او زیاتره د بهرنیوضمانتونواومرستوله لاري مخامخ خبرو ته مخ پر وړاندې روانیږي. خواوې غواړي په جګړه کې له راښکیل اوبند حالت څخه را بهرشي او هڅه کوي هغه څه چې په جګړه يې نشې تر لاسه کولای په سوله يې تر لاسه کړي. ددې سره سره د یو شمیر غوښتنو څخه دتیریدو او یا د یوشمیر امتیازونو د تر لاسه کولولپاره د سولې خبرې عملي بڼه نیسي. د خبرو پړاوونه کیدای شي مختلف او له مختلفو حالاتو او واقعاتو سره مخامخ شي. د سولې د خبرومزل د سړو او تودو مرحلولرونکی وی. ددې مرحلو له مخې کولای شو هغه د سړې اوتودې سولې په نوم ونوموو:

 سړه ( منفي ) سوله :

 د دویا څو دښمنو دلو ترمنځ چې غواړي د تشدد له ورانونونکي اووژونکي وضعیت څخه خلاصون ومومي را منځته کیږي . خواوې کله کله شرطونه ټاکي ، امتیازونه غواړې … دوی اکثرا په معاهدو، موافقو ، وسلواو تضمینونو تاکید اوتکیه کوي.  سړه سوله معمولا د خبرو او بالآخره د موافقې په لاسلیک سره د یوي پیښې اونمانځنې د مراسمو په څیر را ښکاره او اعلانیږي. د خواوو ذهني خصوصیات لا د جګړو له دردونو او ګردونو څخه لا دردمن اوخیرن وي. له همدې کبله یوبل ډیرښه نه ګڼي او له یو بل سره په جوړونکې توګه نویو مثبتواړیکو جوړولو ته ډیر پام نه کوي او یوازې دخپل ځان او خپلې ډلې په فکر کې وي. له دې کبله سړه سوله اواړونده معاهدې د ماتیدنو اوسر غړوونوسره مخامخ کیدای شي. د سړې سولې عام او مهم خصوصیات دادي:

  • د سړې سولې ډیرښه خصوصیت دادی چې په هغې کې د یوبل نه وژل او اوربند را منځ ته کیږي. بندیان تبادله ګیږي او د مذاکراتو د سلسلې په جاري ساتلو تاکید کیږي. دا په خپل ځای کې ډیر مهم ګام دی. ددې ګام په واسطه د ماشومانو، کورنیو، د ژوند د آسانتیاوو او چاپیریال ساتنه کیږي.  د خواوو ذهن له ویرو څخه د خلاصون فضاء احساسوي.
  • سړه سوله د تودې سولې په لور د پر مختګ لپاره د نویو فرصتونو او نویو اړیکود را منځته کیدو پرلوري اړینه ده. خو یوازې په اوربند اویا د امتیازونو او ونډو په ویش سره رښتینې او توده سوله نه را منځ ته کیږي.
  • سړه سوله معمولا د ددولتونو اویا نهادونو له خوا هڅول کیږي او وړاندی تګ کوي او له رسمي او پاسنیو سطحو څخه ولسي لوري ته خوځښت مومي.

توده  ( مثبته ) سوله:-

 د ولسونو او خلکو ترمنځ هڅول کیږي او د ولسي سطحې څخه د سیاسی او رسمي سطحو پرلوري خوځښت مومي. که جګړه د ولسې خلکو او دولت تر منځ او ولسي بڼه ولري . ولسي مخور د جګړې په بندیدو اوسوله کولو کې مهمه ونډه او رول لوبولای شي.

د سولې دواړه ډولونه مهم دي کیدای شي له دواړو لوریو کار وشي او یا له یوه او بل لوري… خو همغږي او له یوبل څخه خبرتیا اړینه ده.

  • توده سوله یوه جاري اوخوځنده عملیه ده چې په هغې کې ټول ژوند ، د خواوو او ولس اړتیاوو او ګډو ګټو ته پاملرنه کیږي. د ستونزو د حل په لوري په ګډه دکار کولو اوله یو بل سره د مرسته کولو له لارې اعتماد جوړوي. اختلاف اوشخړو ته اهمیت ورکوي خو د تشدد هڅه نه کوي بلکې د حل لپاره يې په ګډه توګه هڅه کوي. ګډې هڅې نوي احساسات ، مفکورې اوحل لارې را منځته او هغه بیا په خواوو کې د مثبت  او ژوربدلون لپاره لاره اواروي. په داسې وضعیت کې شخړه هم شته خو په خوا کې يې مرسته کول او دحل لپاره په ګډه دکار کولو عزم او باورهم شتون لري.
  • توده سوله یوه معینه ، ثابته او موقتي پیښه نده، بلکه د یولړ فعالیتونواوپرلپسې نتایجو او بدلونو یو بهیر دی چې د ښه والي او بهتري پر لو خوځښت مومي . د هغه سره سره نوې زده کړې اوهیلې هم را ټوکیږي. همدا رنګه په خواوو کې ملګرتیا ، متقابل باور او درناوی وده مومي.
  • په توده سوله کې د شخړوریښو ته پاملرنه کیږي او د ددوامدار حل لپاره يې عزم اوهڅې ګړندی ګیږي. له یو یل نه اوریدنه د پوهیدنې اوپوهونې لپاره ترسره کیږي. په توده سوله کې د وړلو او بایللو داحساس پرځای د دواړوخواوو پراړیکو اوګډو ګټو تمرکز او تاکید کیږي.
  • د تودې سولې په بهیر کې اړیکې ، د یو بل په هکله تصورات ، انګیرنې، تبلیغات اوکړنې د مثبت بدلون پر لوروده مومي اودخواوو دلا زیاتې هوښیاری سبب ګرزي.

 سولې ته درسیدوهڅې ددولتونو، نهادونو او ولسونوپه سطحوکې خپل خپل ارزښتونه لري. ددولتونو او نهادونوپه سطح د سولې د خبرو هدف موافقو اومعاهدوته رسیدل دي، خو د ولسونوپه سطح خبرې د ملګرتیا ، مشارکت او د نویو مفکورو ، اړیکوجوړولو او مثبتوبدلونونو ته لاره روښانه کیږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.