دويمه نړیواله جګړه او زبرځواکونه

شننه: عبدالله لغمانی

0 98
دويمه نړيواله جگړه د بشر په تاريخ کې يوه ترټولو خونړۍ جګړه وه ، د نړۍ د وګړو  د نفوسو فيصدي یې په بې ساري ډول راښکته کړه او د شپږو کلونو په جريان کې له ۷۰ څخه تر ۸۵ ميليونه انسانان پکې ووژل شول.
 دا جګړه چې د ۱۹۳۹ زېږدي کال په سپتمبرکې پيل شوې وه تر ۱۹۴۵ زېږدي کال سپتمبر پورې روانه وه ، په لسګونو ميليونه انسانان پکې ووژل شول او په سلګونو ميليارده ډالر تاوان یې واړاوه. نوموړي جگړه د نړی پر سیاست، اقتصاد او اړیکو باندي مهم آغېزه درلوده  او پيل یې د ۱۹۳۹ زېږدي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه  د نازي جرمني لخوا پر پولنډ باندي د يرغل په ترڅ کې وشو.
په دې جګړه کې د نازي جرمني لښکرو پر وړاندې  متحدين (روسيه، امريکا، برتانيا، فرانسه او نور کوچني هېوادونه يو ځای شول او د نسبي ګډ کار په پايله کې یې هېټلر ته ماتې ورکړه.
دا بری چې د جرمني پر  وړاندې یې متحدين لمانځي تر ټولو ډېر خلک پکې د روسيې ووژل شول چې شاوخوا ۲۵ ميليونه کسان کېږي او روسانو پرېنښودل چې جرمنيان يې هېواد تر ولکې لاندې راولي  او يا له دې لارې نورو هېوادونو ته ورسېږي.  سره له دې چې جرمني له روسيې سره يو پر بل د نه حملې تړون کړی و خو لا میاشت  نه وه تېره شوې چې له خپلې ژمنې په شاه شول او پر روسیه یې له دريو خواوو څخه حمله وکړه.
د جرمني پر وړاندې د متحدينو بريا ځينې هېوادونه  ډېر په شور او ځوږ سره نمانځي لکه روسان چې د خپلو ميليونو خلکو د قرباني يادونه پکې کوي او غونډې جوړوي او يوه مهمه او تاريخي ورځ یې ګڼي.
له دې جګړې وروسته متحدين اوسه پورې کله ،کله لا په خپلو منځو کې يو پربل تورونه لګوي او لويديځ متحدين د خپلو سياسيونو او سفارتي کارمندانو له خولې داسې بيانونه ورکوي چې ګويا دا جګړه روسيې او جرمني لخوا په ګډه پيل شوې وه، خو که تاريخ ته په بې طرفانه ډول ځير شو روسيه يو له هغو هېوادونو وه چې په لسګونو ميليونه کسان یې په دې جګړه کې د هېټلر او نازي جرمني پرخلاف ووژل شول او ډېر زيات مادي او معنوي تاوانونه یې وليدل.
  دويمې نړيوالې جګړې د نړۍ اوضاع یې په هره برخه کې بدله کړه او د اوسني (ملګرو ملتونو) جوړيدا ته یې لاره هواره کړه د نړۍ په تاريخ کې يو ډېر مهم او دردونکی پړاو دی. جرمني تقريبن په خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو حملې پيل کړې وې او په دې کار کې تر ډېره بريالۍ وه او يو پربل پسې یې دا هېوادونه لاندې کول ، فرانسه، اسپانیا، اتريش، ليختن شتاين، نېدرلېنډ او د لويديځې او ختيځې اروپا ډېری هېوادونه یې د جګړې تر وروستيو پورې لاندې کړل  او په برتانيا او نورو هغو هېوادونو چې مزاحمتونه یې کول جوپې جوپې الوتکې ور په هوا کولې او بمونه یې پرې غورځول او د حملو په لړکې یې په تدريج سره په پولېنډ حمله وکړه او پولېند یې لاندې کړ او خپله لښکرکشي یې د روسيې پرخوا ور روانه کړې وه.
د مونيخ هوکړه ليک Munich Agreement  چې د ۱۹۳۸ زېږدي کال په سپتمبر کې د نازي جرمني، ايټاليا، فرانسې او برتانيا تر منځ لاسليک شو پايله یې داشوه چې دې هېوادونو هوکړه وکړه چې د چکسلواکيا ځينې سيمې دې  په جرمني پورې وتړل شي. په داسې حال کې چې دچکسلواکيا کوم دولتي نماينده پکې برخه نه وه اخيستې او د هغه هېواد په غياب کې یې چکسلواکيا ټوټه کړه . په دې سره کوچني هېوادونه او روسيه ناراضه شول  او په فرانسه او يو شمېرنورو هېوادونو یې غږ وکړ چې ددې کار مخه ونيسي  او دا کار یې بد پايله لرونکی ګاڼه خو جرمنيان دې کوچنيو تړونونو ته ژمن نه وه او هغه څه یې کول چې دوی یې نقشه کښلې وه او کول یې غوښتل.
او په دې سره اروپايي پاتې هېوادونو هر يوه د خپل سر خیر غوښت او غوښتل یې چې د هېټلرجګړه  له لويديځې اروپا څخه د ختيځې اروپا پر لوري  ټېل وهي او له شوروي سره یې مخامخ کړي، هماغه و چې ډېر ژر د ختيځې اروپا په هېوادونو کې هم د جګړې اورونه بل شول  يانې په يو ډول چکيان او سلواکيان د اروپا ددې يادو شويو ابر قدرتونو له امله مجبور شول چې د جرمني پرضد جګړه پيل کړي او له امله یې دې خواته هم وينې وبهول شي.
   دې تړون روسيه پوه کړه چې لويديځ هېوادونه د خپل ځان د خير غوښتنې لپاره هر کار ته لاس اچوي او غواړي چې خپلې ګټې خوندي وساتي، خو له بلې خوا بيا د نورو چېنلونو له لازې د هېټلر پرضد د دوی خبرې هم په پټه او ښکاره روانې وې، يانې برتانيا،فرانسې او ځينو نورو هېوادونو په يو ډول دوه ګونې لوبه کوله.
د مونیخ تړون شوروي اتحاد ته وښودله چې غربي هیوادونه به د خپلو ګټو په پام کې نیولو پرته امنیتي مسلې حل کړي ، او که امکان ولري نو د شوروي ضد جبهه جوړولی شي او روسيې داسې انګېرله چې لويديځ وال غواړي چې جرمني له روسيې سره ښکر په ښکر کړي چې هماغسې وشول.
په نتيجه کې  د ۱۹۴۱ زېږدي کال د جون په ۲۲ مه نېټه د هېټلر ځواکونو چې د رومانيا او ايټاليا ځواکونه ملاتړ هم ورسره و په شوروي اتحاد يې د  Unternehmen Barbarossa په نامه چې د نازي جرمني لخوا د حملې پټ نوم و  يرغل پيل کړ او د شوروي او د هغه د متحدينو او جرمني تر منځ د ۳۲۰۰ کيلومتره پولې باندې د څه کم څلورميليونه سرتېرو تر منځ  جګړه ونښته چې د بشر په تاريخ کې تر ټولو ستره جګړه وه چې ۶ سوه زره جنګي نقيله وسيلې او ۷۵۰ زره سرتېرو چې په اسونو سپاره و جنګ پيل شو. څوکاله له شوروي سره جرمنيان وجنګېدل له ۲۵ ميليونو ډېر شورويان ووژل شول ښارونه محاصره شول، په شورويانو هر ډول مشکل او لوږه راوستل شوه، ښارونه وسوزول شول ، خلک له لوږې مړه شول خو بيا یې هم له شوروي ماتې ونه منله او دا د هېټلر تر ټولو ستره اشتباه ګڼل کېده چې لکه فرانسوی جنرال (نپولين) بې له سنجش او فکر او ځمکني واقعيتونو څخه یې په شوروي حمله وکړه او دواړو تقريبن کټ مټ يو ډول ماتې وخوړه. په دې جنګ کې د ټولو هېوادونو په پرتله شوروي ډېر تلفات درلودل او ډېر عام وګړي او سرتېري یې د هېټلر ځواکونو په ډول ډول شکنجو او ربړو ووژل شول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.