له حیض سره د ښځو په بدن، تمايلاتو او نورو ترجيحاتو کې ژور بدلون

نجیب احمد عزيزي

0 49

د بدن د بوی تغيير؛

 مخالف جنس ته تمايل، له بېلابېلو لوريو ښودل؛

بويايي حس؛

دا هغه موضوعات دي چې د ښځو له حیض سره تړلي دي يا زموږ په اصطلاح له (مياشتنۍ ناروغي) سره دا بدلونونه د ښځو په چلند، بدن او تمايلاتو کې رامنځته کېږي، خو دې ته ځکه بايد ناروغي و نه ويل شي چې په ښځو کې دا يو طبيعي بدلون دی، ګډ ژوند، مخالف جنس، بچيانو راوړلو ته يې په بدني فيزيولوژيک او روانې لحاظ تياروي، په پخواني کلتورونو کې د ښځو دغه ځانګړنه په افراط سره رټل شوې، حتا د جهالت په زمانه کې به ښځې د حیض پر مهال د خوب له خونې شړل کېدې، يا به يې خوراک يو ځای نه ورسره کاوه، هغه به يې هيڅ کار ته نه پرېښودې لکه، پخلی، جامې، مينځل، د کور په ځينو مسايلو کې غږول يعنې له عاطفې اړيکو يې هم نه برخمنولې…

نو تر ډېره پورې دغه موضوع په ټولنه کې خلکو ته د يوې ناځوابه پوښتنې غوندې پاتې شوه، کله چې د اسلام دين راغی په قرانکريم کې ورته ښکاره ځواب وويل شو همدارنګه ډېرو احاديثو د دې مسالې صريح ځواب ووايه چې تر نن ورځې پورې طب په دې برخه کې لګيا دی او له دغې مودې سره د ښځو په چلند، تمايلاتو، بدن له مخالف جنس سره د نږدې کېدو تاکتيکونه ټول بدلېږي. طب دغه تغيیرات يوازې د ښځو د بلوغ يا حیض له راتګ سره بولي او تاييدوي.

لومړی په دې هکله د قرانکريم آيتونه را اخلو، قرانکريم ځکه دغه مساله ياده کړې چې په ګډ ژوند پورې تړلې او د کورنۍ جوړښت، بچيانو راوړلو، د خاوند او مېرمن د کوروالي – عاطفي اړيکو يوه مهمه برخه ده، که چېرته بې‌ځوابه پاتې شوې وای، نن به هم ښځې د حیض پر مهال له ډېرو شيانو محرومې يا به يې جنسي اړيکې له خاوند سره په هر ناپاکه حال کې نيوې چې دا بیا د ښځې، خاوند او بچيانو ته سخت تاوان پېښاوه او په هر ناپاکه حال کې به سره يو ځای کېدل.

د حیض په هکله قرآني ايتونه: [ويسئلونک عن المحیضِ قُل هو أذًی فاعتزلو النسآءَ في المحیضِ ولا تقربوهُنَّ حَتَّی یطهرن فاذا تطهرن فأتوهن من حیثُ أمرکمُ اللَّهُ ان اللهَ یحبُ التوابین ويحبُ المتطهرین] ۲۲۲البقرة

ژباړه: ای د الله «ج» پېغمبره! خلک چې له تاسې د حیض په هکله پوښتنه کوي؛ نو ورته وواياست، حیض خو ناپاکي ده، تاسې د حیض په حال کې له خپلو مېرمنو بېل شئ، له هغوی سره کوروالی مه کوئ، تر هغې پورې چې دوی پاکي شي (غسل وکړي) نو بیا وروسته د دوی څنګ ته ورشئ، کوم ډول چې الله «ج» تاسې ته حکم کړی دی. الله «ج» توبه کوونکي او پاک کسان خوښوي.

( د حیض او له هغه د پاکوالي موده د فقهې په کتابونو کې په تفصيل بیان شوې چې دلته يې نه را اخلو)

انس «رض» روايت کوي د يهودو چې به کومه ښځه حایضه شوه؛ نو له هغوی سره به يې خوراک، څښاک او په يوه خونه کې ورسره اوسېدل تر هغو نه کاوه چې حیض به يې پاک شوی نه و، پورته آيتونه هغه وخت نازل شول چې له رسول «ص» څخه اصحابو کرامو په دې هکله پوښتنه وکړه.

د حیض په هکله رسول الله «ص» فرمايلي دي:

[اصنعوا کل شی ءٍ الا النکاح] صحيح مسلم ۳۰۲ حديت او مسند احمد ۳ جلد، مخ ۱۳۲.

ژباړه: په فرج کې له کوروالي پرته (نور هر څه وکړئ) روا دي.

 خاوند د مېرمنې له فرج او کوروالي پرته نور د بدن له هر غړي نه دی منع شوی که يې مسحه او ښکل کړي، د يوې بلې مسالې يادونه ځکه ضرور ده چې په دې وخت کې خاوند له هر رنګ فروجي دخوله ډډه وکړي.

[وعن عایشة قالت کنتُ أغتسل أنا والنبِیُّ صلی اللهُ عليه وسلم من اناء واحدٍ وکلانا جُنُبٌ وکان يأمُرُني فأتزِرُ فیباشرُنی وأنا حایضٌ وکان يخروجُ رأسهُ اليَّ وهو مُعتکفٌ فأغسِلُهُ وأنا حائضٌ.] متفقٌ عليه ۵۰۱ حديث ـ مشکوة المصابیح ـ لومړی جلد]

ژباړه: له عایشې «رض» روايت دي، ما او رسول الله «ص» به له يوه لوښي غسل کاوه موږ دواړه به جنوب وو او رسول الله «ص» به ماته حکم کاوه ما به د ده لنګ تاړه رسول «ص» به خپل بدن زما له بدن سره نښلاوه (په داسې حال کې چې زما او رسول الله «ص» لنګونه به تړلي وو) او زه به د حیض په حالت کې وم، رسول الله «ص» به د اعتکاف په حال کې و، خپل سر مبارک به يې له مسجده  بهر وايست ما به يې وېښتان ورته پرېمنځل، په داسې حال کې چې زه به حایضه وم.

د حديث له مفهومه څرګندېږي چې رسول الله «ص» د حیض پر وخت مباشرت کړی دی، خو کوروالی يې نه دی کړی، يو ځای يې غسل کړی دی، خو په لنګ تړلو يې نور مباشرت کړی، نه کوروالی. همدارنګه د اعتکاف په وخت کې د رسول الله «ص» ګرانې مېرمنې ام المومنين عایشې «رض» د حیض په حال کې د رسول «ص» وېښتان ورته مينځلي دي.

[وعنها قالت کان النبيُّ صلی اللهُ عليه وسلم يَتَّکِیءُ فيِ حجري وأنا حائضٌ ثُمِّ یقرأُ القرآنَ] متفق عليه ـ مشکوة المصابيح لومړی جلد.

له عایشې «رض» روايت دي دا فرمايي، کله چې به زه حایضه وم؛ نو رسول الله «ص» به زما په غېږ کې تکيه لګوله او بیابه کېناست قرانکريم به يې تلاوت کاوه.

دلته يوه بله نتيجه هم اخلو، ځکه د حیض په وخت کې له مېرمنې جلا کېدل او هغې ته د يوې ناروغي په سترګه کتل عاطفه نه ورسره لرل ممکن هغه مېرمن ځان يوازې، کم او عيب‌جن وګڼي، خو کله چې مينه ورسره کېږي، يو ځای خوراک ورسره کېږي، په تېره بیا تر څنګ يې کېناستل يې خورا عاطفه او مينه راپاروي، ګواکي خاوند زما په هر حال کې حمايت کوي؛ نو رسول «ص» تر ټولو ښه پاملرنه ورته کړې او د مېرمنې د عاطفې خيال يې هم ساتلی دی.

[وعن معاذ بن جبل قال قلتُ يا رسول الله ما يحلُ ليِ من امرأتي وهي حائضٌ؟ قال ما فوق الأزارِ والتفف عن ذالک أفضلٌ] رواه رزین وقال محيي السنة اسناده ليس بقوي. مشکوة المصابيح ـ لومړی جلد ـ د طهارة باب.

ژباړه: له حضرت معاذ بن جبل «رض» روايت دی چې ما له رسول الله «ص» څخه عرض وکړ ای د الله رسوله! کله چې زما مېرمن حائضه وي له هغې څخه ماته څه شی حلال دي؟ رسول الله وفرمايل: د لنګ (جامو) برسېره هر څه حلال دي او له دې څخه ځان ساتل هغه بیا لا غوره دي.

د حديث شریف له مفهومه دا څرګندېږي چې له مېرمنې سره د حیض په موده کې فقط بدني ـ لمسي اړيکه روا ده، نه دخول او کوروالی، همدارنګه د طبي څېړنو له مخې واضح شوې، کومه ښځه چې د حیض موده تېروي په بدن کې يې سټروجن او فروجسټرون هورمونونه د بدن غړيو ته د وينې له لارې د تتېدو يا ترشح په حال کې وي؛ نو د حیض تر ختمېدو پورې يې خرابه ـ اضافې د حیض وينه له بدنه خارجېږي او په بدل کې يې نوره تازه وينه په بدن کې غړيو ته تتېږي، يعنې له سره بیا يوه نوې انرژي او ځواک  اخلي، مقابل لوري ته يې ميلان څو برابره زیاتېږي او هغه فاليکولونه يا خام تخمدانونه چې له تخمدانه ازاد شوي، پخېږي؛ نو په دې وخت کې د ښځې له جنسي قوت سره سره د امېندواره کېدو چانس هم زیات وي.

له لويه سره حیض د ښځو د ژوند مهمه ځانګړنه ده چې زیاتې پاملرنې او د دغې مودې سم مراقبت ته اشد ضرورت دی. کېدای شي زموږ په ټولنه کې حایضه ښځه ناروغه او ناجوړه وبلل شي، خو که يې په غوږ کې دا پسپسک هم ورکړي چې فلانۍ لويښت ته رسېدلي، په «اصطلاح کالي ورغلي دي، پېغله شوې» وځورول شي، ممکن د بلوغ موده يې په وېره او شرم کې له روانې ګواښونو ډکه تېره شي، ځينې وخت که د حیض خرابه وينه بنده شي د مخ شين‌والی او پاړسوب هم ورته پيدا کوي يا سخته غوسه ورځي، د ملا د چهاربند او تشيو برسېرن مړه دردونه هم ورته پيدا کوي، البته که له حیض سره يې وينه تر حد زیاته راځي بیا يې هم ډاکټر ته تګ ضرور دی، ځکه زیاته وينه راتلل او يا د خرابې وينې بندېدل يې بدن ته خطر پېښوي، ممکن غړي يې ځنې وپړسېږي.

حیض د ښځې د جنسي غړيو له ودې سره سم په ۱۲ ـ ۱۵ کلني کې پيلېږي او بیا تر ۵۰ کالو پورې دغه فعاليت دوام کوي، يانې په دې موده کې ښځې له نارینه جنس سره لېوالتيا پيدا کوي، له جنسي اړيکې خوند اخلي، همدارنګه د بچي زېږولو توان او وړتيا لري.

اوس له دغو ټولو خبرو يوازې يوې موضوع ته له بېلابېلو زاويو کتنه کوو هغه دا چې د حیض په موده کې په يوه ښځه کې څومره تغييرات راځي؛ غواړو په دې برخه د ځينو متخصصانو او ارواپوهانو څېړنې  سره ولولو.

ډاکټر ډېويډ باس د ۲۰۰۸ کال د يوې څېړنې پايله داسې څرګندوي، ښځې نه يوازې تر نارینه‌وو په بويايي حس کې غښتلې دي، بلکې د بويولو (شامې حس) يې د تخمدانونو د ازادېدو په موده کې څو برابره زیاتېږي. د ښځې او نارینه د بدن بوی چې د دواړو جنسونو تر منځ د تمايل سبب کېږي، په تېره بیا د ښځو بويايي حس ډېر د پام وړ دی چې د نارینه د بدن له بويه څومره جنسي خوند اخلي يا د دوی جنسي تنده ورسره زیاتېږي.

په دې برخه کې ځينې راپورونه کاهل او هرز په ۱۹۹۷ کال راټول کړي، دوی وموندله چې ښځې د ګډ ژوند نارينه په نتخاب کې بويايي حس ته خورا اهميت ورکوي، په تېره بیا د جنسي لذت سبب يې ګرځي، حال دا چې نارینه له مقابل جنس سره په ليدلو کې بويايي حس لږ مهم بولي. د حیض په منځنۍ موده کې د ښځو بويايي حس د هغوی په بدن کې له کيمياوي موادو له اوښتلو را اوښتلو هورمونیکو بدلونونو سره زیاتېږي چې د نارینه‌وو بیا دغسې بدلون نه وي. (خو ځينې وختونه د نارینه‌وو د بدن بوی هم تغيير کوي، لکه د جنابت په حال کې د کار او ستړيا خوله، د ناروغي پر مهال يې د بدن د بوی تغيیر)

 د څېړنو له مخې ويل کېږي ښځې د فوليکولار په موده کې، يعنې (د مياشتنې ناروغي په اوايلو کې) د هغو نارینه‌وو د بدن بوی زیات خوښوي چې څېره يې متوازنه او اندامونه يې متناسب وي، همدارنګه نارینه‌ هم د ښځو د قاعدګي په موده کې د هغوی له بدن په تېره بیا د تخرګونو له بوی څخه زیات جنسي خوند اخلي او ورباندې ارامېږي.

 دغه څېړنه د ډاکټر باس له خوا هغه مهال شوې چې په يوه نايټ کلپ کې ۸۰ مجرد نارینه او ۳۰  ښځې راټولې شوې وې، دی وايي هغه ښځې چې د قاعدګي په موده کې وې، خورا يې ځانونه جذاب څرګندول، سينګار يې د نورو ښځو په نسبت زیات وو، همدارنګه د نارینه‌وو له خوا يادې ښځې ډېرې لمس کېدې، د نايټ کلپ نارینه‌وو د ښځو د بغل بوی ډېر خوښاوه.

 دغه څېړنې يوازې ډاکټر باس نه دې کړې، بلکې دا يو څرګند حقیقت دی چې نورو څېړونکو هم وخت په وخت کړی او تاييد کړی دی. لکه ډاکټر باس په ۲۰۰۸ ګانګسټاډ او ثورنهيل په ۱۹۹۹ ريکوسکي او کارل ګرامر په ۲۰۰۳،هاولیسک، رابرټس او فلیسجر په ۲۰۰۵ او هوقس په ۲۰۰۲ مېلادي کال په دې باب څېړنې په ښکاره دلايلو وړاندې کړې دي.

د څېړنو پر بنسټ ښځې يوازې د حیض او قاعدګي په موده کې د متوازنې څېرې لرونکو نارینه‌وو د بدن بوی ته ترجيح ورکوي، همدارنګه که يوه ښځه د حیض له مودې پاکېږي د امېندواره کېدو چانس يې تر بل هر وخت زیاتېږي او جنسي تمايل، بويايي حس يې خورا تېز وي، دا څېړنه (ګانګسټاډ او ثورنهيل په ۱۹۹۹ ، ريکوسکي او کارل ګرامر په ۲۰۰۲ کال کړې).

(هاوليسک، رابرټس او فليسجر په ۲۰۰۵ کال کې يوه څېړنه په ګډه سره وکړه، له پايلو يې معلومه شوه، هغه ښځې چې د متوازنې څېرې لرونکي نارینه جذاب بولي او د هغه د بدن له بويه جنسي خوند اخلي، په تېره بیا که يوه ښځه واده ولري، د خپل ايډيال نارینه (خاوند) د بدن له بوی څخه بې‌‌حده خوند اخلي کله کله د هغه جامې بويوي او سکون ورباندې حاصلوي؛ نو که چېرته واده کړې او يا په وفاداره اړيکه له ايډيال نارینه‌ سره واوسي، د حیض يا قاعدګي پر مهال د هغه ايډيال نارینه/خاوند د بدن له بويه زیات خوند اخلي د هغو نجونو په نسبت چې مجردي وي، څېړونکي وايي د مجردو ښځو بويايي حس د حیض په موده کې د واده کړو ښځو په پرتله کم او غيرثابت وي.

په ۲۰۰۵ کال کې ثورنهيل، ګارور او ګانګسټاډ له څېړنو نورې پايلې هم تر لاسه کړې، دوی وايي د حیض او فوليکولار ـ تخمدانونو د ازادېدو او پخېدلو په وخت کې د ښځې غږ لا نرم او جذاب وي، پوست يې تازه روڼ اوړي، جنسي ميل يې ډېرېږي، همدارنګه تګ او بدني حرکات يې لا بدلېږي، مثلاً دوی د شانې ـ لګن خاصرې ته د تګ په وخت کې بېلابېل حرکات ورکوي، د نارینه‌وو مجلس تر بل هر وخت زیات خوند ورکوي، تل يې زړه وي چې نارينه زیاته مينه ورکړي، سينګار او بدني ښکلا يې وستايي. (هازلټون او واکلين ۲۰۰۶)

له دې ټولو معلوماتو دا پايله اخلو چې د ښځو حیض بايد ناروغي او عیب و نه ګڼل شي، بلکې دغې مودې ته بايد نارینه هم په دينې او طبي لحاظ ګډه پاملرنه وکړي، د ښځې د عاطفې خيال وساتل شي، د حیض له ناپاکو وينو ځان پاک وساتي، جامې ژر ژر بدلي کړي او په دې وخت کې يې بدن څه ناڅه کمزوری کېږي؛ نو که بېلابېل خواړه، مېوې او سابه زیات وخوړل شي، لا به ورته ګټور وي، که يوه ناواده کړې پېغله د حیض په موده کې ناروغه شي، يعنې د قاعدت وينه يې بنده شي او يا زیاته که ترې بهېده، بايد و نه شرمېږي ډاکټر او د دې برخې متخصص ته دې ورشي، ځکه د حیض او بلوغ موده که د کورنۍ له شرم او ډاره ناخبره تېره شي، ممکن هغه پېغله له زیات روانې او جسمي ستونزو سره مخ شي. د ملا دردونه په تېره بیا د چهاربند شديد دردونه او څه ناڅه اروايي ناروغۍ ورپېښې شي يا يې د حیض وينه په بدن کې پاتې شي، مخ يې شين واوړي بدن يې وپړسېږي؛

 نو دا هغه جدي ستونزې هم دي چې د کورنۍ مشران او مشرانې بايد د پېغلو او نويو ځوانو شويو نجونو دې وخت ته ښه پاملرنه وکړي، مراقبت يې وکړي، خندا، ځورول او دا ورته ويل چې «مېړه ته به دې ورکوو، شکر پېغله شوې يې، دا خبرې ورته و نه‌شي» همدارنګه له لويښت او حیض سره ممکن د ښځو په بدن کې ځينې هورمونيک تغيیرات راشي چې له امله يې د خولو او بدن بوی بدلېږي، بايد کورنۍ يې د بدن او خولو په بدبويي و نه رټي.

او حائضه واده شوې ښځه بايد خاوند له کوروالي منع کړي او که چېرته يوه ښځه نالوستې وي، معلومات و نه لري، خاوند يې بايد په دې هکله دقیقه وپوهوي، له نور بدن څخه يې هر رنګه لذت واخلي، خو کوروالی او انزال دې نه په فرج کې کوي او نه د ښځې په مقعد کې، همدارنګه په شرعي لحاظ مقعدی يا (Anal) جنسي اړيکه سخته لويه ناروا او کبیره ګناه ده لکه لواطت او زنا.

خو د حیض په موده کې واده شوي کسان د يو بل له بدن او نورو غړيو ښه پرېمانه استفاده کولای شي، ځکه له يوې خوا د ښځو بويايي حس ښه کېږي د نارینه له بدني لمسه دا هم خوند اخلي او په نارینه يې هم د بدن بوی ښه لګېږي.

mfjellvegen 12

 

Comments
Loading...