د مسلمانانو د زوال لاملونه -1

ژباړه او څيړنه: ادريس ماموندزۍ

0 61

په اوسني عصر کې د مسلمانانو هلې ځلې

په تیرو دریو سلیزو کې د مسلمانانو د تعقل لويه ستونزه د مسلمانانو د بايللې برلاسۍ او د تیر شوي عظمت بیا لاسته راوړنه وه او ده . ددې هدف لپاره چې مسلمانانو کومې هلې ځلې په کار اچولې هغه بې له شکه چې د انساني لرغوني تاريخ اوږدې هلې ځلې دي. پدې لیار کې په لکونو خلکو په مستقیمه‌ او غیر مستقیمه توګه د خپل ژوند قربانی ورکړې او په میلیونونه خلک د خپل ټاټوبي په پریښودو مجبور شو او همداراز بې شمیره ناموسونه ددې هدف قرباني شویدي. خلکو ددغه هدف د لاسته راوړنې لپاره خپل عمرونه او ځوانئ قربان کړې. د مال او وخت او د خپل غوریزه ماغزو قربانۍ یې هم ورکړې خو بیا هم سره ددې دومره بې ساري سرښندونو، نن مونږ چرته ولاړ یو؟


تر ننه مسلمان یو زپل شوی ملت دی . د فلسطېن کشمیر او ایغور مسلمانان په خپله خاوره کې بندیان دی او مسلمانان په ډیره بې وسۍ د خپلو خویندو ورونو د اجتماعي تعذیب او بند د نندارۍ پرته بل هیڅ هم نشي کولی. ځکه چې نه یوازې دا چې په نظامي توګه بې وسه یو بلکه په پوهه او اقتصاد کې هم د ټولې نړۍ نه وروسته پاتې یو. که د مسلمانانو سره د تیلو زیرمې نه وي نو حالت به مو ددې نه هم زیات خراب وو. پدغه شان حالت کې دا پوښتنه پخپل ځاې کې سمه ده چې د مسلمانانو دا هلې ځلې خو په غلط مخ ندي روانې؟ چرته خو مو د ستونزې په پیژندنه کې غلطي نده کړې؟ دا لیکنه ددغو پوښتنو د ځواب د پلټنې لپاره يو زيار دی چې لمړی به د مسلمانانو د تاریخ یوه لنډه څیړنه کوو چې پکې د زر, دولس سوه کلونو عروج او بیا د زوال وخت شامل وي او بیا به ددې خبرې څیړنه کوو چې غلطي په کوم ځاې کې ده.

زمونږ زرکلن عروج

مسلمانان د ډیرې عظیمی ماضۍ لرونکی ملت دی . الله پاک محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته په خپل قوم بریا ورپه برخه کړه او بیا د راشده خلافت په وخت د نړۍ دوه ستر ځواکونه روم او فارس د مسلمانانو په لاس د ماتې سره مخ شول او د ځمکې په منځ کې د نړۍ د ټولو نه زیاتې مهذبې خاورې واګې په خپل لاس کې ونیوی. د روم امپراطورۍ خو د مصر او شام د حاصل خیزه منطقې په بډل کې د مسلمانانو سره سوله وکړه اما ایرانیان منع نه شول چې په نتیجه کې یې د خپل سلطنت نوم او نشان ورک کړ.

د راشده خلافت نه وروسته بیا د بنو امیه، عباسي او عثماني خلافتونو قیام منځ ته راغی چې هر یو په خپل وخت کې د نړۍ ستر او لوې ځواک وو.د مرکزي امپراطورانو تر څنګه مسلمانانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلې پاچاهۍ جوړې کړې چې د نړۍ د یو ستر ځواک په څیر یې په نړۍ حکومت وکړ. پدې وخت کې مسلمانان د ماتو سره هم مخ شول لکه چې په اندلس کې د مسلمانانو ماتې او په فلسطین باندې د څه وخت لپاره د صلیبیانو قبضه او یا د تاتاریانو د لاسه د مسلمانانو ماتې، خو په مجموع کې مسلمانان لا هم برلاسي وو. نن چې د امریکې د نړیوال برلاسيتوب دیرش کلونه هم ندې تیر شوي او شوروي ایله پنځوس کاله په کوم مقام ولاړ وو او یا لویې برطانیې د خپل ځواک یوه سلیزه هم بشپړه نکړه، مسلمانانو د دغه شان برلاسيتوب خوند تر زرو کلونو وڅکو. د مسلمانانو دغه برلاسيتوب یواځې نظامي او سیاسي برلاسيتوب نه وو بلکه دا اقتصادی، علمي او فرهنګي برلاسی وو.‌ مسلمانان پدې ټولو شعبو کې د هر چانه وړاندې وو او د هره اړخه د مشرتابئ په چوکۍ ناست وو.


د زرکلن عروج وروسته زوال

هر عروج زوال لري. ددغه اصل له رویه زمونږ د‌عظیم او اوږد عروج نه وروسته زوال شورو کیږي. له يوې خوا د ترکانو خلافت چې په آسیا افريقه او اروپا خور وو او دنړۍ په منځ کې د خپل ټول عظمت سره ولاړ وو، ورو ورو د یو رنځور انسان پشان په کمزورتیا شورو شو. بلې خواته چې د مغلو لویه پاچاهي چه په څلویښت سوه زره کيلومتره خاوره خپره وه، په یو وار په رالنډیدو شوه.په هندوستان کې د مسلمانانو دواک داستان هم زرکلن وو چې د مغلو د وروستني عظیم پاچا اورنګزیب عالمګیر په وخت کې یې د خپل عروج اخري پوله ولیده. د مغلو دغه سلطنت د لوې اشوک نه وروسته نه یوازې دا چې د هند نیمه وچه یې د خپل واک لاندې راوسته بلکه اقتصادي پرمختګ یې دې حد ته ورسوو چې د نړۍ د څلورمې برخې اقتصاد یوازې د اورنګزیب د لاس لاندې وو. ولې د اورنګزیب نه وروسته د مغلو پاچاهي په یو څو لسیزو کې په ډیره چټکتیا سره پرشا تګ شورو کړو. د شاه عالم ثانی په وخت کې ددې پاچاهۍ تعریف داسې کیدو چه سلطنت شاه عالم از دهلی تا پالم. پالم د ډیلي سره نږدې یو کلی وو چې نن سبا پکې د ډیلي هوایي ډګر جوړ دی. یانې د څلور میلونه مربع‌ کلومتره پاچاهي ایله یو څو کلو متره پاتې شوه او دا نوره خاوره خو یا د خپلواکه راجه ګانو او نوابانو تر منځ وويشل شوه او یا هم د نوي راوچت شوي ځواک یانې د مرهټیانو په مخ سر ټيټولو ته اړ شول.

 

د ناروغۍ تشخیص او درمل

پدغه وخت کې چې مسلمانانو فکري قیادت د مسلمانانو د زوال د رنځ کوم تشخیص کړی وو هغه تشخیص دوه اساسه درلودل. لمړی دا چې تر کومه مسلمانانو توره په لاس کې وه نو دوۍ برلاسي وو خو چې کله یې توره د لاسه وغورځوله نو دوۍ مغلوب شول. د تشخیص دویم اساس دا وو چې د مسلمانانو پوهه د جمود او تقلید ښکار شوه او ددوی کړنې د دین د ښودانو لیرې پاتې شوې نو ددې کبله دې دین علم او عمل په سمو بنسټونو ودرول شي او دا ودریدلی سفر دې بیا په پوره ځواک او ولوله شورو کړی شي.

د تاتاریانو حملې اسلامي هیوادونه ښه لاندې باندې کړل اما هندوستان یوازینۍ خطه وه چې د خپلو زړورو پاچاهانو د زړورتیا په وجې ددغو حملو نه مصونه پاته شو. د‌عربو او عجمو خلک د تاتاریانو نه د ځان ساتنې لپاره هندوستان ته کډه وکړه. پدغه وخت کې د هند خاوره د اسلامي نړۍ د پاره د‌ پوهې او حکمت مرکز جوړ شو. د اورنګزیب نه وروسته د یو اړخه د مغلو پاچاهي په چټکتیا سره مخ په ښکته روانه وه او د بله اړخه یو ډیر سپیڅلي شخصیت په هندوستان کې وزیږید. دغه مبارک شخصیت شاه ولی الله وو چې د مسلمانانو د تاریخ لوړپولی کس دی. شاه ولی الله چې په مسلمانانو کومې اغیږې غورزولې دي د هغې له کبله د امت په تاریخ کې ډیر کم خلک داسې دي چې د شاه ولی الله سره پرتله شي. شاه د مخکې ذکر شوو دوو بنسټونو رڼا کې د مسلمانانو د مظلومیت او سرکوزۍ د پای ته د رسولو لپاره هلې ځلې پیل کړې. همدا وجه وه چې له يوې خوا یې نواب نجیب الدوله او د ځینې څیړونکو په وینا احمدشاه ابدالي ته لیکونه واستول او مسلمانانو ته یې د مرهټیانو د زیاتیدونکي خطر نه د مخنیوي لپاره بلنه ورکړه چې په نتیجه کې یې احمدشاه ابدالي مرهټیانو ته په کال61 17 کې د پانی پت په میدان کې ملاماتونکې ماتې ورکړه.


له بله اړخه شاه صاحب په علمي ډګر کې د دیني علومو په هره برخه کې ډیر زیات او فوق العاده کار وکړ. شاه صاحب په فارسي ژبه کې د قرآن ژباړه ولیکله او د دوۍ دوه زامنو هر یو شاه رفیع الدین او شاه عبدالقادر په اردو ژبه کې د قرآن ژباړه ولیکله. شاه ولی الله ددې نه پرته په تفسیر، حدیث، فقه، تاریخ، اسرار دین، تصوف، یانې د دین په هره شعبه کې اجتهادي کار وکړ. همدا وجه ده چې د کمکۍ وچې هیڅ کوم عالم به داسې نه وي چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د شاه صاحب د علمي اغیزې نه بچ پاته شوی وي.

دوه سوه کلنې هلې ځلې او د هغو نتايج

د شاه صاحب د وخت نه واخله تر نن پورې مسلمانان د همدغه دوه اهدافو په رڼا کې په همدغه دوه کرښو کار کوي اما مونږ وينو چې د مسلمانانو د بریا خوب رشتیا نشو بلکه د مسلمانانو تنزل لا په زیاتیدو دی. راځۍ چې نظامي محاذ لمړی تحلیل کړو.په کال 1761 کې په پاتي پت کې د احمدشاه ابدالی بریا د مسلمانانو وروستنۍ بریا وه. ددې نه تر مخه د اروپایي ځواکونو راوپاریدل او د عثماني خلافت فتوحات یې پر ځاې ودرول. Th great Turkish war چې پکې ترکانو د 1680نه واخله تر کال 1699 پورې د ویانا د ګټلو لپاره وجنګدیل، د هنګري په بایللو منتج شو. ددې جنګ نه وروسته د ترکانو زوال د مغلو په نسبت زیات وخت ونیو اما مغل په ډیره چټکۍ سره د زوال کندې ته ولوېدل. په هندوستان کې د مغلو د ماتو یوه نه ختمیدونکې لړۍ پیل شوه چې ابتدا یې د 1757 د پلاسي د جنګ نه وشوه چې په نتیجه کې یې نواب سراج الدوله د بنګال حاصل خیزه زمکه انګلیسانو ته وبایلله. په کال 1799 کې ټيپو سلطان په په سرنګاپټم کې د انګلیسانو نه‌ماتې وخوړه. سید احمد شهید او شاه اسمعیل شهيد (د شاه ولی الله لمسي) په کال 1831 کې د سکانو څخه په بالاکوټ کې ماتې وخوړه. د کال 1857 د مسلمانانو او هندوانو د خپلواکۍ لپاره مشترک جنګ انګلیسانو ته وبایلو چې په نتیجه کې د مسلمانانو زرکلن واک پاې ته ورسید او هندوستان په بشپړه توګه د انګلیسانو په واک کې راغی. له بله اړخه د هندوستان نه باهر هم د مسلمانانو د ماتو لړۍ روانه وه. په کال 1830 کې د عثماني خلافت نه د یونان خپلواکي ګټل د عثمانی سلطنت کمزورتیا رابرسیره کړه. ترکان په بیلابیلو جنګونو کې د پرله پسې ماتو سره مخ شول چې د لمړنی نړیوال جنګ په ختمیدو سره عثمانی سلطنت هم په بشپړه توګه پاې ته ورسید او د آسیا افریقا او اروپا نیول شوې خاوره یې له لاسه ورکړه. دغه راز په دریو وچو حاکم مسلمانان ایله د زمکې په درې سلیزه 3% برخه حاکم پاتې شول. پدغه وخت کې د مسلمانانو ځانګړي منډې تړلې او جنګونو هم د ماتې سره مخ شول. لکه په روسیه کې د امام شامل هلې ځلې او په افريقه کې د مهدی سوډاني او عمر مختار د اروپایي ځواکونو په مخ نیوي کې پاتې راغلل.

Comments
Loading...