د لويې جرګې مخینه په افغانستان کې / خيبر اميري

0 65

جرګه په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل تر ټول ستر واکدار مهظر دی.

ګران افغانستان د اوږد تاریخ لرونکی هېواد دی، په دغه جغرافیه کې یو لوی ملت هست دی، ډیرې ژبې، ډیر قومونه او مختلف کتلورونه او دودونه پالي، جرګه هم د دغه ملت تر ټولو پخوانۍ ملي او قبیلوي عنعنه ده.

لویه ملي جرګه یا لویه مشورتي جرګه د افغانستان د قومې، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه د افغانستان د بحران څخه د وتلو او ژغورلو په پار رامنځ ته کېږي.

په ډیری حالاتو کې د پاچا یا ولسمشر لخوا یې غړي په انتخابي یا انتصابي شکل ټاکل کېږي لومړنۍ لویه جرګه په (۱۱۶۰ لمریز\ ۱۷۴۷م) کال کې د نادر افشار د مړيني وروسته تر سره شوه او دغې جرګې د نوي افغانستان راتلونکی وټاکه یاده جرګه په شیر سرخ مزار کې د ۹ ورځو لپاره د عليزي، پوپلزي، نورزي او سدوزیې قومونو مشرانو په ګډون جوړه شوې وه وروسته له ۹ ورځو خبرو اترو او مشورو د سدوزیې قوم څخه احمدشاه ابدالي د افغانستان د پاچا په توګه وټاکه او د غنمو وږی یې د ویاړ په توګه په شمله ور وټمبه.

جرګه د افغانیت او ملي عنعنې یوه بنسټیزه برخه ده، چې خان خوشحال خان خټک یې اهمیت داسې بیان کړی :

بې جرګې نه به هیڅ کار په لاس وانخلي

چې خبر وي د جرګې په برکت

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې درې ډوله جرګې دي:

محلی جرګه

قومي جرګه

ملي جرګه ( لویه جرګه)

محلي جرګه: د نورو جرګو په پرتله تنګه ساحه لري او اکثره د وچکالۍ او محلي ستونزو په پار جوړیږي.

قومي جرګه: په ټوله کې دغه جرګه د یو یا څو قومونو ستونزو د راولاړیدو او تصمیمونو پر اساس رابلل کېږي او فیصلي کوي.

ملی جرګه یا لویه جرګه: د لویانو او مشرانو د افغانستان د بهران څخه د وتلو د پریکړو تر ټولو ستر سیاسي او ټولنیز ټولی ده او غړي یې اکثرآ د ولسمشر لخوا انتخابي او انتصابي ټاکل کېږي.

په افغانستان کې د عنعنوي لوې جرګې تاریخچه:

۱- د قندهار لویه جرګه (۱۱۶۰ لمریز \ ۱۷۴۷ م):

دغه جرګه د نادر افشار د مړیني وروسته جوړه شوه د جرګې یو ګډونوال د صوفي صابر شاه کابلي په نوم  د جرګې د پریکړي وروسته پورته شو او لوی افغانستان نوې پاچا احمد شاه ابدالي ته د تاج پر ځای د غنمو وږی د پاچا پر دستار وتمبه او جرګې پای ومومه.

۲- د کابل لویه جرګه (۱) (۱۸۴۱\ ۱۲۵۷):

په ۱۸۴۱ م کال کې د عبدالله خان اچکزي په کور کې د ۱۲ کسانو مشرانو په ګډون د محمد زمان خان په مشرۍ جرګه را وبلل شوه او د (افغان انګلیس) لومړنۍ جګړې یې اعلان کړه.

۳- د کابل لویه جرګه (۲) (۱۸۶۵\۱۲۴۴):

۲۰۰۰ کسیزه لویه جرګه د امیر شیرعلي خان په مشرۍ را وبلل شوه چې پایله يې دا شوه امیر باید خپل سلطنت ته دوام ورکړي.

۴- د کابل لویه جرګه (۳) (۱۹۱۵\۱۲۹۳):

د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې هم لویه جرګه را وبلل شوه چې د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او برتانیایی هند ترمنځ د سرحد په توګه لاسلیک وکړي.

۵- د جلال آباد لویه جرګه (۱۳۰۱\۱۹۲۰)

وروسته له دې چې علی حضرت امیر آمان الله خان واکمن شو او د هېواد خپلواکۍ یې اعلان کړ د هماغه کال په ژمې کې یې د دولت او د خلکو استازي جلال اباد ته د نظام نامې، مالیاتو قانون او ټولنیزو اصلاحاتو را وستلو په پار د لویه جرګه په ترڅ کې را وبلل د یادې جرګې څارنه او نظارت پخپله شاه کوه. او په دغه جرګه کې د ګډونوالو شمیر ۸۷۲ تنو کسانو ته رسیده.

۶- د پغمان لویه جرګه (۱) (۱۳۰۳\۱۹۲۲):

غازي آمير امان الله خان د جلال آباد لويې جرګي وروسته د پغمان لویه جرګه راو بلله، دغه جرګه په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د پغمان په ښارکوټې کې د ۱۵۰۴ کسانو په رابللو ۱۰ ورځې دوام وکړ دغې جرګې ډیری مسایل اقتصادي اصلاحات او د نظامنامې پر ارزښت بحث وو.

۷- پغمان لویه جرګه (۲)(۱۳۰۷\۱۹۲۴):

د ۱۳۰۱ او ۱۳۰۳ کلونو تصویب شوي نظامنامي پروړاندې بهرنیو لاسوهنو په خوست کې خلک راپارولي وه.

خلکو د نظامنامي د تعدیل او بیا کتني غوښتنه وکړه او شاه د خلکو د غوښتنې سره سم په پغمان کې دویمه لویه جرګه را وبلله.

د دغې جرګې ګډونوال ۱۰۰۰ تنه کسانو ته رسیدل جرګې د دولت شورا چې ۱۵۰ کسېزه غړي یې لرودل ملي شورا ته ورکړل. د جزا د بښنې حقوق یې پاچا ته ورکړل او د سربازۍ دوره یې ۳ کاله تعین کړه.

۸- د کابل لویه جرګه (۴)(۱۳۰۹\۱۳۳۰):

د غازي امان الله خان د واکمنۍ وروسته محمد نادر خان په کابل کې لویه جرګه راوبلله چې ۳۰۱ تنو کسانو برخه اخستي وه، یاده جرګه د نادر خان پر ویناوو پیل شوه او د جرګي مشري د محمد هاشم خان په غاړه وه.

په نوموړې جرګه کې د ولسي جرګي لایحه ، د ولایتي شورا ګانو د استازو ټاکلو ډول او د بیرق رنګ په اړه بحثونه وشول

۹- د کابل لویه جرګه(۵) (۱۳۲۰\ ۱۹۴۱) :

د شاه نادرخان د مړیني وروسته او د محمد ظاهر شاه د ټاکل کېدو وروسته په حبیبیه لیسه کې د نوامبر په ۵ مه ۱۳۴۱ م کال کې د کابل لویه جرګه تر سره شوه چې نږدې ۲ ورځې یې دوام وکړ.

او په لویه جرګه کې پریکړه وشوه چې په نړیواله جګړه کې به بي طرفه پاتې کېږي.

۱۰ د کابل لویه جرګه (۶) (۱۳۳۴\۱۹۵۵):
دغه جرګه د سمیه اېزو تحوالات او د پاکستان د رامنځ کېدو په پار جوړه شوه د یادې جرګې مشري د وزیرمحمد ګل خان مومند په غاړه وه او ۳۷۱ تنه کسانو پکې ګډون کړي و، اساسې موضوع یې د پښتونستان موضوع وه چې نږدي ۵ ورځې یې دوام وکړ او د دې جرګې وروسته افغانستان له پخواني شوروي سره ډير نږدي اړيکي پیل کړي.

۱۱- د کابل لویه جرګه (۷) (۱۳۴۳\۱۹۶۴):

دغه لویه جرګه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ ورستۍ جرګه وه چې په سلامخانه ماڼۍ کې تر سره شوه.

په جرګه کې ۴۵۲ تنه کسانو ګډون کړي وه، چې د اساسي قانون، د دری ګونه قواوو تفکیک ، دیموکراسي او سیاسي حزبونو ازادي په تړاو رابلل شوي وه.

د کابل لویه جرګه (۸) (۱۳۵۵\۱۹۷۶):

په افغانستان کې د جمهوري نظام رامنځ ته کېدو وروسته د ۱۳۵۵ لمریز کال په ژمي کې د ملي مشروعیت تر لاسه کول او د نوي اساسي قانون د تصویب په پار لویه جرګه را وبلل شوه.

۱۳- کابل لویه جرګه (۹) (۱۳۶۴\۱۹۸۵):

وروسته له دې چې د خلق دموکراتیک ګوند واک ته ورسید په ۱۳۶۴ لمریز کال کې د پلی تخنیک پوهنتون په لوی تالار کې یې ۱۷۹۶ تنو ګډونکونکو په رابللو سره لویه جرګه ترسره کړه.

چې د یادې جرګې موخه د خلکو ملاتړ ترلاسه کول، سوله، کورنۍ او بهرني سیاست جوړه ول ؤ.

۱۴- کابل لویه جرګه (۱۰) (۱۹۸۷\۱۳۶۶):

دا د خلق دیموکراتیک ګوند دویمه لویه جرګه وه، چې د کابل پلي تخنیک پوهنتون د غونډو په لوی تالار کې د دوه ورځو لپاره په کال ۱۳۶۶ لمریز کې تر سره شوه. او د یادې جرګې پایله دا شوه چې نوی اساسي قانون تصویب او په هغه کې اسلام دين د افغانستان د خلکو دین وګڼل شو او د نورو مذهبي فرقو ازاديو ته قایل پاتي شي.

۱۵- کابل لویه جرګه (۱۱) (۱۳۶۸\۱۹۸۹):

دا جرګه د شهید ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال را بلل شوي وه، چې په یاده جرګه کې ۷۳۲ تنو شخصیتونو برخه اخستي وه  دغې جرګې ۳ ورځې دوام وکړ او د جرګې موضوع ملي روغه جوړه (آشتي ملي)، د مجاهدینو سره روغه جوړه او د هېواد د سیاسي کشمکش حل وو.

۱۷- اضطراري لویه جرګه (۱۳۸۱\۲۰۰۲):

“اضطراري لویه جرګه” د بن کنفرانس د توافق پر اساس په کابل کې د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون دغه جرگه تر سره شوه، چې حامد کرزی یې د افغانستان د انتقالي دورې د مشر په توګه.

۱۸- د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه (۱۳۸۲\۲۰۰۳):

د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه ؛ دغه لویه جرګه د ۵۰۰ تنو کسانو په ګډون د مرحوم صبغت الله مجددي په مشرۍ په کابل کې تر سره شوه او د هېواد اتم اساسي قانون یې تصویب کړ.

۱۹- د سولي مشورتي لویه جرګه ( جوزا ۱۳۸۹\۲۰۱۰):

د سولي مشورتي جرګه د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون د برهان الدین رباني په مشرۍ تر سره شوه او د جرګې پایله دا شوه، چې د ولسمشر حامد کرزي د سولي طرحه تأیید او او د طالبانو بندیان ازاد کړي همدارنګه جرګې د سولي عالي شورا د جوړیدا پریکړه هم وکړه.

۲۰- د سولې مشورتي جرګه (لړم۱۳۹۳\ ۲۰۱۱):

په افغانستان کې وروستۍ لویه مشورتي جرګه په ۲۰۱۳ م کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې را بلل شوې وه، چې اجنډا یې له امریکا سره پر دوه اړخیزه ستراتیژیک تړون سلا مشوره وه.

پای

کابل- افغانستان

Comments
Loading...