د سولې په پروسه کې د هند رول او اقتصادي اغېز ېې

روح الله احمدزی

0 41

هندوستان د سټراټیژیک او منطقوي ملګري په حیث د افغانستان په بیا رغونې، د وسلوالو ځواکونو په روزنې، د اوبو او بریښنا بندونو په جوړونې او د ښوونې او روزنې په برخو کې لږ تر لږه د ۴ میلیارده  ډالره مرسته او پانګونه کړې ده. د سلما بند، د ولسې جرګې او مشرانو جرګې د ناستو ودانۍ، د زرنج – دلارم لویې لارې سړک او ګڼ شمیر نورې کوچنۍ او لويې پراختیایي پروژې د هند د مرستو ښکاره بېلګې دي. هند د سیمې  د یو قدرت او سیاسي معادلاتو د تغییر لوبغاړي په توګه په سیاسي او تخنیکي  لحاظ  په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان او منطقې په لویو تحولاتو او بدلونونو کې دخیل لوری دی. د طالبانو د رژیم پرځېدو  وروسته په ۲۰۰۱ میلادي  کال کې د افغانستان د نوي حکومت جوړېدو او د قدرت ویش هوکړه (بن تړون)  مراسمو کې د هند حضور او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د  لندن کنفرانس (چې په ترڅ کې یې د افغانستان د ډیرو نا امنو سیمو امنیت ساتلو دنده افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه) د هند حضور د دې سبب شو چې  په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو سټراټیژیک تړون لاسلیک کړي. د یاد تړون وروسته هند په پراخ ډول د افغانستان د وسلوال پوځ روزلو لړۍ پیل او د امنیتي سکتور د غښتلتیا  او د تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه پیل کړه.

د هند بهرني سیاست سټراټیژي کې د وسلوالو تروریستي ډلو پر وړاندې پر وسلوالې مبارزې، سیاسي او  اقتصادي بندیزونو او  د تروریستي ډلو سره د خبرو پر ځای د ځپلو ټکي لیکل شوي دي. وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان ته د سولې او امنیت راوستلو  حل لار د وسلوالې جګړې پر ځای  له طالبانو سره پر مخامخ خبرو او جوړ جاړي ټینګار وکړ. او له نږدې دوه کاله خبرو اترو وروسته د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان په همکارۍ پر دې وتوانېده چې د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې د هندوستان، سیمې او نړۍ هیوادونو د استازو په حضور کې  امریکا متحده ایالات او طالبانو ترمنځ ۲۰۲۰ مېلادي کال د فبروري ۲۹ مه نېټه هوکړه لیک لاسلیک کړي. اما د یاد هوکړه لیک  نهه  ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس ډونلد ټرامپ د هندوستان پلازمنې ډهلي ته په دوه ورځني سفر تللی و، د یاد سفر په ترڅ کې د امریکا جمهور رییس ټرامپ او د هند لومړي وزیر نرېنده  مودي د اقتصادي او سیاسي بحثونو ترڅنګ مهم  بحث د افغانستان سولې پروسه کې د هند پر اغېزو او رول و، ټرامپ له هندوستان وغوښتل چې افغانستان سولې پروسه کې له امرېکې سره مرسته وکړي او هند یې د روانې سولې پروسې مهم او ګټه ور لوری یاد کړ.

بلخوا هند د نړۍ او سیمې د یو اقتصادي او نظامي قدرت په حیث د افغانستان سولې پروسه کې د جیو پولیټیکلي، سیمه ییز امنیت، سیاسي، نظامي، اقتصادي او سوداګریزو ګټو او خونديتوب په لټه کې دی. هند د نړۍ د ګڼ شمیر نفوس لروونکي هیواد په صفت  د اوبو، بریښنا، ګاز اوطبیعي انرژۍ کمبود سره لاس او ګریوان دی. او په اقتصادي لحاظ په سیمه کې د خپلو اړتیا د پوره کولو لپاره تر ټولو ارزانه بازار او د پانګونې  فرصتونه  په افغانستان او مرکزي آسیا کې ویني. افغانستان د درېیو ترېلیون ډالرو په ارزښت معدنونه لري، د مرکزي آسیا هیوادونه د طبیعي ګاز، تیلو او هایدرو کاربن کافي زیرمې لري، ازبکستان د ګاز بډای دی او قرغزستان سره په ګډه د سرو زرو یو مهم سیمه ییز تولیدونکی دی همدارنګه تاجکستان د اوبو د بریښنا لوی ظرفیت لري او ترکمنستان د نړۍ څلورم د ګازو لویو زیرمو لرونکی هیواد  دی او دا د هند د پانګونې لپاره د پام وړ ټکي دي.

د مرکزي آسیا هیوادونو سره اقتصادي او تجارتي راکړې  ورکړې ته لیوالتیا او په چابهار بندر باندې د نږدې شل میلیارد ډالرو پانګونې هوډ هغه څه دي چې په افغانستان او مرکزي آسیا هیوادونو کې د پانګونې لپاره د هند علاقمندي ښيي. سربيره پردې هند د مرکزي اسیا هیوادونو سره لوی اقتصادي، ټرانسپورټي، تجارتي او د غیرې هستوي انرژۍ پروژې او تړونونه لري چې د یو شمیر مهمو پروژو او تړونونو غړيتوب افغانستان هم لري او د افغانستان له لارې انتقالیږي.

هند د پورته یادو شویو پروژو عملي کولواو د پانګونې فرصتونو لپاره په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې امنیت او سولې ته اړتیا لري، څو وکولي شي په اقتصادي او جیو پولیټیکلي لحاظ مرکزي اسیا چې د اروپا او اسیا ترمنځ د پله حیثیت لري د اروپا، روسیې او امریکا سره خپلې اړیکې تامین کړي.

له سیاسي اړخه هند له پاکستان سره د کشمیر په سره وږده او جنجالي لانجه لري چې دواړو لورو په ځانګړې توګه پاکستان هر وخت د افغانستان څخه د کشمیر مسئله کې د ابزار په توګه استفاده کوي، او موږ عملآ وینو چې پاکستاني چارواکي  د افغانستان سولې پورسه د کشمیر لانجې پورې تړي او د دریدو  ګواښ یې کوي. هند د همدې ټکي په اساس  د طالبانو او  امریکایانو ترمنځ هوکړه لیک کې د پاکستان رول اندیښمن کړی او د روانې پروسې په کامیابولو کې زړه نا زړه او حتا دا یې په زغرده ویلي چې روانه پروسه په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو راوستلو سبب نه شي کېدلی، خو د هند اندیښنه هلته لا ډیره شوه چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان سولې لپاره د سمیه ییزو هیوادونو د ملاتړ، همغږۍ او همکارۍ   ۶+۲+۱  ګروپ ۶ ګاونډيان، چین، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان، ۲ نړیوال قدرتونو امریکا او روسیه  او ۱ افغانستان  هیوادونو ناسته د هند حضور پرته تر سره کړه.

هندوستان  د امریکا متحده ایالاتو سره د ګډو همکاریو سټراټیژیک تړون لرې او په ورته وخت کې افغانستان له دواړو هیوادونو هند او امریکا سره سټراټیژیک تړونونه لري. ډیر امریکايي چارواکي په دې نظر دي چې د جفرافیایي محدودیتونو په اساس شونې نه ده چې امریکا له افغانستان سره مخامخ  پراخو نظامي او اقتصادي همکاريو ته دوام وکړي. امریکا هڅه کوي چې راتلونکي کې د درې جانبه افغانستان، هند او امریکا همکاریو په ترڅ د افغانستان دولت سره همکاريو ته دوام ورکړي. یادو سټراټیژیکو تړونونو ته په کتو د هند نه حضور د افغانستان سولې پروسه کې د پوښتنې او اندیښنې وړ دی. خو ښکاره نده چې د هند لرې ساتل د امریکا هند ترمنځ، د پردې ترشا پالیسي وه که نه په لوی لاس هند د سیمې سیاسي بهیرونو څخه لرې ساتل و. اما هند ته د ټرمپ سفر او د خلیل زاد سفرونه څخه داسې ښکاري چې شاید د هغو ستونزو هورولو لپاره وي چې د افغانستان سولې پروسه یې ټکنۍ کړې ده. تیره اوونۍ خلیزاد د سیمې هیوادونو ته د سفرونو په لړ کې هند ته بیا تللی و نوموړی د هند رول د افغانستان سولې پروسه کې اړین یاد کړ او له هند یې غوښتنه وکړه چې طالبانو سره دې د سولې پروسې او راتلونکي په اړه خبرې وکړي په ورته وخت کې  د طالبانو سیاسي دفتر هم له هند سره د خبرو کولو هر کلی وکړ. همدارنګه پاکستان چې تل یې  د افغانستان سولې پروسې څخه د هند لرې ساتلو کوښښ کړی په کابل، ننګرهار، لغمان او پکتیا ولایتونو کې د خونړیو تروریستي حملو وروسته پرون پر هند غږ وکړ، که هند علاقمندي لري چې  طالبانو سره د افغانستان سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي پاکستان یې هرکلي کوي.

د یادو ټولو ستونزو او فرصتونه سره هند د افغانستان سره د سولې پروسه کې سیاسي، امنیتي، نظامې، جغرافیایي او اقتصادي  منافع لري د ګډو منافع لرل ددې سبب کېدلی شي چې دواړه هیوادونه یوه مواضع ونیسي او یو بل سره همکاري وکړي.  په ټوله کې هند په څلورو برخو کې د افغانستان سولې پروسې کې رول لوبولی شي.

لومړی: په سیاسي لحاظ هند کولي شي چې د سیمې هیوادونو سره چې کوم امنیتي، اقتصادي او د ګډو همکاریوستراتیژیک تړونونه او اړیکې لري د مذاکراتو پروخت د افغانستان دولت مذاکراتي پلاوی په ملاتړ ترې استفاده وکړي.

دویم : په اقتصادي برخه کې هند د لوړ او مخ پر ودې اقتصاد لرونکي هیواد په توګه دسیمې ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې لري د دې اړیکو اغیزه د سولې پروسه کې اساسې نقش لوبولي شي، ښکاره ده چې د سیمه ییزه هوکړې پرته په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت شونی ندي نو په دې اساس هند کولي شي چې افغان حکومت سره په ګډه د مذاکراتو په بهیر کې په طالبانو او ملاتړ کوونکو کې یې فشار راوړي او د دولت مذاکراتي پلاوی د دریځ د غښتلتیا سبب شي.

درېیم: په استخباراتي برخه کې هند د سیمې ځواکمن او پیچلې استخبارات او ډلې لري چې کولی شي د افغانستان دولت سره تر بل هر هیواد ډیره مرسته وکړي، هند ته چې د مذهبي بنسټ پالو ډلو د لوري کوم تهدید موجود دی د هغو ډیری په افغانستان او خیبرپښتوخوا کې فعالیت لري او روزل کیږي؛ هند اړ دی چې د افغانستان دولت سره په ګډه د دوی پروړاندې ودیږي او د د یادو ډلو د تمویل کوونکو معلومات او آدرسونه شریک کړي. دا د افغانستان حکومت هغه شرط سره مرسته کولي شي چې له طالبانو غواړي، د بین الافغاني هوکړه لیک وروسته به تروریستي ډلو سره  اړیکې پرې کوي.

څلورم: هند د ځواکمن جمهوري نظام او ډیموکراټیکو اصولو لرونکي هیواد دی. د افغانستان مذاکراتي ټیم چې د جمهوري نظام او د سیاسي سازمانونو خوندي ساتل یې د مذاکراتو سرې کرښې دي  هند کولي شي چې  په تخنیکي برخه کې  مذاکراتو ټیم غړو سره همکاري وکړي څو دولت  له طالبانو سره  د ټولنیزو او سیاسي سازمانو په اړه اساسي مسائل حل کړي.

Comments
Loading...