د سولې دښمنان- دریمه او وروستۍ برخه

شاه ولی ارین

0 44

د سولې هغه خطر ناکه پروسې او په هیواد کې زموږ د ټولنې او ولس د ټولو بد بختیو هغو دشمنانو ته د هیواد والو پام را اوړم چې کلونه، کلونه یې زموږ د هیواد او ټولنې د هوساینې، پرمختګ مخه نیولي او له ډېرو نورو ستونزو سره مخ کړي دي.

بې سوادي:  

دا هغه منفي پدیده ده چې نه یوازې د څلورو لسیزو په روانو جګړو کې زموږ ټولنه او ولس ترې بې برخې پاتې شوي، بلکې په تیرو پیړیو کې هم دغه اړتیا ته نه د وخت حکومتونو پاملرنه کړی او نه زموږ هیوادوالو دغه اصل ته دومره جدی پاملرنه کړي ده.

بیسوادي د یوې ټولنې هغه خطر ناکه ستونزه ده چې په شتون کې یي د یوې ټولنې نورمال مثبت حرکتونه له رکود سره مخ کوي، د کار، اقتصاد او انساني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو مسیر ستونزمن کوي.

بیسوادي ده چې انسانان د ښو او بدو له تفکیک نه محروموي او په انساني ژوند کې یي د سترو ستونزو علت ګرزي.

جګړې زموږ دغه تیره ستونزه نوره هم پسې ګړندۍ کړه او په تیره څلویښت کلنه غمېزه کې د هیواد اکثرو ولایتونو کې په خاص ډول پښتانه له دغه ستونزو سره ډېر لاس او ګریوان شول، چې همدا اوس هم دوام لري.

څوګونه عوامل د دې علت وګرزیدل چې د سواد او زده کړې پر ځای ځوان نسل نورو هغو لارو باندې پل کیږدي چې د زده کړو له نعمت نه محروم پاتې شې.

د سولې دښمنانو تل هڅې کړي تر څو په خپلو جګړه ایزو فعالیتونو کې د ځوان نسل له ځواک نه ګټه پورته کړي او د ټولنې د اقتصادي اړتیاوو د ستونزو له درک سره سم یې د دې پر ځای چې ځوانان تحصیل وکړي، له دې مسیر نه بې لارې کوي او د معاشونو او نقدې امکاناتو په اختیار کې ورکولو سره یې د جګړو میدان ته ورټیل وهي، چې په دې ترتیب یې هم له سواد زده کړې محروموي او هم یې ژوند له لاسه ورکوي.

ځوانان باید دا درک ولری چې دوی د ټولنې د ملا تیر دي، که چیرې په یوه ټولنه کې باسواده ځوانان موجود وي، هغه ټولنه دېر ژر رشد او تکامل کوي، نو ځکه د بیسوادی له دښمن سره جګړه تر بل هرڅه اړینه ده زموږ هیواد وال او ځوان نسل باید په دې لار کې د هر اړخیزې پاملرنې تر څنګ خپلو اولادونو سره د هرډول مرستو له لارې د زده کړو پروسه جاري وساتي.

نفاق او تعصب: 

په دې باید پوه شو چې افغانان هیڅ د جګړې پلویان نه دي او روانه جګړه د بهرنیو له لورې پر افغان ولس باندې ورتپل شوي جګړه ده، دغه جګړه ځکه په یو اوږمهاله جګړه بدله شوې چې بهرنیانو زموږ په هیواد کې دومره د نفاق، تعصب او بې باوریو تخم پاشلی، چې همدا نفاق او تعصب یو له هغو لاملونه څخه دی چې د جګړې د دوام امکانات یې خورا ډېر کړي دي.

بهرنیانو د انګریزانو له پالیسیو نه چې وایي «بیل یي کړه، ایل یي کړه» دومره قومي تعصباتو ته لمن وهلي، چې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او داسې نور قومونه یي یو د بل پر ضد را پارولي او په دغو قومي جوړښتونو کې یې مافیایې کړۍ جوړي، تقویه کړي او د فقر، بیوزلۍ، بی وسۍ او بیسوادۍ په نتیجه کې یي د دغو تش په نامه مشرانو تر تاثیرلاندې ولس یرغمل کړي چې همدغه د نفاق او تعصب توره پدیده د سولې له خطر ناکترینو دښمنانو نه حسابیدلي شې.

نفاق او د قومونو تر منځ تعصب ته دومره بهرنیانو او زموږ یو شمېر ګاونډیو هیوادو لمن وهلي، چې یو شمېر یې دومره بیګانه کړی چې ځان ته افغان نه وایي.

د هیواد قومونه، سیمې او نور ټولنیز مناسبات یې دومره سره پاشلي دي، چې که چېرې د یوه قوم جنایت کار، غل یا مفسد د بربنډ جنایت له مخې د قانون حاکمیت ته سپارل کېږي، قومونه ترې پلوي کوي او موضوع ته بل رنګ ورکول کېږي.

په هغه ټولنه کې چې اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او د ژوندانه د نورو برخو ویش عادلانه، د اهلیت، لیاقت، شایستګي، مهارت او مسلک له مخې نه، بلکې د قومي، تنظیمي او سیمه ایز ویش له مخې تر سره شې، نو په داسې هیواد کې به څنګه سوله ایز او د هوسا ژوند امکانات برابر شې.

څرنګه چې د مقالې په درې برخو کې د سولې پر دښمنانو بحث وشو او هیوادوالو ته په ګوته شول، د دې تر څنګ یو شمېر نور فکتورونه هم شته چې زموږ په هیواد کې یې د سولې د مخالیفینو تله درنه کړي او د سولې د راتلو هڅې یي یرغمل کړي دي.

په دې کې شک نه شته چې دا جګړه یوه کړغیړنه نیابتي جګړه ده چې بهرنیانو او یو شمېر ګاونډیو هیوادو د خپلو سیاسي او ستراتیژیکي موخو له پاره پر افغان ولس تحمیل کړې ده، چې د دې جګړې پای هم تر ډېره حده پر بهرنیانو پورې اړه لري، خو ازموینو وښوده چې بهرنیان او په خاص ډول امریکا د سولې په روانو هلوځلو کې، دومره تیروتنې وکړي، چې افغانان او حتا بین المللي ټولنه ورته د شک په سترګه ګوري.

د سولې په پروسه کې د ټولو ښکیل اړخونه له اصولو او هوکړو نه انحراف، د دې مانا لري چې د سولې دښمنان په قووت کې دي، سوله یې یرغمل کړې او د دې له پاره چې سوله د دوي په تاوان ده، نو ځکه کورنۍ او بهرنۍ ستونزې ورځ تر بلې را زیږوي چې دغه پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي.

بله اساسي ستونزه د افغان دولت په بهرنۍ دپلوماسۍ کې ده چې تر اوسه یې ونه شو کولای د سولې په روانو خبرو کې خپل موقیعیت څرګند کړي، همدا علت دی چې د مذاکراتو له پروسې نه بیرون پاتې شو او د هرلورې نه د نیوکو وړ وګرزید.

له پورتنیو شننو نه دا څرګندېږي چې یوه پراخه کتله هم افغانان او هم بهرنیان سوله نه غواړي او روانې هلې ځلې یې هم نمایشي او د خاصو موخو له پاره تر سره کېږي، نو ځکه باید افغانان هوښیاراو په دقت سره ګامونه پورته کړي متحد شې او په یو ځواکمن واحد مرکز باندې چې د ټولو افغانانو نمایندګې په حقیقی توګه تمثیل کړای شی، راټول او خپل هیواد له دې سترې غمېزې وژغوري.

!د یو ځواکمن او مستقل افغانستان پر لور

پای

Comments
Loading...