د کونړ سیند د اوبو بند او بریښنا

لیکنه: عبدالرحمن ننګیالی

0

وروسته له هغې چې د ګمبیري په ډاګ د هوایي ډګر جوړونې پروژې پر وړاندې د ختیځ یو شمېر ولسونو په ی غبرګون وښود، او یاده پروژه یې د شهید سردار محمد دواد خان د ماسټر پلان په ضد او ګاونډي هیواد پاکستان ته د پریمانه اوبو پرېښودلو یوه دسیسه وبلله، د ګمبیري ډاګ د خړوبولو او په کونړ سیند د بریښنا د بند جوړولو ګونګسي مات شول، او په یو شور او غږ بدل شول. او دغه غږ ورو ورو د ویښو ځلمیانو، علمي او فرهنګي کدرونو، او هیوادپاله افغانانو لخوا په یو ملي شعار او سترې مبارزې بدلیدونکی دی.

لکه څنګه چې د کونړ سیند د اوبو بند د هیواد د ملاتیر او اوبه د افغانستان ستره ملي شتمني ده، باید پرېنږدو چې دا شتمني او اړتیا مو ضایع شي، او د دې ستر خدای راکړي طبیعي نعمت څخه بې برخې شو. که چیرته د افغانستان اوبه مهار شي، نو په دې سره به د د هیواد صنعت، زراعت، اقتصاد، تجارت ، سیاحت او آن د هیواد روغتیا او دفاع هم پرمختګ وکړي، او لرې نده چې افغانستان په یو ځان بسیا او غښتلي هیواد بدل شي.

غواړم چې د یو افغان محب الوطن په توګه په دې زړه پورې موضوع چې د کونړ سیند د اوبو بند او بریښنا ده یو څو د پام وړ ټکې ولیکم، د دې لیکنې د پام وړ ټکي دي: د کونړ په سیند د بند جوړولو نه مخکې باید څه وکړو، د پاکستان لوبه او یادې سترې ملي پروژې پر وړاندې پرتې ننګونې – دي.

د کونړ په سیند د بند جوړولو نه مخکې: 

لومړی: باید مرکزي دولت کونړ سره د ډیورنډ په کرښه په ټولو سرحدي ولسوالیو کې یو یو توپ ځای په ځای کړي، چې د دوی د راکټي مرمیو، بریدونو، پوځي خوځښت او خاورې نیولو هڅي او د کونړ په سیند د خیټې اچولو مخه ونیسي.

دویم: د پولې ساتلو او څارولو په موخه او همدارنګه د چټګ غبرګون لپاره د هوایي ځواک یو دوه پوځي توغندي لرونکي چورلکې باید په کونړ ولایت کې د تل لپاره میشتې وي، تر څو د جګړې پر مهال د سرحدي ځواکونو او د غرونو په څوکو کې پرتو سرتیرو سره په وخت کومک وکړي.

دریم:  د کونړ په ولایتي دولتي ادارو کې باید فساد، درغلي، رشوت، پاکستان پلوه عناصر او دښمن سره جوړ چارواکي ګوښه او پر ځای یې ایمانداره او خاورې ته ژمنې څیرې ځای په ځای شي.

څلورم: د ټول هیواد په کچه او بیا د ختیځ په کچه، او په ځانګړې توګه د کونړ ولسونه، علمي، فرهنګي، دولتي او غیردولتي، مسلکي او ټولنیز شخصیتونه، کدرونه او ویښ ځلمیان خپل غږ یو شان پورته کړي، مدني خوځښتونه، جرګې او مرکې او د عامه پوهاوي په موخه سیمېنارونه او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې خپرونې او مرکې باید د اوږد مهال لپاره په کار واچول شي، تر څو په ټولو ولسونو کې ملي ویښتیا او د خپل هیواد ملي ګټو سوچ او فکر غښتلی شي.

پنځم: د دې خوځښتونو لپاره باید منظم تشکیلات جوړ شي، هره غونډه باید د یو پلان له مخې او په ټوله کې دا خوځښتونه باید د یوې اوږد مهالې ستراتیژۍ برخه واوسې.

شپږم: په ولایتې ادارې ، ښاغلی والي صیب، ښاغلي وکیلان، سناتوران او همدا رنګه په خپلواکه ملي ادارو چارواکو او رسنیو باندې باید فشار واچول شي تر څو د وُلس دا غږ مرکزي چارواکو او ارګ سره شریک کړي، او په هغوی فشار واچوي، همدارنګه دا غږ باید د هیواد په هر زون او زاویه کې بدرګه شي.

اووم: د مالوماتو او شمیرو له لارې باید وُلس پوهه کړلې شي، لکه اوسمهال مونږ د ازبکستان نه زر میګاواټه بریښنا د کال په 120 ملیونه ډالرو پیرو، که چرته دا او د دې تر څنګ نوره پېرېدونکې بریښنا لګښتونه د پردیو په ځای د خپل هیواد ملي خزانې ته د ګټې په بڼه لاړ شي، نو دا به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د پاتې نورو ملي پروژو د ملاتړ لامل شي.

اتم: د کونړ په سیند د بند جوړولو په موخه باید دولت د اوس نه په زرګونه مسلکي کسان وروزي، لاهم شته دی، خو باید د مسلکیتوب او اغیزمنې روزنې په موخه یې بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زده کړو او مسلکي لنډمهاله او اوږدمهاله روزنو لپاره ولیګي. تر څو دلته خپل ملي احساس لرونکي، خاورې ته ژمن مسلکي کدرونه کار وکړي، په ځای د دې چې بهرنیان زمونږ د پاره د خپلو موخو تر چتر لاندې په داسې یوه غښتلې پروژه کار وکړي، چې د نړۍ په کچه د سیمې هیوادونو سره په سیالۍ بدلیدلای شي.

نهم: د کونړ په سیند د سترو بندونو جوړیدو نه مخکې باید هغه بندونه چې دمګړۍ د کار لاندې دي، او یا نيژدې بشپړیدونکي دي، باید په کار واچول شي، او د کونړ سیند د اوبو د مهارولو په موخه ځای په ځای د اوبو ولې او کانالونه چمتو او بشپړ شي، تر څو چې دغه د بریښنا بند جوړیږي، لومړني او بنیادي کارونه چې دومره ځواک او لګښت نه خواړي پلي شي. چې په دې کې د ګمبیري دښتې خړوبول او د ناکامورا د پلانونو پلې کول هم راځي.

لسم: د دې لپاره چې د نړیوال بانک او یا هم د اسیا پراختیایي بانک مالي مرسته ترلاسه کړو، په کار ده چې موږ د پاکستان سره په یاد اوبو بند یوې پوهې ته ورسیږو، ځکه چې یاد بانکونه په داسې پروژو کې پانګه اچوي چې هلته د هیوادونو تر منځ شخړې نه وي، او یا یې هم تر منځ د هوکړې یو تړون وي. که داسې یوې هوکړې ته مونږ رسیږو چې زمونږ ګټې په کې خوندي وي، خو دا به بیخي اسانه شي، ځکه چې هیواد به د کوم بهرني پور اخیستو او یا هم مالي او اقتصادي فشار سره نه مخ کیږي.

د پاکستان لوبه: 

د پاکستان هیواد سره د ډیورنډ په کرښه پوځي نښتې، استخباراتي فعالیتونه، د تحریک طالبان پاکستان، داعش، طالبان، القاعده او د نورو پاکستان ملاتړه ترهګرو ډلو ترهکریزې کړنې کولای شي، چې د اوبو بند د کار مخه د خنډ او ځنډ سره مخ کړي، مسلکي وګړي په نښه او ترور کړي، ځکه چې دا یو ستر لامل دی، چې دمګړۍ د هیواد نیژدی یو درجن د بریښنا بندونه د کلونو راهیسې نیمګړي او بې برخلیکه پاتې دي. دلته باید یو ملي احساس، پوځي غښتلیتیا او سرحدي خوندیتوب رامنځته شي، تر څو خلک د امن او باور په فضا کې کار وکړي . او د دې لپاره باید زمونږ د هیواد ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت NDS په ګډه یوه ژمنه وکړي او د بند د خوندیتوب لپاره په یو ځانګړي امنیتي پروتوکول کار وکړي، او همدارنګه د هیواد د بهرنیو چارو وزارت باید د یوې فعالې او غښتلې ډیپلوماسۍ له لارې د دې سترې پروژې پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي، او د سیمې او نړۍ په کچه باور او ملاتړ ترلاسه کړي.

د بند پر وړاندې ننګونې: 

د بند جوړل دومره ستونزمن کار نه دی، خو پر وړاندې یې پراته خنډونه لکه : د سیمې د هیوادونو سیالي، ترهګریزې کړنې، د هیواد په داخل کې سیاسې کړکیچ، په حکومت کې پراخه فساد، کمزوری اقتصاد، ډیورنډ کرښه، د ملي ویښتیا او عامه پوهاوي کمې، د سولې مشروط تړون، د افغانستان د نظام راتلونکی برخلیک، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو اتحاد، د امریکا بې مسوولانه وتل، روانه ګرمه جګړه – ټولې هغه نُکتې دي، چې دغه سترې، غښتلې او ملي پروژې مخه یې ډب کړې ده.

زه هیله من یم چې دغه څو نُکتې چې ما یادې کړې، چې په لومړي سر کې باید پرې کار وشي، یواځینۍ ندي، نورې ډیرې تاسې سره هم شته دی، چې زموږ د ټولو یو دریځ لا پیاوړی کوي، که په کار واچول شي، او هیواد مو د یو ډاډمن امنیت، سیاسي استحکام او اقتصادي پیاوړتیا خاوند شي، په یاد بند به سملاسي او هرومرو کار پیلیږي، چې په دې کې به – که د الله رضا وه – او بیا د افغانانو زیار او خواري ډیر وخت نور نه وي .

لیکنه: عبدالرحمن ننګیالی

اسداباد، کونړ

Leave A Reply

Your email address will not be published.