خلیلزاد د امریکا ګانګرېس ته د افغان سولې په اړه سپیناوی ورکوي

0 110

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نږدې ورځو کې د امریکا کانګرېس ته له طالبانو سره د دغه هېواد د معاملې په اړه سپیناوی ورکړي.

د امریکا د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد منلې چې د دوحې له سفر تر ستنېدو وروسته به په یوه سري او پټه غونډه کې د افغان سولې د پرمختګونو په اړه امریکایي استازو ته وضاحت ورکوي.

 په دې وروستیو کې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو د سولې د خبرو پر ابهام نیوکه کړې ده. ددوی په خبره د امریکا ددفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورې ادارې باید د سولې د بحثونو او هوکړو په اړه کانګریس ته معلومات او وضاحت ورکړي.

 دوی دغه راز شک ښيي چې ښایي ټرمپ د خپل کمپاین لپاره په داسې اقداماتو لاس پورې کړی وي چې هغه د امریکا د ملي ګټو په زیان وي.

خلیلزاد منلې چې دوی ته به ددوحې تر سفر وروسته د سولې اړوند ابهامات واضح کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.