په تخار کې په کرونا مړ شوي ښایي سلګونه کسان پرې اخته کړي وي

0 49

په تخار کې په کرونا ناروغۍ د مړه شوي شخص د جنازې او خښولو مراسم  په ډله ییزه توګه ترسره شوي دي.

په دغه ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي دا ناروغ د تېرې جمعې په ورځ مړ شوی و او کورنۍ او ډاکټران په دې نه پوهیدل چې د هغه ناروغي کرونا وه نو ځکه یې په عمومي روغتون کې بسترکړی و او کله چې مړ شو هم کورنۍ یې د غسل، کفن ، جنازې او خښولو مراسم د نورو مړیو په شان ترسره کړل.

د تخار د عامې روغتیا ریاست هم دا ستونزه مني او وایی د ناروغ د پایلو په راوتلو پنځه ورځې تیرې شوې، کله چې پایله راغله هغه دوې ورځې وړاندې خاورو ته سپارل شوی و.

دا مسوولین وایي روغتون یې ټول ضد عفوني کړ او د مکروب ضد محلول یې په کې شیندلی او چپرکټونه او نور وسایل یې هم ضد عفوني کړي.

د عامې روغتیا رییس وایی هغه ډاکټران او نرسان چې د دغه ناروغ درملنه یې کړې هغه هم قرنطین دي.

که څه هم په روغتون کې یې ښایي د دغه ویروس د خپرېدو مخه نیول شوې وي، خو د مړه شوي شخص کورنۍ او نور کسان چې هغه ته یې غسل ورکړی او یا یې خښ کړی د کرونا ویروس له جدي خطر سره مخ دي .

د سیمې اوسیدونکي وایي حکومت باید سمدستي د دغې کورنۍ ټول له خطر سره مخ کسان باید قرنطین کړي او په راتلونکې کې د داسې پېښو د تکرار مخه ونیسي .

Comments
Loading...