په روسيه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د غونډو د برخه والو پرېکړه ليک

0 498

په روسيه کې مېشت افغانان د پراخو غونډو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غوښتنو ملاتړ او د پاکستان د پوځي ادارې پر وړاندې د اعتراض غونډې کوي. دغه غونډې د روسيې په مسکو، سانکت پترزبورګ، کرسنادار ، رستوف-نا-دانو ، ايوانوا، ورونژ او نورو ښارونو کې تر سره شوې او لا نورې هم پر مخ روانې دي. په دغو غونډو کې په روسيه کې مېشت لر اوبر افغانان ګډون کوي. اعتراضيه غونډې له هغه وخته زياتې ګړندۍ او تودې شوې دي چې د پاکستان پوليسو د جنوري په 27 نېټه په پېښور کې د پښتون ژغونې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين بندي کړ او د فبروري په اوومه د پاکستان د دولت په غوښتنه په بحرين کې وتلی پښتون شاعر ګيله من پښتين ونيول شو.
د روسيې په ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ او د پاکستان د پوځي ادارې پر وړاندې د اعتراضي غونډو د ګډونوالو او فعالينو تر منځ د همغږۍ او مشرتابه ګډه کاري کمېټه د نورو په استازيتوب د فدراتيفې روسيې او ټولې نړۍ په دولتي او غير دولتي سازمانونو، کړيو او شخصيتونو غږ کوو:

1 . موږ په روسيه کې مېشت افغانان  د پاکستان د پوځې ادارې پر وړاندې د منظور احمد پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنک د برحقو غوښتنو کلک ملاتړ کوو.

  1. موږ باور لرو چې د پاکستان پوځي اداره په سيمه کې د تروريستي ډلو، سازمانونو او شبکو د روزلو، پاللو او استخدام تر ټولو مهم او او اصلي مرکز دی.
  2. زموږ په باور په افغانستان کې د څلورو لسيزو اوږده ورور وژونکې جګړه د پاکستان د پوځي استخباراتو له خوا تنظيم او اداره کيږي، او روانو جالاتو کې په افغانستان کې د سولې د پروسې ځنډېدل د پاکستان د استخباراتو او پوځي ادارې کار بولو.
  3. موږ په نړيوالو دولتي او غير دولتي سازمانونو غږ کوو چې د ترورستانو او دهشتګرو په ملاتړ او د بيان د ازادۍ او د بشر له حقوقو په څرګنده سرغړونه د پاکستان د پوځي ادارې دوه مخي او مکار غولونکي دريځ ته جدي پاملرنه وکړي.
  4. د پاکستان له حاکمې ادارې غواړو چې د پښتنو – افغانانو له نسل وژنې لاس واخلي، ورک شوي او لادرکه پښتانه خپلو کورنيو ته وسپاري، د پښتنو د کليو، کورونو او بازارونو بمبارول، سوځول او ورانول بس کړي، د بې وسلې پښتنو سپين ږيرو، مشرانو، ځوانانو او ماشومانو له وژلو، بندي کولو، تهديد او تعقيب څخه لاس واخلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د غورځنګ فعال مبارز ځوان پښتون شاعر ګيله من پښتين وزيري ژر تر ژره له بنده آزاد کړي.
  5. موږ په نړيواله ټولنه غږ کوو چې د افغانستان د دولت پر وسله والو مخالفينو د پاکستان د پوځي ادارې اغيز ته د پای ټکی کيږدي او د افغان سولې لپاره د دولت له حاکمې ادارې سره د وسله والو مخالفينو مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.
  6. موږ د ملګرو ملتونو په نړيوال سازمان ،د بشر د حقوقو په نړيوال سازمان ، د سولې او دموکراسۍ لپاره  د مبارزې په ټولو فعالينو او ټولو لر او بر افغانانو غږ کوو چې  د پاکستان له زندان څخه  د پښتون ژغورنې غورځنګ د وتلي مشر منظور پښتين او ځوان پښتون شاعر ګيله من پښتين د د آزادولو لپاره په يو غږ ژر تر ژره  لاس په کار شي.

په درنښت په روسيه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ د مشرتابه شورا

دا هم ولولۍ: ـ

په روسيه کې مېشتو پښتنو- افغانانو، اسلام آباد د تروريزم په ملاتړ تورن کړ

Comments
Loading...