د عبدالرزاق ایازی د مړیني خبرتیا

0 79

إنا لله وإنا إليه راجعون

د عبدالرزاق ایازی د مړیني خبرتیا

د ایازی او حبیبی فامیلونه دوستانو او وطن والو ته خبر ورکوی چی  عبدالرزاق ایازی چی په روم کې  میشته  و د می پر ۵ نیټه کال ۲۰۲۰  د ۹۴ کالو په عمر  حق ته ورسیدي.  ارواښاد عبدالرزاق ایازی د  میرزا محمد اعظم ایازی زوي، په کال ۱۹۲۶ کی په قندهار کي زېږېدلی و او د کابل حبیبيه لیسي څخه اول نمره فارغ سوي و. او د وخت جدیدالتاسیس د ادبیاتوپه پوهنځی کي شامل او دهغه ځای څخه یې د امریکا بورس واخیست.  د امریکا څخه يي په اقتصاد کي ماسټری واخیستله او په کال ۱۹۵۳ کي  يي د پلان په وزارت کي په کار پیل کړ.  وروسته په اف-اې-او کي استخدام سو. او له ۳۰ کالوکار ورسته یی تقاعد وکړ او د روم په افغانی سفارت کی د زراعتی اتاشي په توګه وټاکل سو چي مجاني کار یې کاوه او دیرش کاله یي  د افغانستان ولس ته را یګان خدمت وکئ. پرسبره له دې په  اف-اې-او او ډبلیو-اف-پي او ايفيډ کی  د افغانستان دایمی نماینده و. او علاوتاً د اف-اي-او د پلانګذاری یه کمیټه کي انتخابئ نماینده  ټاکل سوی و.

لوی څیښتن دي دده روح خوشحاله او ارامه لری اوده ته دی وافغان ملت ته د خدمتونو عوضونه ورپه برخه کړی.      آمین

Verily we belong to God, and verily to Him we return

Obituary

The Ayazi and Habibi families inform friends and the people of Afghanistan that Abdul Razak Ayazi, who was living in Rome, passed away on May 5, 2020 at the age of 93. The late Abdul Razak Ayazi was the son of Mirza Mohammad Azam Ayazi. He was born in 1926 in Kandahar and graduated first class from the Habibia High School in Kabul. He enrolled in the newly established Faculty of Letters and from there received a scholarship to the United States of America. He received his master’s degree in economics. In 1953 he joined the Ministry of Planning. Later he joined FAO and retired after serving there for 30 years. He then started working as the agricultural attaché at the Afghan Embassy in Rome. He worked there voluntarily and served the Afghan nation for 30 years in this capacity. Beside this he was Afghanistan’s representative at FAO, WFP and IFAD. He was also selected as a member of FAO’s planning committee.

May God bless his soul and bestow upon him grace for serving the Afghan nation. Amen.

Comments
Loading...