د شعر پۀ يوه قافيه کې دوه ګونې روي

تمهيد سیلانی

0 43
د منظومو اشعارو پۀ قافيوي جوړښت کې « روي » بنسټيز توری ګڼل کيږي، هغه دا چې پرته له روي د شعر قافيه نشي جوړېدی. په منظومو اشعار کې ګرده قافيه پر روي توري څرخيږي او همدا روي ده, چې د قافيې کلمې جوړوي.
 دهخدا یې د قافيې د کلمو وروستی توری ګڼي، چې د کلمې له نفس څخه را وتلي وي او وايي چې روي له « روا » څخه اخستل شوی، معنايې رسۍ ده چې د اوښانو بارونه پرې تړل کيږي. دا چې دشعر جوړښت پر دغه توري  تړلی دی، نو دا ویی يې رسۍ سره ورته کړی دی…
د پښتو او دري ژبو په شعري قالبونو کې په ځانګړې توګه په غزل، قصيدې، څلوریزو … کې دا  توری د ډېر ارزښت او اهميت وړ دی، هغه داچې په سلو کې  ( ۹۷٪ )  لیکل شوې غزلې، څلوریزې او قصيد د قافیو په کلمو کې یو د روي توری لري. مګر د دري ژبو ځينو نومتو شاعرانو لکه : مولوي،سنايي او نورو دا قاعدې ماتې کړي او د شعر په يوه قافيه کې يې دوه رويان کارولي دي.
 د دوی دا ډول قالب ماتونه موږ ته دا راښايي، چې موږ کولی شو په دوه ډولو رسيو په ډېره ښکلې بڼه د اوښانو بارونه وتړو…. د دوو رويانو کارونه د سنايي په غزلو او قصيدو کې شاو خوا پنځلس ځلې کارول شوي دي. د بېلګې په توګه زه د سنايي يو څو بيتونه تاسو راوړم چې په يوه قافيه کې يې دوه ګونې رويان کارولي دي.
تا نقش خیال دوست با ماست
ما را همهعمر خود تماشاست…
اکنون که ز باغ زاغ کم شد
بلبل ز گل آشیانه آراست
بر هر سر شاخ عندلیبی است
زین شکر که زاغ کم شد و کاست
فریاد همی کند که باری
امروز زمانه نوبت ماست
( کاشفی، حبیب الله. موسيقي شعر فارسي. ص: ۱۶۸ )
که پورته بیتونو ته ښه ځير شو، نو په مطلع او مقطع کې د روي توری « الف » او په دويم او درېيم بیت کې « ت » دی. پوهيږم کله چې لوستونکي دا بيتونه ولولي، نو دا پورتنۍ قافيوي شننه ورته ګونګه او پېچلې ښکاري. زه غواړم يو څه سپړنه او وضاحت ورته ورکړم.
• لومړی بيت ( مطلع ) او وروستی بيت مقطع: په دغو دواړو بيتونو کې د قاقيو دکلمو ترڅنګ رديف هم شته. د پارسي دري ژبې په ګرامري قواعدو کې چې کله دوه ((الف)) څنګ په څنګ راشي يو ترې حذف کيږي، نو د لومړي بيت او وروستي بيت د قافيو کلمې مرکبې کلمې دي او د يادو  کلمو اصلي بڼه په دې ډول ده : ( ماست= ما است، تماشاست= تماشا است)، دا چې د ګرامري قواعدو له مخې يو الف حذف شوی دی، نو له همدې امله يې قافيوي شننه پېچلې کړې ده. نو اوس د يادو بيتونو قافيوي شننه داسې کولی شو:
است، است: رديف دی.
 ما، تماشا: د قافيې کلمې دي.
ما: د قافيو د کلمو هماهنګه برخه ده.
الف: په کې د روي توری دی. لکه څرنګه مو چې وړاندې ياده کړه، په دري ژبه کې روي د قافيې روستی توری دی…
• د دوو منځنيو بيتونو شننه
 آراست او کاست : د قافيې کلمې دي.  دغه کلمې بسيطې کلمې دي، نو ځکه يې يوازې د قافيې کلمې ګڼو او رديف په کې نشته.
است،است: د يادو کلمو هماهنګه برخه ده:
 ت : د روي د پېژندنې مطابق د روي توری دی.
د پورته موضوع (( دشعر په يوه قافيه کې د دوو رويانو کارونه )) ماته په پښتو ژبه کې پخوا نه وه تر سترګو شوې، فکر کوم زما ليکنه په دغه برخه کې لومړنۍ ده. زه د پښتو ادبیاتو له هغو ليکوالو هيله کوم، چې د شعر په برخه کې ليکنې کوي او تخصص لري، ترڅو د پښتو شعر موسیقۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او زموږ ژبه له نورو ګاونډو ژبو سره سياله کړي.
 زه شخصآ د ژبپوهنې له برخې سره زیاته ليوالتيا لرم، دا برخه زما د خوښې برخه نه ده، لیکن کله چې په نورو ژبو کې مطالعه کوم، نو ډېر داسې څه را تر سترګو کیږي، چې زموږ ژبه کې حتی چا نه وي اورېدلي، نو ځان مسؤول ګڼم چې بايد زموږ ژبې ته هم را دننه شي او ليکوالو ته د دا ډول موضوعاتو لاره پرانستل شي. ما د شعر د موسيقۍ ډېرې نورې نايابه برخې هم را سپړلي دي، چې په نږدې راتلونکو کې به يې له لوستونکو سره شريک کړم ترڅو مينوال يې  لا نورو ليکلو ته و هڅول شي.
 زما راتلونکې ليکنې د شعر د باندنۍ موسیقۍ په هکله دي،چې هغه عبارت دي له : « د هنري،لفظي، معنوي، التزامي، تلقيني، صوتي، تصويري، دروني، مياني، محجبوي او ابتکاري قافيو سپړنه او پېژندنه، د بې قافيې رديف پېژندنه او سپړنه، د قافيې او رديف برابرښت، د قافيې بدلون په رديف او د رديف بدلون پر قافيې، د شعر په موسيقۍ کې د رديف او قافيې ارزښت، د شعري قالبونو په ترکيب کې د قافيې او رديف ارزښت …» دا هغه موضوعات دي، چې ما تر اوسه د پښتو ادبیاتو په هغو کتابونو کې چې د شعر د موسيقۍ يا قافيې په هکله ليکل شوي دي، نه دي ليدلي، زه فکر زموږ له ليکوالو دنويو پنځونو هیله کيږي، خو له بده مرغه زموږ ډېری ليکوال نوښت او پنځونې ته هېڅ پام نه کوي او غواړي چې په نوم يې کتاب چاپ شي…
اخذ ليکونه 
1. قافيه و ردیف ميانی و امکانات موسيقايي پايان نيم مصرع ها در ديوان شمس، نویسنده: حسنعلي کوثری لنګری.
2. موسیقی قافيه در شعرم. سرشک (( محمد رضا شفیعی کدکنی))، نویسنده: دکتر محمد رضا عمران پور.
3. کاشفی، حبیب الله. موسیقي شعر فارسی…
4. قاموس دهخدا
8.
Comments
Loading...