طالب چې لمړۍ سر راپورته کړ/خوشال خلیل

0 618

طالب چې لومړی سر راپورته کړ او څو کسه یې ووژل همدا موږ تعلیم یافته پښتنو ویل ځه ښه شو ګوډاګیان یې ووژل، بیا یې څو تنه ووژل موږ ویل ښه شو د استعمارګرو ترجمانان یې ووژل، بیا یې چې دا کار وکړ موږ ویل د ټلوالې کسانو په مذهب دوی ښه پوهیږي، بیایې چې ووژل موږ ویل څوک چې موسسو کې کار کوي او ډالرې اخلې دغه یې سزا ده، په دې منځ منځ کې به یې چې کوم مکتب وران کړ موږ به ورته توجیهات جوړول چې دا کار د طالب د بدنامۍ په خاطر نور عناصر کوي، دغسې همدا موږ تعلیم یافته ګانو ورته لاسونه پړکول او تر دې حده مو را ورسول چې اوس موږ هر یو حتا خپل کلي ته نشو تللی او له افراطیت نه زموږ غیر مستقیم ملاتړ ددې لامل شو چې طالب نور هم وحشي شو او داعش ترې وزیږیده، اوس موږ یو هم ځانونه خوندي نه احساسوو ، دا منم چې بهرني لاسونه شته خو ایا کله مو فکر کړی چې دغه ناورین او جرم کې موږ هم شریک یوو ؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.