زړه وړونکی منظر/ نعمان دوست

0 712

ډزې روانې دي. له ودانۍ لوګي پورته کیږي. ناروغان حیران دي. هر یو مرګ ته شیبې شماري. همدې وخت کې چورلکه راغله، لکه کوتره پر بام را کوزه شوه. د یو چا بچي ښکته شول چې د خپلو سرونو په قیمت خپل خلک وژغوري
زما ګرانو سرتیرو!
هغوی چې ستاسو د شهیدانو ملګرو جنازې نکوي، په ځای یې زه بخښنه غواړم. دا ناشکره قام دی. دوی پسې مه ګرځئ، خپلې مقدسې دندې ته د یوه مقدس هدف لپاره ادامه ورکړئ.

اتلانو!

هغوی چې ستاسو حقونه خوري، په خپلو وینو دې ماړه شي.

رښتیا،
زما درته پام و؛
تاسو چې د سرونو په بدل کې خلک ژغورل، هیڅ مو دا پوښتنه ونکړه چې د کوم قوم دي؟ د کوم مذهب دي؟ د کومې سیمې دي؟ کومه ژبه وايي؟ او…
زمریانو!
هغوی دې ستاسو انسانیت ته لوګی شي، چې د دې واحد ملت تر منځ تفرقه اچوي.

ژوند ژوند

Leave A Reply

Your email address will not be published.