ځيني له ولږې مري او ځيني نور بیا د وینې له لوړ فشاره/ ادم خان سیرت

0 605

په موټر کې یو ګولالی ماشوم مې غيږ ته ټوپ کړ شېبه وروسته مې په غیږه کې خر خر ویده شو پلار یې راته وویل ‌‌‌‌‌‌په غوږ کې ېې کاغذ ننویستلی دی ترې نه وځي دمیوند روغتون ډاکتر راته ځواب راکړ چې موږ سره انستیزي نشته چې هلک نشه کړو وزیر اکبرخان ته یې یوسه نو اوس یې هلته بیایم چې دا کاغذ یې له غوږو وباسي ما یې پلار ته وویل چې کله یې په غوږ کې کاغذ ننوتلې هغه ویل دا اتمه ورځ ده. نو په اول ورځ دې ولې ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ته نه وړو هغه ټکنی شو بیایې وویل دلارې کرایه راسره نه وه چې مزدوري مې وکړه نو نن مې راوستو د پلار دنګه ځواني او د زوۍ په معصومه څيره او جامو کې یې غربت له ورایه معلومیدو له ځان سره مې ټکان وخوړ دکابل په زړه کې یو ځوان دخپل زړه ټوټه دشلو افغانیوو دنشتوالي له امله روغتون ته نشي راوستی او دبلې خوا دمیوند په روغتون کې په دې پراخه امکاناتو کې کوچني ماشوم ته انستیزي نه پيدا کیږي.
ځيني له ولږې مري او ځيني نور بیا د وینې له لوړ فشاره

Leave A Reply

Your email address will not be published.