نېالګي… او د بامېانو بتان….. / نجم شېنواری

0 484

ېو وخت طالبانو د بامېانو د بتانو لړنګول غوښتل د نړۍ نه ورته ‌‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌ډلې خلګ راتلل چې دا کار مه کړئ، دا لرغوني اثار دي… د مصر د ازهر مخکښ علماء او د مصر مفتي اعظم. هم افغانستان ته راعلي وو، او له طالبانو ېې غوښتې وو چې دا کار ونه کړې،په دې کار خپل تارېخ ته ضربه ورکوئ، دا ملې او نړېواله اساسه ده ، د دې کار هېڅ ګټه نه دېن ته شته نه افغان ولس ته بلکې بلعکس ..طالبانو ورته وېلې وو، تاسې دا لس کاله چرته وئ چې لکونه افغانان قتل شو، مسلمان مسلمان واژه ، اسلامي وطن تباه برباد شو، مګر تاسې را نه غلئ او نه مو دا مسلمانان په خپلو کې د جنګ او فساد نه منعه کړه.. نو نن بوت ژغورنۍ ته څنګه راغلي ېاست…؟؟ ښه مې ېاد شې، چې پلاوی مصر ته راستون شو ، رسنېو ته ېې وېل… مونږ هلته بې ځوابه شو، مونږ ته شرم ودرېد ، چې د انسان ژغورنې لپاره نه تللو خو د بوت ژغورنې لپاره ورغلو..؟؟
داسې نن د طالبانو مشر وېلې چې نېالګې وکرئ، ېو نېالګی کرل داسې ثواب لرې دومره حسنات به مو تصیب شې..؟؟
توبه… نېالګې ورته ېاد شو..؟؟ تېرو اولسو کالو کې څلورنېم لکه افغانان وژل شوې..؟؟. څلورنېم لکه انساني نېالګې رېبل شوې..؟؟ او د الله تعالی قاطع صرېح. اېات دی ، چې د ېو بې ګنا انسان وژنه د درست انسانېت. وژنه بلل کېږې..؟؟څلورنېم لکه انسانانو کې به څومره ګناه ګار وې.؟؟. نو نن دوې ته. نېالګې مهم شو خوانسان نه..؟؟. د ازهر علما هغه وخت د شرم نه ژړغونې وو… خو دوې..؟؟؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.