تیره ورځ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر (سراج الحق) د افغان مهاجرانو…/ روح الامین حسن

0 1,146

تیره ورځ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر (سراج الحق) د افغان مهاجرینو او سوداګرو په کومه ناسته کې د عامو افغانانو په اړه په مکارانه وینا کې ویلي “دافغانستان ملت دنړۍ هر مظلوم ته دآزادۍ لاره وښوده او دټول امت په ځانګړې توګه دپښتنو شمله يې پورته کړه.. “
دلته نو مصلحینو یادې وینا ته کش ورکړی؛ ګواکی چې سراج الحق افغان پښتون پلوی او د افغانستان په درد دردیدلی اسلامي/سیاسي رهبر وی …
دوی ته دې وویل شي چې په پاکستان کې تش په نوم اسلامي او غیر اسلامي ټول ګوندونه د هرڅه مخکې د “سب سی پهلی پاکستان ” شومې داعیې ته ژمن دي؛ سراج الحق اوس هم د هماغه پخواني شریر شعار ” جهاد افغانستان دفاع پاکستان ” پلوی او مهارونکی دی…
لطفا!
د خپلو ګوندي خواخوږیو او فکري تړاوونو په درشل کې د پاکستان سراج الحق، فضل الرحمان، اڅکزی، خټک، شیرپاو او … څیرو ته د مسلمان – افغان خواخوږۍ رنګ مه ورکوئ؛ کیدای شي چې دوی به ستاسې خواخوږي او رفیقان وي، خو د ټول افغان ملت هیڅ کله نه!!

Leave A Reply

Your email address will not be published.