مصر د اخوان المسلیمن جګپوړی چارواکی ونیو

0 524

د مصر پولیسو  د اخوان المسلمین ګوند  د عالي اداري کمیټې ریس  محمد عبدالرحمان  او ۶ تنه  غړي  ونیول.

د اخوان المسلیمن ویاند  طلعت فهمي  خبري رسنیو ته وویل چې  د ښاغلي محمد عبدالرحمان  او ورسره مل هیت  د ژوند مسئولیت  د مصر د مقاماتو په غاړه دی.

هغه د مصر د پولیسو لخوا  د اخوان المسلمین د جګپوړو چارواکیو د نیولو نه  د هغوې د تښتولو په څیر  یادونه وکړه.

ویاند وویل چې  د مصر د حکومت لخوا دا ډول  چلند  او نیونې  د ازادۍ پر وړانډې د دوی  د مبارزې مخه نیولی نشي.

طلعت فهمي  زیاته کړه چې  د مصر امنیتي ځواکونو  پرون  د سهار په ساعتونو کې  محمد عبدالرحمان او ۶ تنه نور ونیول.

هغه زیاته کړه چې  پولیسو  داسې  چلند وکړ لکه څوک چې څوک  تښتوي.

ویاند وویل چې  د محمد عبدالرحمان  او ورسره مل هیت د ځای په اړه معلومات نلري. پدې نه پوهیږي چې  هغوې  چیرته  وړل شوي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.