کله مې داخبره ماغزه چورلټ چپه کړي

0 574

کله مې داخبره ماغزه چورلټ چپه کړي، چې ټولې دنیا پښتون ته اشر کړی. انجنیر په دار خیژوي، نندارې ته یې سلګونه کسان له مبایلونو سره ولاړ وي عکسونه یې اخلي. نجلۍ له کوره راوباسي په دورو یې وهي او کلیوال د خپل ناموس نندارې ته حیرت زده ولاړ وي، سړک په رڼا ورځ په ټکټر نړوي په موټرو کې سپاره بریتور موټر خامې ته شیوه کړي او د خپلې ورانېدونکې لارې ننداره د موټر له ګردجنو هندارو کوي.
دا هرڅه طالب کوي، په کلي کې راستر شوی، په نس موړ شوی او په غرور کې ورک طالب.
اصلاً ددې وطن یو یاغي نسل ددې وطن ورانولو او د ولس وژلو ته اشر کړی دی.
حتمي ده چې مطلق سوله ناشونې وي، اول به د زور، اصلاحاتو او قاطعیت پر مټ د یاغي پاړکي زور کمیږي بیا به د سولې لپاره اقدام کیږي. آرماني سوله وجود نلري، د سولې سرحد ته له رسیدو مخته باید د متقابل اړخونو د طاقت انډول بدل شي. د متوازن زور لرونکي سولې ته د ضرورت په نظر نه ګوري.

اباسین بریال

Leave A Reply

Your email address will not be published.