په تېرو ۴ میاشتو کې له عربستان څخه کې د ۳۹ زره پاکستانیانو شړل کېدل

0 550

د سعودي عرب پاچاهۍ په تېرو ۴ میاشتو کې له ۳۹ زرو څخه ډېر پاکستانیان له دې هېواده شړلي دي.
سعودي ګزېت د دې هېواد د امنیتي ادارو له قوله لیکلي، د شړل شویو کسانو یو شمېر یې د داعش په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې، په داسې حال کې چې نورو یې بیا نورې سرغړونې کړې وې.
سرچینه زیاتوي، یو شمېر پاکستاني وګړي د نشه‌یي توکو په قاچاق، غلاوو، او فزیکي بریدونو کې ښکېل ول.
سعودي ګزېت د سعودي عربستان د امنیتي کمېټې رییس عبدالله الشادون له قوله لیکلي، په هرځای کې چې پاکستانی استخدامېږي، باید چې ښه پلټنه یې وشي، ځکه چې پاکستان له ترهګرۍ سره نښتی دی او د طالبانو ډله په پاکستان کې زېږېدلې.
سعودی ګزېت د کورنیو چارو د وزارت له قوله لیکي چې دا مهال لږ تر لږه ۸۲ پاکستانیان په سعودي کې د ترهګرۍ او امنیتي مسایلو په شک په زندانونو کې پراته دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.