پیر محمد کاروان/ دا شاعر سړی نشه دی

0 432

دا شاعر سړی نشه دی

نیمه شپه ده یخ شمال دی

په هوا د وړانګو شال دی
سره غاړه غړۍ شوی
له جلال سره جمال دی
د سپوږمۍ ساقۍ را ویښه
ویده کړي یې دي ستوري
په ویدو چوپو راګونو
او د نُور په شرابونو
شین کتاب یې دی پرانستی
د زرینو غزلونو
شرنګ یې خیژي په مسرو کې
دخوږو خوږولفظونو
ته به وایې د بنګړیو
شرنګاشرنګ په مړوندونو
یو شاعر سړی یې اوري
د زړګوټي په غوږونو
دا شاعر یې را بللی
په دې وجه دی ملګرو
چې مین له ماشومتوبه
په نغمو دی په سندرو
وچې پاڼې هم چې لګي
د شمال په شهبازونو
ده ته جوړې ښاپېرۍ کړي
سُر و تال د سرودونو
دا شاعر نو عجیبه دی
د سپوږمۍ پر ساقۍ ګران دی
څه په ناز ورباندې ویشي
د رڼو ستوریو جامونه
د رڼاوو شرابونه
ددې ټول سخاوت وجه
ښایي داسې وي آشنایه
چې ده غوښتې شاعري ده
د ښکلا له لویه خدایه
په غرمو کې تږی ګرځي
پښې زخمي په تېرو دروزو
ژوند یې خوښ دی لکه سترګې
تر چړو لاندې د وروزو
ښايي دا خبره هم وي
پسې شونډې بوڅې کړې
شرابیانو شاعرانو
او ده هم قسم په خدای او
په قرآن وي داسې کړی
چې به ګوټ شراب و نه څښم
که له تندې شمه مړی
اوس نو ګوره د خدای کړو ته
له خماره په آمان دی
زړه یې سرې للمې ته وړی
په کې خښ یې لکه زړی
اوس یې لپه پر سر اېښې
بې ښکلا ښکاري نیمګړی
دې د للمې سره غاټول ته
باد راوړی سپین باران دی
ورته سپین څاڅکي د پرخې
ورته می د انتهور شي
که یې ژوند لمبه د اور وي
ورته سپین د سپوږمۍ نُور شي
د غروب په لمر مین دی
له سپوږمۍ سره یې تار دی
د زړه زخم یې ګنډلی
د ستار په نري تار دی
چې له زړه یې زګېروی راشي
ترنم یا زیرو بم شي
د چا یوې نرۍ موسکا ته
یې روانې اوښکې تم شي
د شپې پاس کنډو ته راشي
د سپوږمۍ تر څنګه کیني
سپوږمۍ هم د ده په خوا کې
د مولا ملنګه کیني
دې شاعر ته کړي راویښه
د ځنګل توره بلبله
په پستو سپینو لاسونو
څاڅکي سترګو ته ور شیندي
د رڼا د ګیلاسونو
ورته وایي ورته وایه
نغمې مستې تر شرابو
په مینا کې د نرګسو
په سره جام کې د ګلابو
دا شاعر سړی نشه دی
بس په ډېرو شرابونو
د غزل په یادو یادو
او په هېرو شرابونو

۱۱- عقرب – ۱۳۹۵

Leave A Reply

Your email address will not be published.