ورور مې له پوهنتونه فارغ شو/ نصیر احمد احمدي

0 372

ورور مې له پوهنتونه فارغ شو، انګليسي ادبيات يې ولوستل، په کار پسې وګرځېد، پيدا يې نه کړ. څه پيسې خپلې وې، څه مو له يوې بلې خوا ورته پور کړې، اوس دوکانداري کوي.
کور ته تر موږ ټولو وروڼو ښه ګټه راوړي.
خوريې مې له پوهنتونه فارغ شو، کار يې ونه موند، اوس دوبۍ ته په مزدوري پسې روان دی. وايي چې دنيا په اميد خوړل شوې، کوشش به وکم، يو وخت به خپل کاروبار ولرم.
يوه بل شناخه ځوان دارلمعلمين ولوست، واسطې يې وکړې، کار يې پيدا نه کړ، کابل ته راغی، له يوه رنګمال سره يې درې مياشتې شاګردي وکړه، بېرته کلي ته لاړ. اوس په سيمه کې تکړه رنګمال دی. دورځې په دوه زره افغانۍ هم قناعت نه کوې، که ټېکه ونيسې، نو وا وا….
ځمکه يې واخيسته، کور يې جوړ کړ، ځان او يوه ورور ته يې ودونه راوړل.
خو ډېر داسې کسان را مالوم دي چې کلونه مخکې له پوهنتونه فارغ شوي، بل کار ته يې ملا نه ټيټېږي، شرم يې ګڼي، نور کارونه ټيټ ورته ايسي، وايي چې ما پوهنتون ويلی….
تر اوسه لا بېکاره دي، په کور کې وچه ډوډۍ نه لري.
په دنيا کې پوهنتون ويل د کار د تضمين مانا نه ورکوي، که دې په دفتر کې کار پيدا نه کړ، په يوه بله برخه کې ځان وازمايه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.