که حساب کوی حساب خو دغسې وي!/ اجمل هوډمن

0 332

امان الله خان د انګرېزانو په ضد و جنګيد. انګرېزان یې وشړل. د خپلواکۍ اعلان یې وکړ. د ملت استازي یې راټول کړل. لویه جرګه یې راوغوښته. د خپلواک افغانستان د سیاسي ژوند د تنظیم لپاره یې اساسي قانون جوړ کړ. خپل قدرت یې محدود کړ. پرمختيايي کارونه یې پیل کړل. غلامي یې ختمه کړه. حقوقي فردي مساوات یې اعلان کړ. د ځوان نسل په مخ یې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړې. امان الله خان د انګرېز په شړلو کې یوازې افغاني منابع وکارولې. د پردي په ضد جګړه کې یې پرديو ته پناه نه وه وړې ! د یوه استعمار له ماتولو وروسته یې بل استعمار ته غېږه خلاصه نه کړه!

خو هغوی، چې له افغانستانه د روسانو د اېستلو انحصاري ادعا کوي. او د سیاسي قدرت د احتکار لپاره د سرو لښکرو په وړاندې د افغان ولس ملي مبارزه باندې سترګې پټوي څه یې وکړل؟
د جهاد له بریالیتوب وروسته یې خپلو کې جګړه پیل کړه. هېواد یې وران کړ. خلک یې ووژل. د خلکو کورونه او دولتي ادارې یې لوټ کړې. قومي نفاق يې ترویج کړ. د قوم په نوم جګړو کې د زرګونو ځوانانو ککرۍ یې خاورې کړې. جنسي تجاوزونه وشول. د خلکو په سرونو میخونه ټک وهل شول. پاکستان، ایران، هندوستان او حتا د دویم ځل لپاره یې روسانو ته او بیا یې امریکایانو او انګرېزانو ته د ګدايي او غلامۍ لاسونه ونیول!

که دا پرتله همداسې روانه وساتل شي، دا خلک به په تاریخي مسایلو د بحث کولو جرئت لا ونه کړي !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زموږ دلداري دغه وه د دوی دلبري دا وه
دوی خپلې مینې نغدې کړې زموږ مينې نسیا شوې

سائل

Leave A Reply

Your email address will not be published.