رغنده نيوکه، خلک له بدو راګرزول/ محمد عارف رسولی

0 316

رغنده نيوکه، خلک له بدو راګرزول، ښو کړنو ته هڅول او ورته جوړونکي وړانديزونه کول نه يوازې بد کار نه ده بلکه د ديني رواياتو او ټولنيزو علومو سره سم د هر ريښتيني انسان دنده ده.

خو جوړونکې او اغيزناکه نيوکه هنر، د قلم او کلام عفت، انساني اخلاق او ریښتينولي غواړي. ښکنځل کول بيا د نفاق نښه او د خورا ټيټو خلکو کار دی. فحش ويل د ښو خلکو عزت نه شي کمولای. که وګورو پيامبرانو هم ښکنځلمار ه او ذليل حريفان لرل.

تاسو که ټولنيزو رسنيوته ځير شی دهيڅ با عزته او درانه سړي په وال به چاتهښکنځلې ونه ګوری. هغوی که اړتيا وي د انساني ارزښتونو په چوکاټ کې د خلکو په تيروتنو داسې پخې نيوکې کوي چې د سړي زړه ته لار کوي.

د بيان ازادي او ټولنيزې رسنۍ هم شته خو الله تعالی او خلک موهم څاري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.