غزل/اسما لمر

0 435

چې مې نیولې ‌‌‌‌‌‌وه هندارې ته ‌‌‌‌‌‌ډېوه په شپه کې
دژمي شپه غوندې اوږده وه ستا کیسه په شپه کې

دستورو شمار کې وم لګیا تر سپېده داغه پورې
دستورو منځ کې مې ونه مونده هغه په شپه کې

درتلم دې خواته لړزېدمه دتوبې له وېرې
په رپيدلي غږ مې ماته کړه توبه په شپه کې

دتایې څه چې زه یم شپه ده او څلور دیواله
ته یې چلم دی او شپېلۍ يخه چینه په شپه کې

دزړه تاخچه کې مې ساتلې وې د ژوند خاطرې
خدای خبر چا را څخه ولوټه تاخچه په شپه کې

ستا د پخوا یادونه وړي مې دصحرا تر غېږې
روغ تخیل ته مې راوړي ستا افسانه په شپه کې

دزړه غوښتنه ده چې مینې ته لبیک ووایو
کله به زه درځم خو کله ته راځه په شپه کې
________
اسما لمر

Leave A Reply

Your email address will not be published.