حبیب الله کلکانی چا دومره ستر کړ؟/ نجیب زاخېلوال

0 366

نن يو شمېر ځوانان لگيا دی ډاکټر غني ښکنځي او ورته سپکې سپورې وايي. دا هغه ځوانان دی چې زياتره يې تاريخي مطالعه نه لري او يا هم د حالتو څخه ناخبره دی او يا احساساتی دي. دا کيسةه ډېره پخوانۍ ده او پيل يې حکمتيار کړی دی.
لومړی ځل لپاره د نن څخه پوره ۲۹ کاله د مخه د حزب اسلامی مشر گلبدين حکمتيار ، حبيب الله کلکانی ته د مجاهد خطاب وکړ او د ورسک په جلسه کې يې د هغه دومره توصيف وکړ چې زه اوس فکر کوم چې دا دومره توصيف يې ولې په تاريخ کې نشته. زه هغه مهال کوچنی وم خو دا خبرې مې يوه يوه په ياد ده.
دويم ځل د همدغې حزب يو بل پنډت ملا صبور په يوه غونډه کې په ډېره سپين سترگۍ او بې حيايي امان الله خان کافر کړ او د حبيب الله کلکانی يې مجاهد ياد کړ او د گوډ ملا د کونې لاندې يې کبله راشنه کړه.
ما ته ياد شي يوازني خلک چې د کډوالۍ په دوران کې يې د افغانستان د ازادۍ ورځ ښه په شاندارو مراسمو لمانځله هغه د خيوې کمپ مهاجرين)د همبستگۍ حزب( وو، چې د همدغه اسلامی ډلو له خوا هغوۍ ته کافر ويل کېدل!
اوس ووايي چې څوک وو چې خپل تاريخ يې مسخه کړ؟؟؟؟
بيا وايم تر څو چې په افغانستان کې مذهبي پنډتان او ډلې وي او په افغانستان کې مذهب د سياست لپاره استعماليږي. نو نه به افغانستان او نه افغانان ښه ورځ وګوري. دا هم بايد په ياد ولرو چې سبا به همدا مذهبي پنډتان او د همدې مذهبي ډلو مشران چې د بې حيايي او فخشا او فساد څخه يې د هېواد هر هډوکی مات مات دی اتلان وي لکه چې دي.
سبا به شاه شجاع هم د لوي ږيري د درلودلو له لامله پير وي.
خو دې ټولې پروسې ته ښاغلی کرزي ساه ورکړې وه. همدا کرزی وو چې د شمال ټېلوالې غله يې او سقاويان يې راوپړسول او ورته يې د غلا غديو اجازه ورکړه. او د نورو مليتونو او قومونو حقونه يې پرې وخوړل…
تاريخ به بيا دا هر څه وليکي خو موږ به مړه يو….

hekmatyar gulbedin

Leave A Reply

Your email address will not be published.