ډاکټرعبدالله عبدالله د شته امتیازاتو د ساتنې او نورو دلاس ته راوړنې لپاره بده ډنډوره ګډه کړې ده

0 302

ډاکټرعبدالله عبدالله د شته امتیازاتو دساتنې او نورو دلاس ته راوړنې لپاره بده ډنډوره ګډه کړې ده !
دډاکټر عبدالله نیوکې:
– د تقرراو انفکاک په اسهاموکې زموږ ثابته شوې ونډه ولې مخ په کمېدو ده؟
– ولسمشر غني دبهرني سیاست واګې ولې له (شورای نظار جمعیت اسلامي) څخه اخیستي دي؟
– دجبهه پنجشیر خدا داد سفیران ولې له دندو ګوښه کیدو ته اړ کیږي؟
– ولمسمشر غني ولې دسقاو زوی ته د کا که یې ملت لقب نه ورکوي او ولې یې په جنازه کې ډمامې نه غږوي؟
له ولسمشر سره د ملاقات سختي، له ګلمرجاني وزیرانو او سفیرانو سره دولمسشر تند چلند، دسرپرستانو له خوا د ادارو کنټرول، او دې ته ورته نور دلایل ټول یوازې ددې لپاره دي چې سکتارستي، متعصبه او مافیايي حلقه باید شته اسهام کلک وساتي او تر دې زیات لاس ته راوړي، دوی هیڅ وخت نه غواړي چې دافغانستان مافیايي اقتصادي محور او بهرنۍ پالیسي له لاسه ورکړي، دوی پوهیږي که بهرنۍ پالیسي ددوی له لاسه ووځي نو امکان شته چې د هاګ په شمول نورو نړیوالو محاکمو ته هم راښکودل شي.
دوی پوهیږي چې نور یې په خپل کلي کې هم د پل اېښودو ځای نشته ، دوی پوهیږي چې نازولي اولادونه یې دنړۍ په لویو ښارونوکې ورکیدونکي دي.
دوی پوهیږي چې دوی له منځه ځي!
دوی دخپلو تبلیغاتي ډنډورو دانسجام لپاره درسنیو یو فعال ګروپ جوړ کړی او ترڅنګه یې دخپلو بېسوادو، فرسوده او ککړو ګلمرجاني سفیرانو په وسیله په نړیوال تربیون افغانستان ته کنځل پیل کړي دي.
محمود صیقل د ۲۰۱۵ کال د اوکتوبر په ۲۷ نېټه په ملګرو ملتونو کې په دنده وګمارل شو، په ټوله بېشرمۍ یې دافغانستان تاریخ تحقیر کړ او جابر یې وباله ، په ناروې کې د واصف باختري بیسوادې لور منيژې باختري حتی دافغانستان تاریخ مسخه او افغاني هویت یې د مطبوعاتو پر وړاندې تر وروستي بریده توهین کړ.
عبدالله پیکار

Leave A Reply

Your email address will not be published.