کله چې هم د څه او چا په اړه نظر ورکوئ باید له موضوع پوره ځان ډاډه کړئ/ شرر ساپی

0 320

يو بوډا سړی د خپل 25 کلن زوی سره په اورګاډي کې ناست و…
ځوان هره خوا اوتر اوتر …
له کړکۍ نه يې لاس وویست، هوايي په لاسو ولګېده، ناڅاپه يې چېغې کړې:” پلارجانه وګوره ټولې ونې موږ پسې منډې وهي”
بوډا موسکۍ شو ، تر څنګ يې ښځه او خاوند ناست وو، د پلار او زوی خبرو ته غوږ دي.
لږ زړه تنګي شو، د پنځه ویشتو کلونو زلمی څنګه د ماشومانو حرکتونه کوي!!
ځوان بيا ناڅاپه چېغه کړې، “پلاره د هغه جهیل پر غاړه څاروي وګوره، او دا وریځ وګوره چې له اورګاډي سره يو ځای روانه ده”
ښځه او خاوند ځوان ته په ډېر تعجب ورګوري، باران راښکته شو، د بارانه څاڅکي د ځوان په لاسو ولګېدل، نور هم خوښ او خوشاله شو، بیا يې چېغه کړه: ” پلارجانه باران وریږي!! وګوره زما په لاس د باران څاڅکي ولګېدل”
په دې وخت کې د ښځې او خاوند زغم پای ته ورسېدل د ځوان پلار ته يې مخ راوګرځاوه او ورته يې وویل: “زوی دې ولې کوم ډاکټر ته نه ښايي چې علاج يې وکړي”
بوډا وویل: “موږ همدا شیبه له روغتون څخه کور ته روان یو، زوی مې د لومړي ځل لپاره بینا شو”
کله چې هم د څه او چا په اړه نظر ورکوئ باید له موضوع پوره ځان ډاډه کړئ

Leave A Reply

Your email address will not be published.