د ملي رسنیو ژمنو رسنوالو، پر افغان او افغانستان زړه سواندو خبریالانو، هوښیارو فیسبوکوالو

0 296

د ملي رسنیو ژمنو رسنوالو، پر افغان او افغانستان زړه سواندو خبریالانو، هوښیارو فیسبوکوالو !
د جګړې لنبې غړغړاندې دي، شهادت ولس او ملي امنیتي ځواکونو ته لاسونه غځوي، خو لا هرڅه د افغانانو په ګټه پای ته رسېدلای شي. افغانستان له خپلو ګاونډیو سره په جګړه کې دی، خو زه باوري یم، چې افغانان به دا جګړه ګټي.
نو ولس ته روحیه ورکړئ! ملت مه وارخطا کوئ !
سرکار وسکونډئ، پازاب یې کړئ، خو وژنئ یې مه ! حاکمیت او حکومت وننګوئ، ویښ یې وساتئ، پرکړنو یې نظارت وکړئ، په زور او فشار یې پام خپلو مسئولیتونو ته راواړوئ، خو له پښو یې مه غورځوئ، راپرځېدو ته یې مه پریږدئ !
لوی الله ج به هرڅه سم کړي، د خلکو معنویات او مورال لوړ وساتئ ! هېڅ داسې څه مه وایئ او مه لیکئ، چې عام خلک وویریږي، ناهیلي شي، او روحیه یې ـ خدای مه کړه ـ سقوط وکړي.
له قلمي ترهګرۍ ځان وژغورئ !
د کړکېچ پرمهال د ریښتینو روښانفکرانو مسئولیت همدا دی.
دا ملت به لکه یو ځوان ققنوس د اور او ایرو له منځه سر راهسکوي او د سباوون خواته به الوځي، زه باور لرم، زه سباوون په سترګو وینم !

عبدالغفور لېوال

Leave A Reply

Your email address will not be published.