دا د غازي امان الله خان ورور عنايت الله خان دی/ نجیب ننګیال

0 348

دا د غازي امان الله خان ورور عنايت الله خان دی. په اماني دوره کې د پوهنې وزير و. د ده په اړه مې لوستي و چې د سقاو زوی ونيو. سخت يې تعذيب کړ. له کابل ښاره يې تر خواجه رواشه وڅښاوه. هلته يې يوې لوړې پايې ته وخېژاوه. لاندې يې مېږوي ټک وهلي و. په هغې يې راګوزار کړ.
دوه کاله مخکي استالف ته تللی وم. په لاره مې يوه ليسه وليده چې د سقاو د زوی په نامه وه. “ليسه امير حبيب الله خان کلکاني”. حيران شوم، يو چا چې يو وخت د دې هېواد د پوهنې وزير شکنجه کړی و نن د هغه په نامه ليسه د پوهنې له وزرات سره راجستر ده.
د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې هغه زمونږ د هېواد تاريکه دوره وه چې لومړۍ سقاوي يې باله شي. په دوهمه نيمايي کې بيا د مجاهدينو دوره راځي چې دوهمه سقاوي يې باله شي. اوس دا دی یو وار بیا کابل کې د “بچه سقاو” د جسد په پرتمینو مراسمو د تدفین لپاره غونډې کېږي. یو ډله “د رڼا دښمنان” غواړي د دې وطن وګړو ته د تاریکۍ، وحشت، غلا، چور او لوچکۍ ترخې خاطرې ور په زړه کړي. که “حبیب الله خان د سقاو زوی” اتل دی، نو مانا دا چې “غازي امان الله” خاین دی. په یوه قضیه کې دواړه اړخه سم نشي کېدای، یو حتما ملامت وي. خبره د حکومت هوکړې ته منتظره ده. که دا هوکړه وشوه او ولسمشر دا فرمان لاسلیک کړ، نو د “ملي یووالي حکومت” “دریمه سقاوي” وبولئ.
تاریخ به ولیکي:
د نړۍ دوهم “متفکر”، د یوه “لوټمار” قبر ته په تعظیم ولاړ و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.