د ترکي په اړه د حزبیانو د مشر د بیاني عجایب/ نجم شینواری

0 322

زه نه درته وایم ګنکس دي، د ترکي په اړه د حزبیانو د مشر د بیاني عجایب …….
مشر د ترکیې ولس ستایلی، چي د کودتا مخه یی نیولې، او د قانوني حکومت سره ودریدلي…اردوګان ته یی مبارکي ویلي، په همدغه وخت یی افغان ولس کودتا ته رابللی، ځوانان یی هڅولي چي د قانوني او ټاکلې حکومت تحته بل مخ کړي..؟؟ هلته د سولي سندري وایی، هلته کابل ته راتګ غواړي ، بیا په عین وخت ، تاوتریخولي ته لمن وهي؟؟؟ لاقانونیت، او ځنګلي کړنو ته ځوانان رابلي.؟؟ عجیبه فلسفه ده:: اردوګان مسلمان رهبر دی، که ترکیه د ناټو غړې هیواد دی، او پر افغانستان د یرغل ملاتړې ده..؟؟ که ترکیه په سیمه کي واحد د اسرایلو استراتیژيک ملګری هیواد دی، واحد اسلامی هیواد دی، چي د اسرایلو نه وسله او عسکري ټکنالوژي اخلی، په سیمه کی ورسره ترټولو لوي عسکري ګډ مشقونه کوي، په ترکیه کي هغه هر څه جواز او قانونیت لري، چی په نوره کفری نړۍ کي یی لری، خو بیا هم ترکیې د مشر د ستایلو دی؟؟؟ خو مشر ته ظاهر شاه، او سردار داوود د منلو نه وو او په ضد یی پاکستان ته پنا یوړه؟؟؟
اشرف غني او عبدالله که هرڅه ورته وایست.. بیا هم منتخب مشران دی، خلکو رایه ورکړي، په قتل او قتال ، او د نورو په وسلو او پیسو مشران شوي نه دي، اشرف غنی دري وار ولسمشرۍ ته نوماند وو، اول ځل نه وو، په خپل فکر او قلم یی ولس خپل کړ، نه د بهر په وسلو او پیسو.او قتل او قتال، او وطن تباهۍ………
……څوګ چي سوله غواړي، هغه بیا دوه ژبې نه کاروي، هم ګازره او امسا نه خوشوي، یا ګازره یا امسا…………..

Leave A Reply

Your email address will not be published.