يو سپینږیري یهودي چې خپل لمونځ خلاص کړ/ قاضي باران

0 416

يو سپینږیري یهودي چې خپل لمونځ خلاص کړ د بیت المقدس لویدیځ دېوال سره (د ژړا دېوال، د براق دېوال) نو د سي ان ان ژورناليستې ورڅخه وپوښتل: څو ځلې هره ورځ عبادت لپاره دېوال ته رازی؟
سپینږیری یهود: درې ځلې!
ژورناليسته: څو کاله کېږي؟
سپینږیری یهود: 60 کاله کېږي چه زه دلته هره ورځ درې ځلې عبادت لپاره رازم!
ژورناليسته: څومره ښه او په زړه پورې، نو تاسو د چیشي لپاره دعا او زارۍ کوﺉ؟
سپینږیری یهود: دعاګانې کوم چې درست یهود او یسوعیان او مسلمانان سره ښه آرامه او خوشاله ژوند ولري د صلح فضا کې یو له بل سره، دعا کوم چې کرکه او نفرت ورک شي، وژنه ورکه شي او درست ماشومان په مینه او امنیت کې لوی شي.
ژورناليسته: څومره ښه، نو تاسو څه احساس کوی وروسته له دې 60 کلونو څخه چه تاسو پکې دا دعا او عبادت هره ورځ لویدیځ دېوال سره کوئ؟
سپینږیری یهود: داسې احساس کوم لکه دېوال ته چې غږېږم!

logo dawat media ll

Leave A Reply

Your email address will not be published.