یا خو مونږ په اسلام نه پوهیږو او یا خو د نوري نړۍ مسلمانان په اسلام نه پوهیږي/ رحیم امین

0 337

په بارسلونا او لیزبن دواړو کې د جمعي د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته لاړم. په لیزبن کې مې یو اړخ ته یو مسلمان ولاړ وه لاسونه یې پورته تړلې وه او بل اړخ ته مې بل مسلمان ولاړ وه هغه هیڅ لاسونه نه وه تړلې او ما لاسونه له نامه لاندي تړلې وه یو افریقایې زه د اسیا او بل لویدیځوال.. کله مې چې سلام واړوه دا یوه هم غیږ راکړه او ماچ یې کړم او دا بل هم…! دومره په مینه لمونځ او دومره مینه ما د مسلمانانو تر منځ په ټول عمر نه په افغانستان کې او نه پاکستان کې لیدلی وه..! واړه ماشومان دومره ارام ناست وه چې زمونږ لویان به دومره د جومات احترام ونکړي..! تور، سپین ، عرب ، عجم، له لویدیځه تر ختیځه او رنګ، رنګ مسلمانان یو له بل سره اوږه په اوږه ولاړ وه نه یې لاسونو ته کتل او نه یې د یو او بل شکل ته، بس ټولو خپل نیت د یوه رب ج په وړاندي کړی وه او د هغه د وحدانیت شاهدي یې ورکوله او په ډیره عاجزي یې خپل لمونځونه کول.! دومره ولس لمانځه ته راغلی وه چې جومات کې نور ځای نه وه ..! ما چې دا حالت ولید هغه د خلګو خبري مې را یادي شوي چې د اروپا مسلمانان تس په نامه مسلمانان دي. دومره مینه چې هغو خلګو خپل مسلمان ورور ته ورکوله فکر نه کوم زمونږ له وسه پوره وې..!
ما فکر وکړ ،مال که په افغانستان کې داسی یو څوک درسره څنګ کې ولاړ وي چې لاسونه يې کښته او پورته تړلی وي منی که هغه اړخ ته سلام در واړوي چې دده خلاف ده ، نور خو لا ایسته پریږده.. زمونږ د لمانځه په نیت، د لاسونو په ځای ، او د تکبیر په زوره یا پټه ویلو هر وخت لانجې وي او یو بل ته مشرک وایو او حتا له خپلوی او وروری ورسره تیریږو.

خبره داده ..! یا خو مونږ په اسلام نه پوهیږو او یا خو د نوري نړۍ مسلمانان په اسلام نه پوهیږي..!
انځور:- د لیزبن په زړه کې جامع جومات

Leave A Reply

Your email address will not be published.