د یوه عسکر لپاره دا مرګ دی چې د وظیفې په ساعت کې سمارټ فون کاروي/ نجیب ننګیال

0 351

چې تاج محمد جاهد په څېر خر دوان دې د کورنیو چارو وزیر وي نو بیا پکې د انجینر شېرولي وردګ شهادت له امکانه لرې خبره نه ده. “ځینې” امنیتي مسولین شرابیان دي چې مخمور او مدهوشه لېونیان به پرې وبښې، یا د پنجشیري مافیایي بانډ ملګري دي او یا به یې هم د اتصالاتو تلفوني کڅوړې فعالې کړي وي له نجونو سره به لګیا وي. ما خو چې په ښارونو کې افغان پولیس لیدلی د ټوپک په ځای به يې سمارټ فون مخې نه نیولی وي. د یوه عسکر لپاره دا مرګ دی چې د وظیفې په ساعت کې سمارټ فون کاروي. د چاودنو، هدفي وژنو او اختطافونو یوه لویه وجه وظیفوي غفلت دی.
ولسمشر هم اوس پخوانۍ ناڅاپي چاپې (!) پرېښي چې ترافیک (!) له دندو ګوښه کړي.
انجینر شېر ولي وردګ سره مې په یوه غونډه کې ناسته شوې وه. واقعا زړه ور او ژبور سړی و. رب دې یې جنت ځای کړي. دښمن مختوری او ذلیل… 🙁

Leave A Reply

Your email address will not be published.