“پشتو زبان استی؟ اګر ميفهمیدم هیچ برت ایستاد هم نمیشدم پاین شو از موترم تو دوزخی”/ هیله محمدی

0 393

د مازیګر څلور بجې وې د ژمي یخ باد او ورسره میده میده باران وو د وزیر اکبرخان پر څلور لاري مي تر نیم ساعت ډیر انتظار وکړ و ټکسي ته هر ټکسي ته به چي وویل تر پلان ځایه ځم موټروان به ارامه هنداره کښته کړه او راڅخه روان به سو
تر ډېر انتظاره وروسته یو بابا ودرېدي او تر خپل قیمت یې لوړ قیمت ووایه دا چي ناوخته وو مجبوره وم موټر ته پورته سوم بیا نو دکابل لار بندي چي د میږي په ګام به موټر روان وو
تر کارته پروان چي راغلم ماښام لمونځ هم پر قضا کېدو سو دلته لاره کی دوې خویندي ولاړي وې هر ټکسي ته به یې لاس ورکوي څوک نه ورته درېده، دا چي ما هم څو لحظې مخکي دا حال عملآ تیر کړو پوهېدم چي سخته ده موټر هنداره مي کښته کړه او ورته ومي ویل راځي که مو همدا لاره وي مخامخ ځم تاسو هم رسولای سي
ښځو په پښتو را غبرګه کړه چي پوه نسولو
خپله خبره مي په پښتو ورته تکرار کړه مخکي له دې چي دوي موټر ته را وخيژي
موټروان په ډېره تنده لهجمه مخ را واړوي او په لوړ آواز یې وویل
“پشتو زبان استی؟ اګر ميفهمیدم هیچ برت ایستاد هم نمیشدم پاین شو از موترم تو دوزخی”
هیڅ په علت پوه نسوم او کښته سوم دهغو خویندو سره زه هم میده میده په قدم وهلو سوم او هلته مي ځان سره ویل چي
ښا!!! هغو نورو چي نه درته دروي او تا په ساعتو ساعتو انتظار وکړ شاید همدا علت به وو.
حیرانه یم چي کله ستا وطن کي یو او بل ته احترام نسته یو او بل په دې ژبه مځکه او اسمان فرق لري ته یې څنګه نړۍ واله کوي!!!

Leave A Reply

Your email address will not be published.