عجیبه نه ده؟/ ریاض سادات

0 358

کله چې د سرک په غاړه د کراچۍ والا یا کوم عادي دکان نه سودا اخلو نو چنې ورسره وهو او کله چې په لوی لوکس سوپرمارکیټ یا مال کې سودا کوو نو هېڅ چنه نه وهو.

ښه پوهیږو د سوپرمارکیټ نه د سرک په غاړه توکي ارزانه دي.

د سوپرمارکیټ خاوند لګیا دی ستا د ګټې څخه نور مارکیټونه جوړوي، کورونه او او موټرې اخلي خو د سرک غاړې ګاډیوان ستا د ګټې نه ایله دومره وکړي چې خپل بچیان پرې ماړه کړي او که وس یې ورسیږي چې مکتب ته یې ولیږي.

زما وړاندیز: د سوپرمارکیټ سره مو خپله خوښه، خو د مزدورانو او کراچيوانانو سره ډېرې چنې مه وهئ. هغوی پرې بلډنګونه نه جوړئ، صرف ورځ پرې سبا کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.