زما انتظار داوو،…./ اباسین بریال

0 418

زما انتظار داوو، چې ولسمشر غني به د کرزي جنګسالار پروره لاره پریږدي او په هر قوم کې به ملي، په وطن مین، سرسپارلي او پاک کرکټرونه د اتلانو او د کار خلکو په نامه راپورته کړي، خو غني هم د جنګسالارانو په برخه کې هماغه زړه طریقه تکرار کړه، مزاري ته چې لاس یې تر څنګلو د خلکو په وینو سره و، د شهید وحدت ملي لقب ورکړ. هزاره رمضان بشردوست درلود، هزاره هوښیار خلک لري، هزاره مغاره میشتي بیوزلي وطندوستان لري، هزاره ښوونکي لري چې په ګیډه ډبره تړي او افغان بچیان روزي، خو دا هرڅه معکوس معامله شول.
اوس غني هم د همدې خلکو په لالچ کې ښکیل دی. خلک باید په غلطو تعاملاتو روږدي نشي، غني ته د یو فکر په سترګه کتل کیږي هغه ته د اصلاح د یو سرلاري په پار خلکو رایه ورکړه، اوس همدا د جنګسالارانو نا اهله بچیان کله په لندن کې کله په جاغوریو او بامیانو کې په ولسمشر وربلوسي او له حکومت څخه حق اخلي په قومي ټیکه دارانو او جنګسالارانو یې لیلام کوي.
لا سر وخت دی، په تګلارو غور پکار دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.