اسناد/خاطره: / نعمان دوست

0 362

د طالبانو د امارت وروستي وختونه وو. افغاني سرې میاشتې ټولنه کې مې دنده وه. کور مې کابل کې نه و. یو څه وخت د کابل ښار په شیرینو ښوونځي کې اوسیدم. دا ښوونځی د نجونو و، خو په مدرسه یې بدل کړی و. هغه وخت له (طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ ومسلمةٍ”)) څخه د (و مسلمةٍ”) برخه په عمل کې حذف شوې وه.
مدرسه له تورو لنګوټیو ډکه وه. وړو – وړو ماشومانو هم په سرول. دلته یې پخلی په لرګیو کاوه، ځینو طالبانو به چای هم په لرګیو کاوه. خو دوی یوازې لرګي نه سوزول. قوده قوده کاغذونه به یې اور پسې کړل او لمبو به چایبر په غیږ کې ونیوه. لوګي به لکه آهونه پورته شول، لکه د اسمانونو څښتن ته چې شکایت کوي.
یوه ورځ مې کاغذونه ولیدل، سترګې مې وبریښیدې.
های،
دا کاغذونه د شاګردانو اسنادونه وو. د هغوی کورنۍ وظیفې وې، د هغوی حاضرۍ وې، ترقي تعلیمونه وو، او د هغوی اطلاعنامې وې.
یوه ته مې ویل: و، د خدای نیکبخته! دا خو د شاګردانو اسناد دي، ولې یې سوزوې؟
لکه زما خبره چې ورته ټوکه ښکاره شوي وي، وې خندل او بیا یې ویل: نو ښځه په تعلیم څه کوي؟ … اوس خو یې ټول اسناد ختم شول، مخکې چیره وې؟
دې خبرو او د کاغذونو لوګیو مې سترګې ترخې کړې، همداسې غلی روان شوم….

Leave A Reply

Your email address will not be published.