یو تریخ واقعیت دی/ نعمان دوست

0 347

یو تریخ واقعیت دی، هیله ده څوک خپه نشي. که خپه کیږي هم له اصلي لیکوالې دې خپه شي، ځکه دا خو زما خبرې نه دي.
خبره دا ده چې د کابل په ورانولو او سوزولو کې یوازې جهادي تنظیمونه ښکیل نه وو. دا خبره د نظامي چارو ډاکټره نسرین کتونا په یوه تحقیقي رساله کې کړې ده. د هنګري د دغې اوسیدونکې د لیکنې د یوې برخې لنډیز در سره په پوره امانت شریکوم:

جنرال اصف دلاور(د ډاکتر نجیب الله د حکومت د دفاع وزارت ستر درستیز) د ملګرو ملتونو د ۱۳۷۱ کال د سولې پلان په ناکامولو، جمعیت او شورای نظار ته د نظامي قطعاتو په تسلیمولو کې ستر نقش درلود او له هغې وروسته دوه کاله د احمد شاه مسعود په خوا کې ودرید او د حکمتیار پر ضد وجنګیده چې دې جګړې بې شماره مړي او ویجاړۍ پریښودې او بیا له ۲۰۰۱ کال وروسته یې له جمعیت ګونده خپله اجوره واخیسته او په اوکراین کې سفیر شو.

جنرال نبي عظیمي (د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال او د کابل ګارنیزیون قوماندان) څخه د ملګرو ملتونو استازي (بینین سیوان) د دغه سازمان په ابتکار د سولې د پلان په بریالي کیدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. خو هغه نه یوازې دغه نقش رد کړ، بلکې د احمد شاه مسعود او جنرال دوستم په پلوی یې توطیې جوړې کړې او د حزب اسلامي پر وړاندې یې د جمعیت په ګټه د جګړې قومانده په لاس کې واخیسته. تر هغې چې احمد شاه مسعود له چاریکارو کابل ته راته، د جګړې قومانده له ده ( نبي عظیمي) سره وه او په دغه درې اونیو جګړه کې هره ورځ شاوخوا (۱۰۰۰) کابل ښاریان وژل کیدل.

Leave A Reply

Your email address will not be published.