د کابینې په غونډه کې د تذکرو په سر جنجال ته حل لاره جوړه شوې ده

0 265

د کابینې په غونډه کې د تذکرو په سر جنجال ته حل لاره جوړه شوې ده که ولسي جرګه هم دا ومني نو د تذکرو د ویش په مقابل کې کومه قانوني ستونزه نه لیدل کېږي، خو بي بي سي فارسي او نورې رسنۍ لا هم قومي تعصب ته لمن وهي او هڅه کوي حتا د افغان کلمه هم لانجمنه کړي. د افغان له کلمې سره یو څو فاشیست او خرڅ شوي مخالفت کوي، خو بي بي سي لیکي چې اکثریت خلک افغان نه غواړي. بي بي سي د کومې سروې له مخې وايي چې خلک د خپل ځان نوم بدلول غواړي؟
دغه کشاله په لومړي سر کې زموږ له خپله لاسه لویه شوه، په پيل کې ټاکل شوې وه چې یوازې افغان کلمه به په کې ذکر کېږي او قومونه به په کې نه وي، خو زموږ یو شمېر مذهبي تندلارو شور جوړ کړ چې تذکره کې اسلام نشته، نورو غږ وکړ چې قوم نشته، زموږ ملتپال هم مذهبي ډلو سره ملګري شول ویل اسلام دې په کې خامخا راشي قوم دې نه راځي اخر ولسي جرګې د اسلام ټکی په کې زیات کړ، ویل نه دې قوم راځي نه دې افغان، دلته مذهبي کسان قرار کیناستل ویل زموږ اسلام خو په کې راغلو اوس نو تاسو (ملتپال)د خپل افغان غم کوی. اسلامپالو ملتپال په قیر سړک پرېښودل. بس دغسې کېسه اوږده شوه او تر نن را وغځیده. اوس دا دی بي بي سي او نورې رسنۍ بیا هڅه کوي دا لانجه لویه کړي.

bbc tazkera

Leave A Reply

Your email address will not be published.