پرون جلال اباد کې د نارنج ګل میله او مشاعره تیره شوه/ خوشال خلیل

0 454

پرون جلال اباد کې د نارنج ګل میله او مشاعره تیره شوه، سره له دې چې نیم عمر مې دغه ښار کې تیر شو، خو بخت راسره یاري نه ده کړې تراوسه مې په دغه دودیزه مشاعره کې ګډون نه دی کړی. خو د دغې مشاعرې فلمونه او رپوټونه مې ډېر کتلي او لوستي دي. چې شاعران په کې څنګه خپلې یو کلنې ساتلې عقدې تشوي، چارواکو به همیشه هڅه کوله دا مشاعره سانسور کړي، خو بیا به هم یو نیم شاعر راپورته شو او خپل احتجاجي شعرونه به یې ویل، تیرو ورستیو کلونو کې خو دغه مشاعره د حکومت او د نظام ضد سنګر باندې بدله شوې وه، حتا طالبانو به په کې شعرونه ویل او خلک به یې د نظام په ضد بغاوت ته رابلل. ویل کېږي سږکال په دغې مشاعرې د حکومتي سانسور سیوری کمرنګه و، خو بیا هم د معمول خلاف په کې د سیاسي، احتجاجي او بغاوتي شعرونو په ځای هنري شعرونه ویل شوي دي. یوه نیمه ټونګه چارواکو ته هم په کې اچول شوې ده، خو د تیر په څير طالباني افکار په کې نه دي بیان شوي. که د سږنۍ مشاعرې په اړه زما معلومات سم وي، بیا خو دا له فکري پلوه جلال اباد کې لوی پرمختګ ګڼل کېږي، هغه ښار چې تر بل هر وخت یې په اړه د تشدد او فکري اختناق خبرونه خپریږي، په امن او خوشالۍ کې د دغسې مشاعرې او میلې جوړیدل لوی کار دی.

په دې هیله چې سږني پسرلي کې د نارنج ګل وږمې له ځان سره همدغه شان د سولې او آرامۍ پیغام ولري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.