اجمل ستانکزی/ منافقت

0 399

ملاتړ د وحشي ټالیب یا داعش کوم خو برق بیا له دولته غواړم. د هماغه برق په مټ بیا د برق ورانوونکي ټالیب ملاتړ کوم.
د سالم انتقاد په ځای د دولت او نظام ریښې وهم خو شکایت له دولته کوم چې ولې سرک، برق او بل نه جوړوي.
تاسې مو اول له خپل دولت سره د دښمن په مقابل کې ودریږئ او په کنفرانسو، شعرو، مجلسو، مرکو او بحثو کې د دښمن ملاتړ پریږدئ، بیا به دولت هم وکولای شي یو څه مثبت کار وکړي. اوس دولت له هغه دښمن سره مقابله وکړي چې تاسې یې پخپل ملاتړ قوي کوئ، که له جنګسالارانو سره یې وکړي چې نژدې پوره قومونه یې شاته ولاړ دي؟
د وحشت هر ډول ملاتړ پریږدئ چې د انسانیت ژوند وکړئ. خفه کیږئ مه خو هغه لوی لوی لیکوالان مو هم کله کله ټالیب ته لکۍ ښوروي.
خو تر څو چې د ورانوونکو ملاتړ (که فزیکي وي که فکري یا قلمي یا بل ډول وي) کوئ د جوړولو طمع له چا مه لرئ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.