په تېرو 14 کلونو کې چې د افغانستان د علماوو شورا څومره ملي بودجه ضايع کړې

0 310

په تېرو 14 کلونو کې چې د افغانستان د علماوو شورا څومره ملي بودجه ضايع کړې که د سولې تر شورا زياته نه وي کمه خو په هېڅ صورت نه وه. خو دوى لکه د مچيو نران مفت، لټ او ټنبل پراته دي؛ نه يې خپله د فتوا صلاحيت وکاراوه، نه يې له کوم عرب شېخ او مفتي سره يارانه جوړه کړه چې د طالب ناتار وننګوي، نه يې ملا صبور ته نوک خښ شو، بس خپلې تنخواوې اخلي او له حکومت سره د اوسېدو احسان يې په دولت او ملت بار دى.
زه باور لرم که ددوى هريو له دولتي مداره ووت يا طالبانو خوا ته لاړ، هلته به هم د مفتي صلاحيت ورسره وي هم جراات.
نو د نظام ديني اعتبار په داسې ملايانو نه ساتل کېږي چې د خپل سر د ساتنې لپاره خپل ديني صلاحيت کتمان کوي.
نظام يو څو قهرمان او سرسپارلو ملايانو ته ضرورت لري چې نن يې د ملا صبور لاره ور معلومه کړې واى.

اباسین بریال

Leave A Reply

Your email address will not be published.