د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي/ خوشال خلیل

0 261

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي چې په خپل روغتون کې یې د افغان طالبانو د مشرانو علاج کړی دی. هغه وايي دی هغه وخت خبر شو چې طالبانو ورته لیکونه راولیږل او له ده څخه یې مننه وکړه.
تر یو کال مخکې پورې پاکستان د طالبانو له ملاتړه منکر و او طالبان د پاکستان له سخاوته، خو په یو کال کې دننه دننه داسې اسناد او خبرې مخې ته راغلې چې طالبان سل په سلو کې د پاکستان نیابتي مټ او د لاس اله ثابته شوه، چې اوس خپله اعتراف کوي او په استازیتوب یې پاکستاني پوځیان کابل ته ځي راځي چې سیاسي معامله پرې وکړي. افسوس د هغو غولیدلو ځوانانو په ژوند چې د اسلام او جهاد په شعارونو غولیدلي وو، چې هم یې ځانونه تباه کړل او هم خپل هېواد او هم یې خپلو کورنیو ته غم او درد ورکړ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.